په بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د بلوچستان ایالت په خضدار او مستونګ ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. په لومړۍ پېښه کې د خضدار ولسوالۍ په باغبانه باجوي سیمه کې وسلهوالو پر پولیسو ډزې کړې، چې له امله یې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون ۲ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.
