• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر ددې ډلې له یو شمېر معلولو پخوانیو جنګیالیو سره کتلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د خپلې ډلې له معلولو شویو جنګیالیو سره کتلي دي. نورالله نوري پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل د هغوی د «جسارت» پایله بللې ده.

د طالبانو د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت نن دوشنبه، د وري پر ۳۱مه وویل، چې ددغه وزارت وزیر ملا نورالله نوري د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دتېرې شل کلنې جګړې له ځایي ډلګۍ مشرانو، ټپیانو او معلولانو سره لیدلي دي.

نورالله نوري ویلي، چې د دوی د قربانیو په پایله کې د «پردیو اشغالګرو» کمبله ټوله شوې ده.

نوموړی وايي، چې طالبانو که دا «درنې قربانۍ» نه وای ورکړې، پر کابل به نه وای مسلط شوي.

د طالبانو یاد وزیر د سیمې طالب مسوولانو ته د سپارښتنې په توګه ویلي:« نیتونه مو نور هم صالح کړئ، له ولسونو سره غوره چلند کوئ او په خپلو ورځنیو چارو کې له عدل، احتیاط او حوصلې کار واخلئ.»

دوه کاله وړاندې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا ولایتي رییسانو ته په لیږل شوي یو مکتوب کې غوښتنه شوې وه، چې د دغې ډلې د ټولو معلولینو نوملړ دې ورسره شریک شي، چې د فوق العاده امتیاز په توګه ورسره د موټر د اخیستو لپاره مرسته وکړي.

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د خپلو لیکو د وژل شویو او معلولو شویو جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۵

درې تورن افغانان په فرانسه کې تر نېول کېدو وروسته بېرته برېتانیا ته لېږدول شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تاجکستان له چارواکو غوښتي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې کارونه چټک کړي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
طالبانو د تاجکستان له چارواکو غوښتي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې کارونه چټک کړي
100%

د طالبانو او تاجکستان د انرژۍ د برخې مسوولانو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چټک پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د برېښنا په سکتور کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره کتلي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د برېښنا انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه د پروژې د چارو پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

د برښنا شرکت په وینا، ملا عبدالحق همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د همغږۍ او پرمختګ په برخه کې د تاجکستان د انرژۍ د مسوولینو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې د انرژۍ په برخه کې ګډې هڅې د سیمې اقتصادي وده او ثبات کې مهم رول لوبولی شي.

طالبانو د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه له قوله ویلي، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم ګام دی، بلکې د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاریو لپاره هم مهم فرصت برابروي.

هغه د دې پروژې د چارو د چټکتیا او همغږۍ په برخه کې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

یاده دې وي چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد له مهمو پروژو څخه ده چې د عملي کېدو چارې یې په دې وروستیو کې ټکنۍ شوې دي.

د طالبانو استخباراتو په ننګرهار کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو پخوانی قوماندان نیولی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱
د طالبانو استخباراتو په ننګرهار کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو پخوانی قوماندان نیولی
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د تېر جمهوریت پرمهال د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملک دهقان نیولی. ملک دهقان د جمهوریت له پرځېدو وروسته ایران ته تللی و او د طالبانو د اړیکو کمېسیون په غوښتنه بېرته هېواد ته راغلی و.

په ننګرهار او کابل کې باخبره سرچینو نن دوشنبه، د وري پر ۳۱مه وویل، چې د طالبانو استخباراتو ملک دهقان یوه اونۍ وړاندې له خپل زوی سره یوځای نیولی دی.

د ملک دهقان نژدې خپلوان هم تاییدوی، چې نوموړی د طالبانو د اړیکو کمېسیون په غوښتنه هېواد ته راغلی و او ژمنه ورسره شوې وه، چې ټول نیول شوي جایدادونه به یې بېرته ور وسپارل شي.

د نوموړي یو تن خپلوان یې وویل:« ملک دهقان د ننګرهار د ملي امنیت ریاست ځمکې سره خپل شخصي کور درلود او د طالبانو په راتګ سره دغه کور هغوی قبضه کړی او هلته د طالبانو د ملي امنیت یوه څانګه پکې مېشته شوې ده، لاتر اوسه یې نه دی ورته سپارلی.»

ملک دهقان د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې او د سیمه ییزو پاڅونوالو مشري کوله.

د تېر جمهوریت پرمهال هم طالبانو او داعش وسله والو پر ملک دهقان او د هغه پر وسله والو څو ځله بریدونه کړي او ټپونه یې هم خوړلي.

تر اوسه طالبانو د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی نظامي له ایران څخه تر شړل کېدو وروسته په افغانستان کې نیول کیږي.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل په یوه څېړنیز راپور کې د یو شمېر هغو پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو. د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان د خپلې «عمومي بښنې» ژمنې ته وفادار نه دي پاتې شوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» تېر کال د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې‌ میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۴تنه نظامیان وژل شوي دي.

د یوناما د موندنو له مخې، په همدې موده کې د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۸ د خپل سرو نیونو، اووه د شکنجې او بد چلندۍ پېښې ثبت شوې دي.

عمر داودزی: زما لپاره ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱
عمر داودزی: زما لپاره ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د ډیورنډ کرښې په اړه د محمدمحقق څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:« زما لپاره دا یوه فرضي کرښه ده». هغه زیاته کړې، د افغانستان ملت د لویو جرګو له لارې دغه کرښه فرضي بللې او اوس هم دغه پرېکړه د لر او بر ملتونو ده.

محمدعمر داودزي د محمدمحقق تر څرګندونو وروسته ویلي: «زه او محقق د افغانستان ژغورنې د ملي‌ مجمع غړي يو، دا یو لوی بنسټ دی هر یو د بېلابېلو نظریاتو سره ګډون کوي او د رهبري شورا د غړو ترمنځ په ځینو ملي مواردو کې د نظر اختلاف شته».

هغه د ډيورنډ کرښې په اړه زیاته کړې: «د دیورند د کرښې په هکله زما دریځ تل روښانه و. د افغانستان ملت د لویو جرګو له لارې په تېرو کې دغه کرښه فرضي بللې. کله چې مناسب وخت راشي، د دغه کرښې په اړه به لر او بر ملتونه ګډ تصمیم نیسي».

د ښاغلي‌ داودزی په خبره؛ د کورنیو ستونزو له کبله یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د همدغه ملي شورا په غونډو کې ګډون هم نه‌دی کړی. نوموړي زیاته کړې، چې له مقامت شورا سره هیڅ تړاو نه‌لري او هیڅ‌ وخت د جګړې پلوی نه‌دی.

تر دې وړاندې د وحدت ګوند مشر محمدمحقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته ویلي و، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.
دغه څرګندونو په خواله رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

له شرمه تر ځان‌باورۍ؛ د نجونو د میاشتني عادت حفظ الصحې ښه‌والي لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۴ GMT+۱
له شرمه تر ځان‌باورۍ؛ د نجونو د میاشتني عادت حفظ الصحې ښه‌والي لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی، چې روغتیايي زده‌کړې او د مرستندویه کڅوړو وېش کولای شي د افغانستان د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال ژوند بدل کړي.

په راپور کې د یوې ۱۶ کلنې کلیوالې نجلۍ کیسه راغلې، چې پخوا یې د میاشتني عادت له امله شرم او اندېښنه احساسوله؛ خو د پوهاوي په غونډو کې له ګډون وروسته یې د خپلې شخصي روغتیا د مدیریت لپاره پر ځان‌ باور ترلاسه کړ.

راپور زیاتوي، چې د هغې نجلۍ فکر له وېرې او شرمه د دغه بهیر د یوه طبیعي او د کنټرول وړ حالت پر لور بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دغه روزنیزې غونډې «حیاتي» دي او په‌کې د شخصي حفظ‌الصحې، د صحي توکو خوندي کارونې او د میاشتني عادت د سم مدیریت په اړه معلومات وړاندې کېږي چې له سیمه‌ییزو شرایطو سره برابر دي.

ویل شوي، چې دغه پروګرامونه د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په مالي ملاتړ ترسره کېږي او نه یوازې د نجونو پوهاوی زیاتوي؛ بلکې د هغوی لیدلوری هم د دغه طبیعي بهیر په اړه بدلوي.

یاد بنسټ وایي، د دغه کلیوالې نجلۍ تجربه د زده‌کړې او صحي اسانتیاوو د ګډ اغېز یوه بریالۍ بېلګه ده چې ښيي نجونې کولای شي له خنډونو تېرې شي او خپله روغتیا په ډاډه زړه مدیریت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی ستونزمن شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي پرسونل په څرګند ډول کم شوي دي.

د اغېزمن روغتیايي سیستم د نشتوالي او د زده‌کړو د محدودیتونو له امله ګڼې افغان نجونې لاهم د ټولنیزو دودونو او پخوانیو باورونو له کبله د میاشتني عادت دورې وېره او شرم تجربه کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې د پوهاوي کمښت او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی د نجونو جسمي او رواني روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي. همدارنګه د افغانستان د څېړونکو شبکې د ۱۴۰۴کال د وري په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د طالبانو تر محدودیتونو وروسته ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی نږدې «ناشونی» شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي کارکوونکي شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي دي.

یونېسف: په افغانستان کې ۲۳.۲ مېلیونه خلک لاهم بشري مرستو ته اړتیا لري

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱
یونېسف: په افغانستان کې ۲۳.۲ مېلیونه خلک لاهم بشري مرستو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د ۲۰۲۵کال په خپل کلني راپور کې ویلي، سره له دې چې نړۍوالې مرستې دوام لري؛ خو په افغانستان کې بشري وضعیت لاهم کړکېچن دی او شاوخوا ۲۳.۲ مېلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې؛ یونېسف په تېر زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۰ مېلیونه مېندو او ماشومانو ته د خوړو او د خوارځواکۍ د مخنیوي خدمات وړاندې کړي دي. همدارنګه ۴ مېلیونه ماشومانو په ښوونځیو او ښوونیزو پروګرامونو کې د زده‌کړې وسایل ترلاسه کړي دي.

راپور زیاتوي، چې ۲.۷ مېلیونه کسانو د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی موندلی؛ خو بیا هم ۲.۲ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي، چې دا د زده‌کړې په برخه کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

د یونېسف په وینا؛ دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۲.۸ مېلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دغه کار پر بشري وضعیت فشار نور هم زیاتوي. یونېسف له خپلو شریکانو او د افغانستان له خلکو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې سره له ټولو ستونزو، افغانان لاهم د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره هڅه کوي.
د راپور په ټکو، د ماشومانو زغم او د کورنیو هڅې د دغه هېواد د دوامداره مقاومت څرګندونه کوي. یاد بنسټ ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ښه‌والي لپاره لاهم پراخو نړۍوالو مرستو ته اړتیا شته.