• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو یو غورځنګ: د افغان کډوالو جبري اېستل د انساني اصولو خلاف کړنه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د ازادۍ په نوم یو غورځنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد له لوري یې د افغان کډوالو د وتلو لپاره د ضرب‌الاجل ټاکل او د جبري اېستلو لړۍ چټکول د بشري او انساني اصولو خلاف اقدام بللی دی.

د یاد غورځنګ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړې زرګونه کډوالې کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې، د بشري حقونو فعالان او خبریالان له جدي ګواښونو او ناروښانه وضعیت سره مخ کوي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د کډوالو د خوندي، په خپله خوښه او باعزته ستنېدو هېڅ تضمین نه‌شته او جبري اېستل کولای شي نه جبرانېدونکې او ان له ناورینه ډکې پایلې ولري. د نوموړي غورځنګ په وینا؛ ډېری دغه کسان د امنیتي ګواښونو او پراخو محدودیتونو له امله اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او بېرته یې افغانستان ته ستنول هغوی له مستقیم ګواښ سره مخ کوي.

دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د جبري اېستلو بهیر سملاسي ودروي، د ټاکل شوي ضرب‌الاجل په اړه خپله پرېکړه بیا وارزوي او د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو د ملاتړ لپاره بشري او دوامداره لارې چارې عملي کړي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د دغه وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د افغان کډوالو د ژوند او کرامت د ساتنې لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي: په لنډي کوتل کې هره ورځ تر ۴زره ډېر ستنېدونکي افغان کډوال ثبتېږي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
پاکستاني چارواکي: په لنډي کوتل کې هره ورځ تر ۴زره ډېر ستنېدونکي افغان کډوال ثبتېږي
100%

ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د لېږد په لنډمهاله پنډغالو کې د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده. د دوی د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ ۴زره او ۵۰۰ افغان کډوال د ستنېدو په موخه ثبتېږي.

د حمزه بابا لنډمهاله پنډغالي چارواکو ویلي، چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې د ستنېدونکو لپاره د تورخم لارې تر پرانیستلو وروسته د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر زیات شوی. دوی ویلي، چې دوه ورځې وړاندې په یوه ورځ تر ټولو ډېر ۶زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

چارواکو ویلي، چې دامهال په دغه پنډغالي کې د کارکوونکو شمېر، د ثبت وسایل او نورې اسانتیاوې زیاتې شوې دي. د ځايي چارواکو په خبره؛ د لنډي کوتل اوسېدونکو په ځانګړي ډول شینوارو له افغان کډوالو سره مرستې کړې او افغان کورنیو ته یې خواړه، درمل، جامې او د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.

خو په دغه لنډمهاله پنډغالو کې بیا افغان کډوال د اسانتیاوو له نشتوالي په ځانګړي ډول د برېښنا او څښاک اوبو د نشتوالي په اړه شکایتونه کوي. د یادې سیمې یو فعال قاضي نظیم ګل ویلي: «د یادو افغان کورنیو ډېره برخه ځايي خلکو پر غاړه اخیستې. هغوی نه یوازې دوی ته اړین توکي برابر کړي؛ بلکې ګڼ شمېر افغانانو په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو او ناروغانو ته یې په خپلو کورونو کې ځای هم ورکړی دی».

د امریکا او ایران احتمالي مذاکراتو له امله اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې پوهنتونونه انلاین شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱
د امریکا او ایران احتمالي مذاکراتو له امله اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې پوهنتونونه انلاین شوي
100%

په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې یو شمېر پوهنتونونو خپل تدرس په انلاین بڼه کولو او د ازموینو د ځنډولو اعلان کړی دی. دا پرېکړه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د دوهم پړاو د ترسره کېدو په تړاو شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې د دغو خبرو دوهم پړاو هم په اسلام‌اباد کې ترسره شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دوی استازي به ژر پاکستان ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې نړیوال اسلامي پوهنتون اعلان کړی چې د اپرېل له ۲۰تر ۲۴پورې به ټولګي انلاین وي او منځنۍ ازموینې یې ځنډولې دي.

همدارنګه، پیر مهر علي شاه د کرنې اریډ پوهنتون ویلي چې د اپرېل له ۱۸تر ۲۶پورې به ټولګي انلاین وي او اصلي ودانۍ به یې د یوې اوونۍ لپاره تړلی وي. زده‌کوونکو ته سپارښتنه شوې چې له لیلیو ووځي او کارکوونکي به خپلې دندې له کوره ترسره کوي.

بل خوا د راولپنډي طبي پوهنتون او کامسیټس پوهنتون هم ازموینې ځنډولې دي،خپل ټولګي یې انلاین کړي او خپلې منځنۍ ازموینې یې ځنډولي دي.

د «ایکسپرېس ټریبیون» ورځپاڼې د راپور له مخې، په راولپنډۍ کې د دغو احتمالي مذاکراتو له امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. راپور وايي چې له ۱۰زرو څخه زیات پولیس ګمارل شوي او له ۶۰۰زیاتې تلاشي پوستې جوړې شوې دي.

همدارنګه ویل شوي چې په راولپنډۍ کې د هلکانو او نجونو لیلیې تر بل امر پورې تړل شوې دي.

تر اوسه په اسلام‌اباد کې د مذاکراتو د دوهم پړاو دقیق وخت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۰۰ زیاتو بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۰۰ زیاتو بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۳۱ داخلي بې‌ځایه شویو او بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي. دغه پروګرام په پکتیا کې د وروستیو جګړو له امله له هرې بې‌ځایه شوې کورنۍ سره ۵۸۰۰ او په بغلان کې له هرې بې‌وزلې کورنۍ سره ۲۹۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له «اې‌ډبلیو‌سي‌پي‌او» دفتر سره په همغږۍ د وروستیو جګړو له امله د پکتیا د ډنډ پټان او څمکنیو ولسوالیو له ۲۶۸ بې‌ځایه شویو کورنیو سره دویم پړاو مرستې وکړې.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۲ میلیونه او ۲۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ځانګړې شوې وې.

له دې سره سم، یاد نړۍوال سازمان د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شمرق سیمه کې پر ۸۴۵ مستحقو کورنیو درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې پر هرې کورنۍ ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۲ میلیونه او ۴۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ځانګړې شوې وې.

مرسته ترلاسه کوونکي دغه شوې مرستې کافي نه‌بولي او له نورو نړۍوالو مرستندویه موسسو غواړي چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

مولانا فضل‌الرحمن: د پاکستان تړلې پولې او اقتصادي فشارونه د پالیسیو ناکامي ښيي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱
مولانا فضل‌الرحمن: د پاکستان تړلې پولې او اقتصادي فشارونه د پالیسیو ناکامي ښيي
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن ویلي، سره له دې چې پاکستان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو په خپله په کور دننه له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل،چې د پاکستان ختیځې او لوېدیځې پولې له هند او افغانستان سره تړلې دي، چې دغه کار د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې وضعیت له امله نه یوازې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم له پاکستان څخه ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده. د هغه په وینا، له ایران سره اړیکې هم روښانه نه دي.

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان د اقتصادي راتلونکې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې خلک له لوړې بیو سره مخ اود هُرمز تنګي د وضعیت له امله د سون توکوبیې ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه وویل چې که څه هم د ګرانۍ پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او کېدای شي بېرته پیل شي.

فضل‌الرحمن د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د هېواد د سیاسي او اداري نظام اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د هغه په باور، اوسنی وضعیت د پالیسۍ د کمزورۍ څرګندونه کوي.

محقق د عاصم منیر له ستایلو وروسته ویلي د «ډیورند کرښه» په رسمیت پېژني

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱
محقق د عاصم منیر له ستایلو وروسته ویلي د «ډیورند کرښه» په رسمیت پېژني
100%

د وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته اوس ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني. دا هغه غوښتنه ده، چې پاکستان یې له خپل پیدایښت سره هیله لري.

محمد محقق چې د مقاومت عالي شورا غړیتوب هم لري وايي، د افغانستان د سیاسي جغرافیې په تړاو د «ملګرو ملتونو تقسیم بندۍ» ته ژمن دی.

هغه د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) له امو ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د اختلافونو یوه موضوع ډیورند کرښه ده. د هغه په وینا، طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي.

محقق ویلي، هغه کسان چې له پاکستان سره پر ډیورند کرښه دعوا لري، باید د خپل زور او قدرت کچه وسنجوي او همداراز یې پاکستان یو اټومي ځواک بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې له اسلام‌اباد سره د دعوې د دوام پلوی نه‌دی.

محمد محقق تر دې مخکې د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د «ورور» خطاب کړی وو او د اسلام‌اباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې او همدارا یې ویلي وو، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د «سولې او ثبات مدافع» دی.

محقق د ایران او امریکا ترمنځ په اوربند کې د رول لوبونې له امله عاصم منیر ستایلی | افغانستان انټرنشنل پښتو

محقق د تېر کال د کب پر ۱۹مه له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي وو، طالبان به له اسلام‌اباد سره په روانه نښته کې هېڅکله بريالي نه‌شي او په ورته مهال ټي‌ټي‌پي هم په هغه کچه نه‌دی چې پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

محمد محقق: طالبان د پاکستان پر وړاندې جګړه ګټلی نه‌شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

محقق په یاده مرکه کې وویل: «جګړه دواړو لوریو ته زیان رسوي». د نوموړي په خبره، داسې معلومات نه‌لري چې ګوندې پاکستان دې د طالبانو له مخالفینو سره اړیکې کړې وي، خو که روان کړکېچ ډېرېږي نو احتمال ډېر دی چې اسلام‌اباد داسې یو اقدام وکړي.

د امیر عبدالرحمان خان د حکومت پر مهال په ۱۸۹۳ کال کې کله چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې نه وو، د افغانستان او برېتانوي هند تر منځ یو قرارداد لاسلیک شو او ورسره د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ کرښه وټاکل شوه، چې بیا وروسته دغه کرښه د هغه د لاسلیک کوونکي برېتانوي هنري موتیمر ډیورند په نوم مشهوره شوه.

د طالبانو دفاع وزیر: پاکستان غواړي چې موږ د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو اداره د افغانستان د پخوانیو دولتونو په څېر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه‌ګڼي. د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو له ډېرېدو وروسته د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد هم ویلي وو، چې په مذاکراتو کې د پاکستان یوه غوښتنه د طالبانو له لوري د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندنه وه، چې دوی به یې هېڅکله هم په رسمیت ونه‌پېژني.

د څارونکو په وینا، پاکستان له خپل پيدایښت راهیسې په دې هیله دی، چې ډیورند کرښه د افغانستان له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو په افغانستان کې هېڅ نظام ډیورند کرښه د دواړو لورو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه‌ده ګڼلې او یوازې یې ورته «ډیورند کرښه» ویلې او د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري یو ځلي ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «رسمي پوله» او «صفري نقطه» نه‌شته.