په ننګرهار او کابل کې باخبره سرچینو نن دوشنبه، د وري پر ۳۱مه وویل، چې د طالبانو استخباراتو ملک دهقان یوه اونۍ وړاندې له خپل زوی سره یوځای نیولی دی.
د ملک دهقان نژدې خپلوان هم تاییدوی، چې نوموړی د طالبانو د اړیکو کمېسیون په غوښتنه هېواد ته راغلی و او ژمنه ورسره شوې وه، چې ټول نیول شوي جایدادونه به یې بېرته ور وسپارل شي.
د نوموړي یو تن خپلوان یې وویل:« ملک دهقان د ننګرهار د ملي امنیت ریاست ځمکې سره خپل شخصي کور درلود او د طالبانو په راتګ سره دغه کور هغوی قبضه کړی او هلته د طالبانو د ملي امنیت یوه څانګه پکې مېشته شوې ده، لاتر اوسه یې نه دی ورته سپارلی.»
ملک دهقان د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې او د سیمه ییزو پاڅونوالو مشري کوله.
د تېر جمهوریت پرمهال هم طالبانو او داعش وسله والو پر ملک دهقان او د هغه پر وسله والو څو ځله بریدونه کړي او ټپونه یې هم خوړلي.
تر اوسه طالبانو د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی نظامي له ایران څخه تر شړل کېدو وروسته په افغانستان کې نیول کیږي.
تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل په یوه څېړنیز راپور کې د یو شمېر هغو پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو. د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان د خپلې «عمومي بښنې» ژمنې ته وفادار نه دي پاتې شوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» تېر کال د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۴تنه نظامیان وژل شوي دي.
د یوناما د موندنو له مخې، په همدې موده کې د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۸ د خپل سرو نیونو، اووه د شکنجې او بد چلندۍ پېښې ثبت شوې دي.