• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل هادي مسلمیار: ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه افغانانو نه منلې او نه به یې ومني

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلمیار ویلي، ډیورنډ یوه فرضي او کرغېړنه کرښه ده چې افغان ملت هېڅکله نه ده منلې او نه به یې ومني. مسلمیار ټینګار کړی، چې د ډیورنډ کرښې په اړه هر ډول پرېکړه او دریځ یوازې د افغانستان د ټول ملت پورې اړه لري.

د هغه په وینا، دا موضوع د افرادو یا اشخاصو په شخصي نظرونو نه رسمي کېږي او نه هم ملت دا کرښه د یوې رسمي پولې په توګه پېژني. نوموړي زیاته کړه چې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې له امله پښتانه سره جلا شوي او دغه کرښه د منلو نه ده.

مسلمیار وویل: «کوم خلک یا کوم فرد چې ددې کرغېړنې کرښې په اړه شخصي او فردي څرګندونې کوي، له تاریخ ناخبره دي او دا ډول څرګندونې یوازې شخصي نظرونه دي چې ملت یې نه مني».

د هغه په خبره، د ډیورنډ کرښې په اړه هر ډول رسمي دریځ باید د ملت له لوري واخیستل شي او د افرادو شخصي نظرونه هېڅ ډول رسمي ارزښت نه لري. مسلمیار پر افغان ملت د یووالي او د تاریخي حقونو د ساتنې ټینګار وکړ.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیا او بادغیس کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
طالبانو په پکتیا او بادغیس کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پکتیا او بادغیس ولایتونو کې یې په دوو جلا قضیو کې درې کسان د بند ترڅنګ په دُرو وهلي. دوی زیاتوي، په پکتیا کې یو کس د قتل د ګواښ په تور په درې کاله بند او ۱۰ دُرې وهل شوی، او په بادغیس کې دوه کسان د روژې د خوړلو په تور ۲۰-۲۰ دُرې وهل شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د پکتیا ولایت د ابتدایه محکمې دغه پرېکړه وروسته له هغې عملي شوې چې د طالبانو د سترې محکمې له لوري تاید شوه او د قضايي غړو، امارتي ادارو د مسولینو او یو شمېر عامو خلکو پر وړاندې پر تورن کس تطبیق شوې.

په ورته وخت کې، د بادغیس ولایت د دره‌ بوم ولسوالۍ ابتدایه محکمې د دوو کسانو په اړه د روژې د خوړلو په تور پرېکړه کړې وه، چې هر یو ته دوه میاشتې بند او ۲۰-۲۰ دُرې د وهلو سزا ټاکل شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سترې محکمې په وینا، دا پرېکړه هم له رسمي تاید وروسته عملي شوې او محکومینو د محکمې له فیصله سره قناعت ښودلی دی.

بل خوا د بشري حقونو بنسټونه وايي، دغه ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا خوره کړې ده. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.
د یادولو ده، چې افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي. طالبان بیا دغه چاره د «شریعت» تطبیق بولي.

فضل محمود فضلي: د پاکستان ټول نیابتي تولیدات، افراد او ډلې افغان ضد دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
فضل محمود فضلي: د پاکستان ټول نیابتي تولیدات، افراد او ډلې افغان ضد دي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان ټول نیابتي تولیدات، افراد او ډلې افغان ضد او نامطلوب دي. فضلي زیاته کړې، «موږ لپاره د پاکستان د ټولو نیابتي تولیداتو پورې اړوند افراد نامطلوب او افغان ضد دي؛ که هغه جهادي جنګسالاران وي او که طالبان».

هغه ټینګار کړی چې دا ټول کسان او ډلې باید رد شي.

نوموړي وضاحت ورکړی، چې پاکستان مجاهدینو ته د افغانستان د زیربنایي تاسیساتو د ورانولو دنده سپارلې وه، طالبانو ته یې د ملي وثیقې، ښوونې او روزنې د له منځه وړلو، د ښځو او نجونو د محرومولو او د هېواد د تاریخي او نړیوال حیثیت د له منځه وړلو مسؤلیت ورکړی و. همدارنګه، فضلي جهادي جنګسالاران او موسسات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بې‌ارزښته ښودلو مأمورین بللي دي.

فضلي ټینګار کړی، چې د پاکستان ټولې نیابتي ډلې او افراد، پخواني او اوسني، باید رد شي او د افغانستان پر ضد د هغوی فعالیتونه باید ونه زغمل شي. ده زیاته کړې چې د دغو ډلو د فعالیتونو پایله د افغانستان د ملي ارزښتونو، حاکمیت او تاریخي شخصیت ته زیان رسول دي.

د هغه دا څرګندونې داسې مهال دي چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي سرحد بللی دی.

افغان ایواک: په امریکا کې د افغان زده‌کوونکي نیونه د سیسټم جدي ستونزې ښيي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
افغان ایواک: په امریکا کې د افغان زده‌کوونکي نیونه د سیسټم جدي ستونزې ښيي
100%

افغان ایواک بنسټ وایي، که څه هم په امریکا کې د «ریحان» په نوم د ۱۹ کلن افغان زده‌کوونکي د خوشې کېدو حکم یوه بریا ده، خو د هغه په وینا لا هم د کډوالۍ ادارې نه دی خوشې کړی. دوی وایي، دا قضیه ښيي چې د افغان متحدینو پر وړاندې د کډوالۍ سیسټم لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.

د افغان ایواک مشر شان وانډيور د اپرېل په ۲۰مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې یو فدرالي کډوال قاضي د ریحان د خوشې کېدو حکم کړی او د هغه لپاره یې د ۱۵۰۰ډالرو تر ټولو ټیټه اندازه ضمانت ټاکلی، په داسې حال کې چې د امریکا د کورني امنیت وزارت (ډي ایچ ایس) د نوموړي د خوشې کېدو مخالفت نه دی کړی.

د اعلامیې له مخې، ریحان چې د کنیکټیکټ ایالت د لېسې زده‌کوونکی دی، هیله لري چې په راتلونکي کې د زړه متخصص ډاکټر شي. د هغه پلار، ضیا، له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او تېر کال هم د درېیو میاشتو لپاره د کډوالۍ ادارې له‌خوا نیول شوی و، تر هغه چې محکمې د هغه د خوشې کېدو حکم وکړ.

وانډيور ټینګار کړی: «دا دوهم ځل دی چې په یوه کال کې دغه کورنۍ، سره له دې چې قانون تعقیبوي، نیول کېږي. دا باید هېڅکله یو ځل هم نه وای شوی.»

هغه د ریحان د خوشې کېدو پرېکړه مثبت ګام بللې، خو زیاته کړې یې ده چې دا بریا د داسې یو سیستم پر وړاندې ترلاسه شوې چې «باید له پیله دغه ځوان نه وای نیولی.»

نوموړي همدارنګه د امریکایي چارواکو او د ریحان د حقوقي ټیم له ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې د یوې قضیې حکم د ستونزې حل نه دی، بلکې دا ښيي چې سیستم د افغان متحدینو پر وړاندې له خپلو ژمنو څومره لرې شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د جګړې د متحدینو د کورنیو نیول تطبیق نه دی، بلکې ځورونه ده او باید ودرول شي.»

افغان ایواک له کانګرس غوښتي چې د افغان متحدینو لپاره د موقتي خونديتوب (ټي پي ایس) او د دایمي استوګنې د اسانتیاوو لپاره قانوني ګامونه واخلي او د دوامداره هرکلي قانون تصویب کړي. همدارنګه یې د امریکا د کورني امنیت له ادارې یېغوښتنه کړې چې د افغانانو د شنو کارتونو پروسې بېرته فعاله کړي او د هغو پالیسۍ لغوه کړي چې د افغان کډوالو پر وضعیت منفي اغېز لري.

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د جګړې د متحدینو ملاتړ سیاسي موضوع نه ده، بلکې یوه ژمنه ده چې باید عملي شي.

طالبان: په دریو ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۱۵ کسان نیولي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
طالبان: په دریو ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۱۵ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد په دریو ولایتونو کې د نشه‌یي توکو او جنايي جرمونو پر ضد عملیاتو کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي او د الکولي مشروباتو دوه کارخونې کشف او ضبط کړي او همداراز په تور یې لږ تر لږه ۱۵ کسان نیول شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼو له مخې، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په نیمروز ولایت کې ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي، په کابل کې یوه اندازه شیشه او په سلګونو نشه‌یي ټابلېټونه کشف او ضبط کړي دي. همدارنګه، د هرات ولایت په اړوندو سیمو کې د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې تړاو پنځه تنه نیول شوي چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بل خوا په یوې جلا خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ نور کسان هم نیولي دي. د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې پنځه تنه او په فراه ولایت کې څلور تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.

همدارنګه، په پکتیا ولایت کې یو کس د شپږ کیلوګرامه قیمتي ډبرو د غیرقانوني لېږد په تور نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې یو تن ۱۶۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ پولیسو ته سپارلې دي.

احمد علي حضرت: د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
احمد علي حضرت:  د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی
100%

د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني رییس احمد علي حضرت افغانستان انټرنشنل–پښتو ته په یوه پېغام کې ویلي، د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی. هغه وایي، هر څوک که ختیځو ولایتونو کې د پاکستان سیاسي او استخباراتي پروژې پر مخ یوسي، نو دوی به یې مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «دا کرغېړنه کرښه د استعماري قوتونو د فشار او د پاکستان پوځ د فرمایش محصول ده، د ولس هېڅ ډول اراده په‌کې نه ده شامله». د احمد علي حضرت په وینا، ډیورنډ کرښه د افغان ولس لپاره په هېڅ لحاظ د منلو وړ نه ده او له افغان ملت پرته نور هېڅوک حق نه لري چې د دغه کرښې په تړاو غیر مسوولانه څرګندونې وکړي.

هغه وایي، نړۍ په دې ښه پوهېږي چې ډیورنډ کرښه هېڅ ډول رسمیت نه لري او نه هم افغانانو ته د منلو وړ ده. د نوموړي په خبره: «افغان ولس د دې تپل شوې کرښې د ازادۍ لپاره تل مبارزه کوي تل مبارزه کوي».

د ننګرهار د ولایتي شورا دې مخکیني رییس افغانستان انټرنشنل – پښتو ته سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د ټول افغانستان په ګډون په ځانګړي ډول ختیځو ولایتونو کې به هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په ګټه سیاسي او استخباراتي پروژې عملي کړي. احمد علي حضرت وویل، هر هغه سیاسي او مدني حرکت چې د پاکستان له لوري یې ملاتړ کېږي او یا هم رامنځته شوی وي، د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

د نوموړي دا څرګندونې د محمد محقق د وروستیو هغو خبرو په غبرګون کې شوي چې ډیورنډ کرښه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ «رسمي سرحد» بللی دی. محقق تر دې مخکې هم څو څو ځله د‌ پاکستان د پوځي مشرانو ستاینې کړي او له دغه هېواد سره یې خپله ځانګړې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د وحدت اسلامي ګوند د مشر دغو څرګندونو د افغان سیاستوالو او عامو وګړو پراخ غبرګونونه راپارولي او دا ډول خبرې یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو لپاره زیان بللی دی.