د وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته اوس ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني. دا هغه غوښتنه ده، چې پاکستان یې له خپل پیدایښت سره هیله لري.
محمد محقق چې د مقاومت عالي شورا غړیتوب هم لري وايي، د افغانستان د سیاسي جغرافیې په تړاو د «ملګرو ملتونو تقسیم بندۍ» ته ژمن دی.
هغه د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) له امو ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د اختلافونو یوه موضوع ډیورند کرښه ده. د هغه په وینا، طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي.
محقق ویلي، هغه کسان چې له پاکستان سره پر ډیورند کرښه دعوا لري، باید د خپل زور او قدرت کچه وسنجوي او همداراز یې پاکستان یو اټومي ځواک بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې له اسلاماباد سره د دعوې د دوام پلوی نهدی.
محمد محقق تر دې مخکې د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د «ورور» خطاب کړی وو او د اسلاماباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې او همدارا یې ویلي وو، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د «سولې او ثبات مدافع» دی.