• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه: افغانستان د زوال موندونکي سیاسي نظم په پای کې دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې افغانستان د یو «زوال موندونکي سیاسي نظم» په پای کې ولاړ دی او ټینګار کوي چې د طالبانو واکمني نه ملي حکومت دی او نه هم اسلامي خلافت، بلکې د هغه په وینا د تېر شوي روایت وروستی تاوتریخجن انځور دی.

نصیر احمد اندېشه په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې افغانستان د داسې سیاسي مفکورې په پای کې ولاړ دی چې نور د تاریخ له واقعیتونو سره سمون نه لري او د ده په وینا «د زوال په حال کې یوه تکرارېدونکې طرحه» ده.

هغه لیکلي، چې د طالبانو امارت نه ملي حکومت دی او نه هم اسلامي خلافت، بلکې د هغه په ټکو د داسې روایت وروستی تاوتریخجن شکل دی چې خلک او تاریخ ترې مخکې تللي دي. د هغه په وینا دا جوړښت نه د ملي حاکمیت لپاره ځای پرېږدي او نه د خلکو د ارادې لپاره.

اندېشه د افغانستان د پخواني تاریخي حاکمیتونو سره د پرتله کولو په ترڅ کې ویلي، چې که څه هم د «اوسپنیز امیر» تعاملات د معاصر دولت د بنسټ لپاره یوه مرحله ګڼل کېدای شي، خو د «شکلي او سخت دریځو واکمنیو» سیاستونه د افغانستان د دولت بنسټونه له منځه وړي.

هغه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي په داسې ټولنه کې قومي، ایډیولوژیک نظم تحمیل کړي چې د ده په وینا نن تر بل هر وخت زیات متنوعه، عصري او سیاسي شعور لرونکې ده.

د اندېشه په باور، دا ډول واکمني پایښت نه لري او یوازې د هېواد د تېر حالت د کنګل کولو یوه هڅه ده چې نور د عملي کېدو وړ نه ده.

هغه ټینګار کړی چې د ۲۱مې پېړۍ د حل یوازینۍ لاره د مدني او ټولشموله ملي هویت رامنځته کول دي، داسې هویت چې ټول قومونه د ملت برابر بنسټ‌اېښودونکي وګڼي.

اندېشه وایي چې د تبعیض پر ځای باید تابعیت او اساسي قانون د ټولنې ګډ تړون وي او پر ویشلو تاریخي روایتونو پر ځای باید د ګډ راتلونکي پر لور حرکت وشي. نوموړی زیاتوي: «هیڅ څوک د وطنپالنې انحصار نه لري.»

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره له طالب والي سره د روغتیايي خدماتو په اړه غږېدلې

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱
د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره له طالب والي سره د روغتیايي خدماتو په اړه غږېدلې
100%

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره، ریتو یداد د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي ګل حیدر شفق سره لیدلي او په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو په اړه غږېدلي.

د بامیان لپاره د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، دغه لیدنه د دوشنبې په ورځ، د وريپه ۳۱مه ترسره شوې چې پکې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په څرنګوالي بحث وکړ.

د راپور پر بنسټ، ریتو یدا ټینګار کړی چې په بامیان کې باید وړیا روغتیايي خدمات دوام ومومي او دا خدمات باید د لازمې همغږۍ له لارې وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د بامیان طالب والي د ولایت په مرکز کې د یو مجهز روغتون د جوړولو، په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د رامنځته کولو او د اړینو طبي وسایلو د برابرولو غوښتنه کړې، څو د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په وروستیو کلونو کې د محدودو پالیسیو له امله کم شوی دی.

ډېری وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او امیندوارې میندې، د باکیفیته روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

نجیب الله علي خېل: د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې د احتمالي «معاملاتي کڅوړې» برخه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
نجیب الله علي خېل: د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې د احتمالي «معاملاتي کڅوړې» برخه ده
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل وایي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه وروستۍ څرګندونې او بحثونه ښايي د ځینو ځانګړو کړیو د احتمالي سیاسي معاملاتو د یوه «بستې» برخه وي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ ویلي، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق څرګندونو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.

هغه لیکلي، چې په حساسو سیاسي شرایطو کې دا ډول څرګندونې «تصادفي نه دي»، بلکې د ده په باور د ځینو ځانګړو افرادو او ډلو د نیت او فکر انعکاس دی، چې غواړي د بېلابېلو موضوعاتو لپاره «شین څراغ» ښکاره کړي.

علي خېل زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه دا ډول بحثونه ښايي د افغانستان د نورو ملي مسایلو سره یو ځای د یوې «معاملاتي بستې» برخه وي، چې ځینې لوري هڅه کوي مقابل اړخ ته یې وړاندې کړي.

هغه همدارنګه اشاره کړې، چې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت په اړه احتمالي طرحې، لکه د چترال، واخان او شکاشم له لارې د مرکزي اسیا سره د پاکستان نښلول، ښايي د اوږدمهالو پټو توافقاتو سره تړاو ولري.

د نوموړي په وینا، د ډیورنډ فرضي کرښه د ۱۹مې پېړۍ د استعماري سیاست میراث دی چې په عملي توګه نه دی تطبیق شوی، له همدې امله یې «فرضي» بولي. هغه زیاتوي چې د افغانستان نورې پولې بیا د رسمي سرحدي نښو او بشپړو حقوقي پړاوونو له لارې تثبیت شوې دي.

علي خېل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع «د هېچا شخصي صلاحیت نه دی» او نه هم د پټو معاملاتو برخه کېدای شي. د هغه په وینا، دا موضوع د تېرو ۱۳۰ کلونو په ترڅ کې د افغانانو په ذهنونو او احساساتو کې ژور ځای لري او باید د ۲۱مې پېړۍ د اصولو په رڼا کې ورته د حل معقوله لاره وموندل شي.

ګلاب منګل: محقق پخوا هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
ګلاب منګل: محقق پخوا هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د ډیورنډ کرښې په تړاو د وحدت ګوند مشر محمد محقق څرګندونې غندلې دي. هغه ویلي، محقق د جمهوري نظام پر مهال هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه.

منګل محقق ته په خطاب کې ویلي، چې په تېر جمهوریت کې هغه د خپل قوم له ادرسه د تعصب پر بنسټ نظام ته تپل شوی و او د لوړ مقام، شهرت او مالي امکاناتو څښتن و. د منګل په وینا، محقق د مهمو پرېکړو صلاحیت درلود خو د ملي ګټو او ارزښتونو پر ځای یې بهرنیو ګټو ته زیات ارزښت ورکاوه.

هغه زیاته کړې چې محقق د خپل ولس پر ځای د بهرنیانو ملاتړ مهم باله او یادونه یې کړې چې په یوه رسمي سفر کې محقق د ایران واکدارانو د خوښۍ لپاره د هغو سلګونو افغانانو د وژنو له امله خوښي څرګنده کړې وه چې د فاطمیون په لیکو کې د ایران د ګټو لپاره په سوریه او عراق کې وژل شوي وو.

ګلاب منګل وایي چې محقق سره اوس نه خپل ولس شته او نه هم د ایران ملاتړ لري. د هغه په وینا، محقق هڅه کوي چې د بهرنیانو په احتمالي راتلونکو پروژو کې ځان ته ځای پیدا کړي خو اوسنی حالت بدل دی او "بګیل شوي مړزان بیا میدان نه شي ګټلای».

منګل په پای کې محقق ته په واضحه توګه مشوره ورکړې چې د ډیورند کرښې د منلو واک د افغانستان ملت سره دی، نه د حکومتونو او اشخاصو سره. هغه ویلي چې محقق اوس د خپل کلي او ولسوالۍ واک هم نه لري او دا یوه ملي موضوع ده چې د دواړو غاړو ملتونه به یې په اړه پرېکړه کوي.

فضل هادي مسلمیار: ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه افغانانو نه منلې او نه به یې ومني

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱
فضل هادي مسلمیار: ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه افغانانو نه منلې او نه به یې ومني
100%

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلمیار ویلي، ډیورنډ یوه فرضي او کرغېړنه کرښه ده چې افغان ملت هېڅکله نه ده منلې او نه به یې ومني. مسلمیار ټینګار کړی، چې د ډیورنډ کرښې په اړه هر ډول پرېکړه او دریځ یوازې د افغانستان د ټول ملت پورې اړه لري.

د هغه په وینا، دا موضوع د افرادو یا اشخاصو په شخصي نظرونو نه رسمي کېږي او نه هم ملت دا کرښه د یوې رسمي پولې په توګه پېژني. نوموړي زیاته کړه چې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې له امله پښتانه سره جلا شوي او دغه کرښه د منلو نه ده.

مسلمیار وویل: «کوم خلک یا کوم فرد چې ددې کرغېړنې کرښې په اړه شخصي او فردي څرګندونې کوي، له تاریخ ناخبره دي او دا ډول څرګندونې یوازې شخصي نظرونه دي چې ملت یې نه مني».

د هغه په خبره، د ډیورنډ کرښې په اړه هر ډول رسمي دریځ باید د ملت له لوري واخیستل شي او د افرادو شخصي نظرونه هېڅ ډول رسمي ارزښت نه لري. مسلمیار پر افغان ملت د یووالي او د تاریخي حقونو د ساتنې ټینګار وکړ.

طالبانو په پکتیا او بادغیس کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
طالبانو په پکتیا او بادغیس کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پکتیا او بادغیس ولایتونو کې یې په دوو جلا قضیو کې درې کسان د بند ترڅنګ په دُرو وهلي. دوی زیاتوي، په پکتیا کې یو کس د قتل د ګواښ په تور په درې کاله بند او ۱۰ دُرې وهل شوی، او په بادغیس کې دوه کسان د روژې د خوړلو په تور ۲۰-۲۰ دُرې وهل شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د پکتیا ولایت د ابتدایه محکمې دغه پرېکړه وروسته له هغې عملي شوې چې د طالبانو د سترې محکمې له لوري تاید شوه او د قضايي غړو، امارتي ادارو د مسولینو او یو شمېر عامو خلکو پر وړاندې پر تورن کس تطبیق شوې.

په ورته وخت کې، د بادغیس ولایت د دره‌ بوم ولسوالۍ ابتدایه محکمې د دوو کسانو په اړه د روژې د خوړلو په تور پرېکړه کړې وه، چې هر یو ته دوه میاشتې بند او ۲۰-۲۰ دُرې د وهلو سزا ټاکل شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سترې محکمې په وینا، دا پرېکړه هم له رسمي تاید وروسته عملي شوې او محکومینو د محکمې له فیصله سره قناعت ښودلی دی.

بل خوا د بشري حقونو بنسټونه وايي، دغه ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا خوره کړې ده. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.
د یادولو ده، چې افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي. طالبان بیا دغه چاره د «شریعت» تطبیق بولي.