• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هلمند د ملکه ثریا روغتون کارکوونکي وايي د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي اخېستي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د هلمند ولایت د ملکه ثریا روغتون یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د جمهوري نظام د وروستیو اتو میاشتو معاشونه یې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. دغه کارکوونکې وايي، پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم درې میاشتې کیږي چې نه دی ورکړل شوی.

دوی وایي چې د جګړو په سختو شرایطو کې یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، شپه او ورځ یې کار کړی او د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

یادو کارکوونکو زیاته کړې چې څو ځله یې خپل اسناد او غوښتنې اړوندو وزارتونو ته سپارلي، خو تر اوسه یې حق نه دی ورکړل شوی.

د دوی په وینا، مخکې معاشونه د انکشافي بودجې له لارې ورکول کېدل، خو اوس رسمي سیستم ته انتقال شوي، مګر له دې سره سره یې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.

دغه کارکوونکي شکایت کوي، چې پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم له تېرو درې میاشتو راهیسې نه دی ورکړل شوی.

یادې ښځینه کارکوونکي زیاتوي چې د هېواد په نورو برخو کې د مالیاتو او صفایي فیسونو په نوم له خلکو څخه د کلونو کلونو پیسې اخیستل کېږي، خو د روغتیايي کارکوونکو حقونه نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

سمیع سادات: محقق لومړی هزاره مشر دی چې د امیر عبدالرحمن خان «کارنامه» تاییدوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
سمیع سادات: محقق لومړی هزاره مشر دی چې د امیر عبدالرحمن خان «کارنامه» تاییدوي
100%

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو جنرال سمېع سادات د محقق د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، «نوموړی لومړنی هزاره مشر دی، چې د امیر عبدالرحمن خان یوه کارنامه تاییدوي». نوموړي ټینګار کړی چې محقق باید د ډیورند اړوند سند په دقت ولولي او بیا پرې وغږیږي.

سمیع سادات د محقق د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي، چې د افغانستان د نقشې او اوسني ملت په اړه د محمد محقق نظر سپکاوی دی.

د هغه په وینا، دا ډول دریځ د هېواد په وړاندې د مالکیت د احساس کمزوري او د ظلم پر وړاندې د مبارزې د جرئت نشتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړې چې یو بې حسه او وېرېدلی رهبر نشي کولای مثبت بدلون راولي.

سادات همداراز د ځینو افغان مشرانو پر کړنو نیوکه کړې چې د شخصي ګټو او مجلل ژوند لپاره د استخباراتي شبکو له نفوذه اغېزمن شوي دي.

هغه د پخوانیو مجاهدینو مثال ورکړی چې له پاکستان سره یې همکاري کړې او ویلي یې دي چې باید له هغو تجربو عبرت واخیستل شي.

سادات ټینګار کړی چې هېڅ ځواک دا صلاحیت نه لري چې د افغانستان د ځمکو په اړه پرېکړه وکړي، او هر څوک چې دا کار کوي، خپل عزت له لاسه ورکوي.

د سمیع سادات په وینا، محقق ته په کار ده چې د ملي یووالي او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي، نه دا چې د تفرقې سبب شي.

معتصم اغا جان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱
معتصم اغا جان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشرتابه ددې ډلې د مالیې پخوانی مسوول معتصم اغا جان له لنډې مودې زنداني کېدو وروسته خوشې کړی. هغه د وري پر ۲۱مه په کندهار کې له خپل کور څخه نیول شوی و. سرچینې د هغه نیول او خوشې کول د طالبانو پر مشر د داخلي فشار نښه ګڼي.

ددغه راپور په تړاو د طالبانو هیڅ چارواکي او نه هم معتصم پخپله تر اوسه په دې اړه کومه تبصره کړې ده او نه هم د هغه د خوشې کېدو شرایط تر اوسه روښانه شوي دي.

له وړاندې باخبره سرچینو د وري پر ۲۷مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو استخباراتو پنځه ورځې وړاندې د دې ډلې پخوانی چارواکی او مالي مسوول معتصم اغاجان نیولی دی.

دغو سرچینو، چې له معتصم اغاجان سره نږدې اړیکې لري، د نوموړي د نیول کېدو لامل د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ د یوه پلاتفورم جوړولو هڅې او د نوموړي « شخصي پانګونې» بللې وې.

معتصم اغاجان د افغان او پاکستاني علماوو نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پیل کړی و.

ځینې سرچینې وایي چې معتصم څو کاله وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په ضمانت له استانبول څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.

د هغه وروستۍ نیونه د کندهار او کابل ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل بلل کېږي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې هم د اغاجان پر کور چاپه وهلې وه او د هغه له کوره یې یو شمېر شخصی وسلې، موټر او نور توکي له ځان سره وړي وو.

ملامعتصم اغا جان له۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو له هغو محدودو لوړپوړو څېرو ګڼل کېږي چې د دې ډلې د سیاسي جوړښت په بحثونو کې فعال پاتې شوی و. هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له کورنۍ سره نږدې اړیکې لرلې او ددې ډلې مالي مسوولیتونه یې هم پرمخ وړل.

په ۲۰۱۱ کال کې هغه په کراچۍ ښار کې د برید له امله ټپي شوی و. وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې استخباراتي کړۍ او د طالبانو ځینې داخلي څېرې په دغه برید کې ښکېلې وې، خو دا ادعاوې هم رسمي نه دي تایید شوې.

د ډله ییز امنیت تړون: افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ګواښونو سرچینه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
د ډله ییز امنیت تړون: افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ګواښونو سرچینه ده
100%

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت بیک ماسادیکوف ویلي چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره لا هم د احتمالي ننګونو او ګواښونو یوه سرچینه ده. نوموړي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلې اړیکې اندېښمنوونکې بللې او ټینګار یې کړی چې باید سوله‌ییز حل ته ورسیږي.

هغه په مسکو کې د یاد سازمان د پارلماني اسامبلې په غونډه کې وویل چې افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ننګونو او ګواښونو سرچینه ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناڅاپي ترینګلتیا چې وسله‌والو نښتو ته رسېدلې، د اندېښنې وړ ده.

ماسادیکوف زیاته کړه چې دواړې خواوې او نړیواله ټولنه باید د اوسني وضعیت د حل لپاره له ټولو ممکنه سوله‌ییزو لارو کار واخلي.

هغه وویل چې دغه سازمان د افغانستان اړوند ګواښونه او ننګونې له نږدې څاري او د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا تر چتر لاندې د افغانستان په اړه د کاري ډلې له لارې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

نوموړي وویل چې ددې کاري ډلې له فعالیتونو سره د ملګرو ملتونو، د ناپېیلو هېوادونو ټولنې، د شانګهای د همکارۍ سازمان او نورو نړیوالو ادارو لېوالتیا مخ پر ډېرېدو ده.

ماسادیکوف دا هم وویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ځانګړي بین الدولتي پروګرام پلي کول یو مهم کار دی او زیاته یې کړه چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو له خوا د دې پروګرام تصویبول ښيي چې متحدین چمتو دي د سازمان جنوبي پولې په ګډه پیاوړې کړي.

په دې غونډه کې د قزاقستان د ولسي جرګې مشر ارلان کوشانوف هم ویلي چې په افغانستان کې روانه بې‌ثباتي د پام وړ ده او دا هغه سرچینې دي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د جنوبي پولو لپاره دوامدارې امنیتي ننګونې زېږوي.

مایک پمپیو وايي امریکا له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت نه و څنډې ته کړی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
مایک پمپیو وايي امریکا له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت نه و څنډې ته کړی
100%

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر په یوه ناسته کې ویلي، چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د دوحې په خبرو اترو کې افغان حکومت نه و څنګ ته کړی او د ټرمپ ادارې ټول اړخونه په یوه کوټه کې سره راټول کړل. نوموړي د امنیتي مسایلو له امله د دوحې تړون د ضمیمو له ډاګیزه کولو ډډه وکړه.

مایک پمپیو د وري پر ۲۴مه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري سره په یوه ناسته کې ګډون کړی و.

کله چې د زلمي خلیلزاد د ټاکلو او د دوحې د خبرو اترو د جوړښت په اړه وپوښتل شو، نوموړي دا نظر رد کړ چې ګوندې امریکا افغان حکومت څنډې ته کړی و.

پومپیو وویل چې امریکا د ۱۵ کلونو لپاره د افغان حکومت ملاتړ کړی خو دوی د افغانانو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلي ول او طالبان لاهم پرمختګ په حال کې ول.

پومپیو وویل چې د ټرمپ ادارې ستراتیژي دا وه چې د طالبانو په ګډون ټول افغان ګوندونه خبرو اترو ته راولي. د هغه په ​​وینا، د ټرمپ ادارې ټولې خواوې په یوه خونه کې سره راټولې کړې.

هغه وویل چې اشرف غني د افغانستان د ستونزې د حل کولو هیڅ اراده نه درلوده او له شته وضعیت څخه راضي و.

پومپیو دا هم وویل چې ټرمپ او جو بایډن دواړه په افغانستان کې د امریکا د حضور پای ته رسولو له شعار سره د ټاکنو کمپاین ته ننوتل. د هغه په ​​وینا، د ټرمپ ادارې هدف د خبرو اترو له لارې یوه داسې حال ته رسېدل وو، چې دده په وینا، د کولمبیا یا سویلي افریقا د سولې پروسې په څېر یې لسو کلونو ته اړتیا درلوده.

د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر وروستۍ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو او له دې تړون سره باید د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر راتلونکې پرېکړه شوې وای، خو داسې ونشول.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې اوږدې خبرې وشوې، خو په افغانستان کې د جګړې اور لا پسي تود شو، چې په پایله کې یې لومړی د افغانستان بېلابېلو ولسوالیو او بیا ولایتونو یو په بل پسي سقوط وکړ.

پر دې سربېره، طالبان د خبرو له لارې نه، بلکي د زور له لارې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د طالبانو او بېلاروس د صنعت او سوداګرۍ وزیران د نفتو پر وارداتو غږېدلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
د طالبانو او بېلاروس د صنعت او سوداګرۍ وزیران د نفتو پر وارداتو غږېدلي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ازبکستان کې د بېلاروس د صنعت له وزیر اندري یوګنیویچ کوزنتسوف سره کتلي او افغانستان ته د ډیزل او پټرولو پر وارداتو ورسره غږېدلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو او له بېلاروس څخه د ډیزل او پټرولو د پېرلوپه تړاو خبرې کړې دي.

نورالدین عزیزي د بلاروس پانګوالو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د درملو په سکتور کې، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د معینانو په کچه یو ګډ کاري ټیم جوړ کړي، څو د یادو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه نورې خبرې پرمخ یوسي.

نورالدین عزیزی د ازبکستان په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې د مرکزي اسیا تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د ګډون په موخه تاشکند ته سفر کړی دی.