د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ د د وینې او معافیتي حجرو د بېکچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته دی.
دا ناروغي ډېری په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم رامنځته کېدای شي، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې معافیتي سیستم یې کمزوری وي یا مخکې له سرطان سره مخ شوي وي.
په دې ناروغۍ کې د بدن معافیتي سیستم ډېر فعال کېږي، چې له امله یې شدید التهاب رامنځته کېږي او د بدن نسجونو ته زیان رسوي.
د شاپور ورور غمي ځدراڼ ویلي چې نوموړي لومړی ځل د تېر کال په اکتوبر کې د ناروغۍ نښې احساس کړې.
وروسته ډاکټرانو ورته سپارښتنه وکړه چې د لا پرمختللې درملنې لپاره هند ته ولاړ شي.
هغه زیاته کړې چې راشد خان او د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د اړیکو له لارې مرسته وکړه چې د هند ویزه ژر ترلاسه شي.
شاپور د جنورۍ پر۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخته په روغتون کې بستر دی.
د هغه ورور وایي چې شاپور له شدیدو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.
هغه همداراز ویلي چې شاپور له روغتون نه تر رخصتېدو وروسته بیا له نس درد او تبې سره مخ شو او وروسته جوته شوه چې د ډینګي په ناروغۍ هم اخته شوی دی.
د مارچ پر۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده چې دHLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپورځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.