تېرکال؛ طالبانو ۲۲۷ خیریه بنسټونو او ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکړي

د طالبانو عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي خبر ورکړی، په ۱۴۰۴کال کې یې ۲۲۷ بنسټونو ته چې له ډلې یې ۶۳ خیریه او ۱۶۴ ټولنې دي؛ د فعالیت جوازونه ورکړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دامهال په ټول افغانستان کې ۶۸۰ مرستندویه بنسټونه او ټولنې ثبت او فعالیت لري.
