• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: ۴،۲ میلیونه افغانان بیړنیو استوګنځایونو او غیرخوراکي توکو ته اړ دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري میشتونې سازمان ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۴،۲ میلیونه خلک په ۲۰۲۶ کال کې بیړنیواستوګنځایونو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري، چې دا د بې‌کورۍ د جدي ناورین ښکارندويي کوي.

یو این هبیتات ټینګار کړی چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ لا هم د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله له مناسب استوګنځي بې‌برخې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بېړني اقدامات وکړي، څو زیانمنو کورنیو ته خوندي او مناسب استوګنځایونه او اړینې مرستې برابرې شي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

•
•
•

نور کیسې

د ډله ییز امنیت تړون: افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ګواښونو سرچینه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
د ډله ییز امنیت تړون: افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ګواښونو سرچینه ده
100%

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت بیک ماسادیکوف ویلي چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره لا هم د احتمالي ننګونو او ګواښونو یوه سرچینه ده. نوموړي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلې اړیکې اندېښمنوونکې بللې او ټینګار یې کړی چې باید سوله‌ییز حل ته ورسیږي.

هغه په مسکو کې د یاد سازمان د پارلماني اسامبلې په غونډه کې وویل چې افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د احتمالي سرحدي ننګونو او ګواښونو سرچینه ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناڅاپي ترینګلتیا چې وسله‌والو نښتو ته رسېدلې، د اندېښنې وړ ده.

ماسادیکوف زیاته کړه چې دواړې خواوې او نړیواله ټولنه باید د اوسني وضعیت د حل لپاره له ټولو ممکنه سوله‌ییزو لارو کار واخلي.

هغه وویل چې دغه سازمان د افغانستان اړوند ګواښونه او ننګونې له نږدې څاري او د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا تر چتر لاندې د افغانستان په اړه د کاري ډلې له لارې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

نوموړي وویل چې ددې کاري ډلې له فعالیتونو سره د ملګرو ملتونو، د ناپېیلو هېوادونو ټولنې، د شانګهای د همکارۍ سازمان او نورو نړیوالو ادارو لېوالتیا مخ پر ډېرېدو ده.

ماسادیکوف دا هم وویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ځانګړي بین الدولتي پروګرام پلي کول یو مهم کار دی او زیاته یې کړه چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو له خوا د دې پروګرام تصویبول ښيي چې متحدین چمتو دي د سازمان جنوبي پولې په ګډه پیاوړې کړي.

په دې غونډه کې د قزاقستان د ولسي جرګې مشر ارلان کوشانوف هم ویلي چې په افغانستان کې روانه بې‌ثباتي د پام وړ ده او دا هغه سرچینې دي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د جنوبي پولو لپاره دوامدارې امنیتي ننګونې زېږوي.

مایک پمپیو وايي امریکا له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت نه و څنډې ته کړی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
مایک پمپیو وايي امریکا له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت نه و څنډې ته کړی
100%

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر په یوه ناسته کې ویلي، چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د دوحې په خبرو اترو کې افغان حکومت نه و څنګ ته کړی او د ټرمپ ادارې ټول اړخونه په یوه کوټه کې سره راټول کړل. نوموړي د امنیتي مسایلو له امله د دوحې تړون د ضمیمو له ډاګیزه کولو ډډه وکړه.

مایک پمپیو د وري پر ۲۴مه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري سره په یوه ناسته کې ګډون کړی و.

کله چې د زلمي خلیلزاد د ټاکلو او د دوحې د خبرو اترو د جوړښت په اړه وپوښتل شو، نوموړي دا نظر رد کړ چې ګوندې امریکا افغان حکومت څنډې ته کړی و.

پومپیو وویل چې امریکا د ۱۵ کلونو لپاره د افغان حکومت ملاتړ کړی خو دوی د افغانانو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلي ول او طالبان لاهم پرمختګ په حال کې ول.

پومپیو وویل چې د ټرمپ ادارې ستراتیژي دا وه چې د طالبانو په ګډون ټول افغان ګوندونه خبرو اترو ته راولي. د هغه په ​​وینا، د ټرمپ ادارې ټولې خواوې په یوه خونه کې سره راټولې کړې.

هغه وویل چې اشرف غني د افغانستان د ستونزې د حل کولو هیڅ اراده نه درلوده او له شته وضعیت څخه راضي و.

پومپیو دا هم وویل چې ټرمپ او جو بایډن دواړه په افغانستان کې د امریکا د حضور پای ته رسولو له شعار سره د ټاکنو کمپاین ته ننوتل. د هغه په ​​وینا، د ټرمپ ادارې هدف د خبرو اترو له لارې یوه داسې حال ته رسېدل وو، چې دده په وینا، د کولمبیا یا سویلي افریقا د سولې پروسې په څېر یې لسو کلونو ته اړتیا درلوده.

د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر وروستۍ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو او له دې تړون سره باید د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر راتلونکې پرېکړه شوې وای، خو داسې ونشول.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې اوږدې خبرې وشوې، خو په افغانستان کې د جګړې اور لا پسي تود شو، چې په پایله کې یې لومړی د افغانستان بېلابېلو ولسوالیو او بیا ولایتونو یو په بل پسي سقوط وکړ.

پر دې سربېره، طالبان د خبرو له لارې نه، بلکي د زور له لارې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د طالبانو او بېلاروس د صنعت او سوداګرۍ وزیران د نفتو پر وارداتو غږېدلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
د طالبانو او بېلاروس د صنعت او سوداګرۍ وزیران د نفتو پر وارداتو غږېدلي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ازبکستان کې د بېلاروس د صنعت له وزیر اندري یوګنیویچ کوزنتسوف سره کتلي او افغانستان ته د ډیزل او پټرولو پر وارداتو ورسره غږېدلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو او له بېلاروس څخه د ډیزل او پټرولو د پېرلوپه تړاو خبرې کړې دي.

نورالدین عزیزي د بلاروس پانګوالو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د درملو په سکتور کې، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د معینانو په کچه یو ګډ کاري ټیم جوړ کړي، څو د یادو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه نورې خبرې پرمخ یوسي.

نورالدین عزیزی د ازبکستان په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې د مرکزي اسیا تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د ګډون په موخه تاشکند ته سفر کړی دی.

شاه محمود میاخېل: «جنګي جنایتکاران» د خپلو ګټو لپاره افغانستان پر پاکستان پلوري

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: «جنګي جنایتکاران» د خپلو ګټو لپاره افغانستان پر پاکستان پلوري
100%

د جمهوریت پرمهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي چې «جنګي جنایتکاران» د خپلو شخصي ګټو لپاره چمتو دي چې افغانستان پر ګاونډیانو، په ځانګړي ډول پاکستان وپلوري. میاخېل زیاتوي چې د افغانستان د خاورې او ملي حاکمیت سودا د دوی له وس او صلاحیته لوړه ده.

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د ډیورنډ کرښې په تړاو د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ملي ګټو پر ضد د دغو کسانو څرګندونې هره ورځ د دوی اصلي ماهیت خلکو ته نور هم روښانه کوي او د دوی ریښې او نفوذ له افغانستان څخه ورځ تر بلې پرې کېږي.

میاخېل ادعا کوي چې دا ډول کسان په خپلو سیمو کې هم د خپلو خلکو له خوا رد شوي او بهر ته د وتلو پر مهال یې خبرې بې بنسټه او هوایي ګڼي.

نوموړی باور لري چې د طالبانو د واکمنۍ دواړې دورې هم د همدې کسانو له امله رامنځته شوې دي ، خو دا ځل فکر نه کوي چې دوی به بیا د قدرت برخه شي.

هغه ویلي: «زه فکر نه کوم چې دا کسان به په خپل ژوند کې بیا درېیم ځل واک ته د رسېدو چانس ولري. دوی به د رنځ په بستر باندې بهر کې مړه شي او تور مخ به یې د افغانستان په تاریخ کې د تل لپاره پاتې وي.»

د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «رسمي او نړیوالې پولې» په توګه پېژني.

رحمت الله نبیل: د ډیورنډ په تړاو د محقق له څرګندونو نه د پردې تر شا معاملې بوی راځي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۱
رحمت الله نبیل: د ډیورنډ په تړاو د محقق له څرګندونو نه د پردې تر شا معاملې بوی راځي
100%

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د ډیورنډ کرښې په تړاو د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا خبرې تر دې ډېر چې یو روښانه حقوقي نظر وي، د پوښتنې وړ سیاسي اړخنیوی ښيي او د معاملې بوی ترې راځي.

رحمت الله نبیل پر اېکس کې لیکلي، چې که دا موضوع هغه مهال مطرح شوې وای چې نوموړی د ځواک په اوج او د خپلواکې تصمیم نیونې په حالت کې و، نو کېدای شوای ټولو ته د نه منلو باوجود د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې بحث وړ سیاسي دریځ بلل شوی وای، خو د هغه په وینا، د پاکستان له نظامي چارواکو سره د اړیکو له نږدېوالي او د لیکونو له افشا کېدو وروسته، دا ډول څرګندونې نور له خپلواک دریځ څخه لرې ښکاري او تر ډېره د پردې تر شا د معاملې بڼه خپلوي.

نبیل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع یوه حساسه تاریخي مساله ده چې د افغانستان د خلکو له ګډې ارادې سره تړلې ده او د هغې د حل لپاره یو ملي، شفاف او د اجماع پر بنسټ بهیر ته اړتیا ده، نه دا چې افراد په بېلابېلو وختونو کې شخصي دریځونه ونیسي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول مقطعي دریځونه په عملي توګه د طالبانو د رژیم د مشروعیت د پیاوړتیا او د مخالفینو ترمنځ د تفرقې لامل ګرځي.

نبیل ویلي چې اوسنی حالت یوازې د بیان ازادۍ موضوع نه ده، بلکې دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا ډول دریځونه د خپلواک فکر پایله ده او که د اړیکو او شاته معاملو اغېز؟ او زیاته کړې یې ده چې ټولنه ثابتو او د باور وړ دریځونو ته اړتیا لري.

د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي او نړیوالې پولې په توګه پېژني.

محقق له امو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي:« طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي، خو موږ هغه پولې د رسمي پولو په توګه منو، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د رسمي پولې په توګه پېژندل شوې دي».

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا دغه غړي زیاته کړې، چې د پاکستان پر وړاندې د ځمکنیو ادعاوو ملاتړ نه‌کوي ځکه دده په وینا، «که موږ تر اټک ځمکنۍ ادعاوې وکړو، نو هغوی به تر مټک رامخکې شي».