• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: هغه وخت پای ته رسېدلی چې کمزورو هېوادونو به موږ ته فشار راکاوه

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا نور د هغو پالیسیو تر اغېز لاندې نه ده چې د ده په وینا، د کمزورو حکومتونو له امله دغه هېواد د نورو دولتونو له فشار او ګواښونو سره مخ و. نوموړي ټینګار کړی، چې واشنګټن به د خپلو دښمنانو پر وړاندې کلک دریځ خپلوي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې په رسمي ایکس حساب خپرې شوې، چې پکې د امریکا د ولسمشر له خولې سختې او توندې خبرې نقل شوې دي.

په دغه بیان کې ویل شوي، چې امریکا کلونه د داسې حکومتونو تر اغېز لاندې وه چې «کمزورو هېوادونو ته یې اجازه ورکوله چې پر واشنګټن فشار راوړي او دغه هېواد تر اقتصادي او سیاسي زیانونو ورسوي.»

په راپور کې د امریکا د ولسمشر له قوله راغلي: «هغه ورځې پای ته رسېدلې دي. امریکا د کمزورو او بزدلو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې چې د شر په وړاندې شا اړوي یا د خطر پر وړاندې بې‌حرکته پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړې، چې د امریکا بنسټ اېښودونکو نسلونو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې روښانه دریځ درلود او «هغوی ته یې ماتې ورکوله او بشپړ یې له منځه وړل.»

دغه څرګندونې په داسې مهال خپرې شوې چې د امریکا د بهرني سیاست په اړه دننه او بهر بېلابېل بحثونه روان دي، او د واشنګټن د راتلونکو دریځونو په اړه اټکلونه هم زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

چین د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد خبرداری ورکړی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
چین د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد خبرداری ورکړی
100%

چین د دوشنبې په ورځ د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو په تړاو خبرداری ورکړ چې سیمه ییز باور ته له زیان رسوونکو پوځي همکاریو باید ډډه وشي. بیجنګ وايي، د هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري باید د سیمې هېوادونو ترمنځ متقابل باور او ټیکاو ونه ګواښي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون په بیجینګ کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د اسیا پسیفیک سیمه تر ټولو ډېر سولې او ارامۍ ته اړتیا لري او دې ته کمه اړتیا ده، چې بهرني ځواکونه راشي او وېش او مقابلې ته لمن ووهي.

هغه زیاته کړه چې د هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري باید داسې نه وي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ متقابل باور وګواښي او یا ټیکاو زیانمن کړي.

دغه کلني پوځي تمرینونه چې د اوږه په اوږه په نوم یادېږي، د اپرېل له شلمې څخه د مې تر اتمې پورې دوام کوي.

په دغو تمرینونو کې د جاپان د ځان ساتنې ځواکونو غړي د لومړي ځل لپاره په ژوندیو ډزو کې برخه اخلي.

د امریکا او ایران مذاکرات؛ په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱
د امریکا او ایران مذاکرات؛ په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
100%

په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران د سولې خبرو اترو دویم پړاو لپاره د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد او راولپنډۍ په ځانګړي ډول د نورخان هوايي اډې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د راپورونو له مخې؛ سړکونه او فرعي لارې تړل شوې، په ګڼو سیمو کې اغزن تار لګول شوی او کانټینرونه ځای پرځای شوي چې له امله یې د دغه سیمو اوسېدونکي په کورونو کې بندپاتې دي.

همدارنګه، د راولپنډۍ او اسلام‌اباد ترمنځ د ټولو مساپر وړونکو بسونو چارې په ټپه درېدلې او ټول عامه، شخصي او بار وړونکی ترانسپورټ په لنډمهالي ډول بند دی. همداراز د پاکستان حکومت د ځینو پوهنتونونو لیلیې تړلې او ازموینې یې ځنډولې دي؛ خو درسونه په انلاین بڼه دوام لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونه په ښار کې د تیار سئ په حال کې دي؛ خو دغه محدودیتونو بیا د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. ځايي اوسېدونکي وایي، چې د لارو ناڅاپي بندېدو له امله د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ شوي او بېړنیو حالاتو کې روغتونونو ته رسېدنه هم ستونزمنه شوې ده.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و، له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره د نوموړي استازي سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر به نن دوشنبه اسلام‌اباد ته ورسېږي. له بل پلوه سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس به په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو مشري وکړي؛ خو تراوسه دا څرګنده نه‌ده، چې ایران به په دغه خبرو کې ګډون وکړي او که نه.

اوکراین د روسیې د بالستیک توغندیو په وړاندې د مبارزې لپاره له اروپا د مرستې غوښتنه کړې

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱
اوکراین د روسیې د بالستیک توغندیو په وړاندې د مبارزې لپاره له اروپا د مرستې غوښتنه کړې
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، له روسیې سره په جګړه کې د بالستیک توغندیو په وړاندې دفاع یې د هېواد ترټولو لویه ننګونه ده. زېلېنسکي ویلي: «زما په اند موږ باید د اروپا د بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیسټم ولرو».

د اوکراین ولسمشر د یکشنبې په ورځ په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل، اروپا باید د بالستیک وسلو په وړاندې یو ځانګړی دفاعي سیسټم جوړ کړي. زېلېنسکي زیاته کړه، چې اوکراین اوس‌مهال د داسې سیسټم جوړولو په اړه له څو هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.

روسیه د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د برید لپاره له بالستیک توغندیو کار اخلي، چې د تودوخې برېښنايي فابریکو او د برېښنا لېږد شبکو ته زیان رسوي. زېلېنسکي زیاته کړه: «موږ باید د یو کال په لړ کې د بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیسټم جوړ کړو».

هغه ټینګار وکړ، چې دا کار خورا ستونزمن دی؛ خو شونی دی. د اوکراین لپاره د کروز توغندي جوړونکي‌ شرکت «فایر پواینټ» رویټرز ته ویلي، چې له اروپايي شرکتونو سره په خبرو بوخت دی؛ څو راتلونکی کال یو نوی هوايي دفاعي سیستم جوړ کړي.
دا یو داسې سیستم دی، چې ښایي د «پاټریوټ» له سیسټم څخه ارزانه بدیل وي؛ ځکه ترلاسه کول یې ورځ تر بلې سختېږي. پاټریوټ توغندي په فارس خلیج کې د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره په پراخه کچه کارول شوي؛ نو له همدې امله د دغه توغندیو کمښت رامنځته شوی دی.

په امریکا کې د ډزو خونړۍ پېښه؛ د لویزیانا په ایالت کې ۸ ماشومان وژل شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
په امریکا کې د ډزو خونړۍ پېښه؛ د لویزیانا په ایالت کې ۸ ماشومان وژل شوي
100%

د امریکا په لویزیانا ایالت کې په یوه خونړۍ پېښه کې لږ تر لږه اته ماشومان چې عمرونه یې له یو تر ۱۴کلونو پورې وو، د ډزو له امله وژل شوي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه د یکشنبې په سهار د محلي وخت له مخې د شریوپورټ ښار په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي چې په دې پېښه کې ټولټال ۱۰کسان په ډزو لګېدلي، خو د دوو کسانو وضعیت لا هم نه دی روښانه.

د پولیسو په وینا، هغه وسله‌وال چې د ډزو مسول و، د پولیسو د تعقیب پر مهال وژل شوی دی.

د کریس بورډلون په نوم د شریوپورت د پولیسو یو چارواکي ویلي چې دا پېښه «کورنۍ شخړې» پورې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې پولیس د سهار شاوخوا ۶بجې د ۷۹مې لوېدیځې کوڅې له ۳۰۰بلاک څخه د ډزو راپور ته ورسېدل.

د پولیسو په وینا، ډزې د دوو کورنیو ترمنځ شوې دي او د «هریسن سړک» په یوه بله کور کې هم د جرم نښې موندل شوې دي.

چارواکي وایي، بریدګر وروسته په زور یو موټر تښتولی و، خو پولیسو یې تعقیب کړی او په نښته کې وژل شوی دی.

پولیسو ویلي چې همدا کس یوازینی بریدګر و او په هغه کورونو کې چې پېښه پکې شوې، د هغه خپل لمسیان هم موجود وو، چې دا پېښه یې لا هم دردوونکې کړې ده.

برېتانیا د یهودو پر مرکزونو په بریدونو کې د ایران د احتمالي لاس لرنې په اړه پلټنې کوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
برېتانیا د یهودو پر مرکزونو په بریدونو کې د ایران د احتمالي لاس لرنې په اړه پلټنې کوي
100%

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې په لندن کې پر یهودي مرکزونو د بریدونو په پېښو کې د ایران اسلامي جمهوریت احتمالي لاس لرل څېړي. د یهودانو یوه مذهبي مشر دا ډول پېښې د یهودي ټولنې پر وړاندې یو منظم او خطرناک کمپاین بللی دی.

د راپورونو له‌مخې، په وروستی اونۍ کې په لندن کې د یهودانو پر مرکزونو درې بریدونه شوي دي.

د برېتانیا ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي، چې دوی د یادو بریدونو ریښې لټوي او هڅه کوي، معلومه کړي چې دا بریدونه د ایران له‌خوا تنظیم شویو فعالیتونو برخه دي او که نه.

د برېتانیا د ترهګرۍ پولیسو جګپوړي افسر ویکي ایونز رسنیو ته ویلي:« موږ په بریتانیا کې د ایران له احتمالي ګواښونو خبر یو. داسې راپورونه شته چې دا بریدونه له ایران سره تړلې یوې ډلې کړي او موږ به د خپلو پلټنو په ترڅ کې دا پوښتنه په جدي ډول و څېړو».

د یهودانو پر مرکزونو بریدونو ته د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم سخت غبرګون ښودلی.

نوموړي پر اېکس‌پاڼه لیکلي:«پر یهودي ټولنې برید، پر ټولې برېتانیا برید دی».

پر همدغه مهال په په برېتانیا کې د یهودانو مذهبي مشر ایفریم میرویس ویلي، چې د یهودانو د ډارولو لپاره یوه بزدلانه هڅه پیل شوې ده.

تر اوسه په لندن کې د یهودانو پر مرکزونو د بریدونو او او اچونې په پېښو کې د ځاني زیان په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو یوې ایران پلوې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او وايي، په ټوله اروپا کې پر امریکايي او اسراییلي مرکزونو د بریدونو تر شا ولاړ دي.