• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ۷ هېوادونو ۵۰ لوبغاړي د کورش او غېږنیونې په لوبو کې برخه اخلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د المپیک رییس وايي، چې پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ د سيمې د اوو هېوادونو ترمنځ د نړيوالو رزمي لوبو کوربه توب کوي. په دغو سياليو کې به د ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران، ترکيې او افغانستان لوبغاړي ګډون وکړي.

دغه نړيوالې سيالۍ د کورش، سامبو او دوديزې غېږنيونې په برخو کې کیږي، چې موخه يې د ورزشي اړيکو پياوړتيا او د دوديزو لوبو وده بلل شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق ویلي، چې په دغو سياليو کې به شاوخوا ۶۰ بهرني لوبغاړي او تر ۱۰۰ پورې افغان لوبغاړي او پهلوانان برخه واخلي.

د هغه په وينا، دا سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

ابوذر فیضي د اسټرالیا د «پي‌سي‌اې» په ازاده سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۰ GMT+۱
ابوذر فیضي د اسټرالیا د «پي‌سي‌اې» په ازاده سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل
100%

د بدن جوړونې افغان لوبغاړي ابوذر فیضي د اسټرالیا د «PCA» په ازاده سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل. هغه دارنګه وتوانېده، چې د دغه سیالیو د «اتلانو اتل» لقب خپل کړي او خپل مسلکي کارت هم ترلاسه کړي.

فیضي په خپل شخصي پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي: «دا هم د نننیو ملي سیالیو پایله؛ د دوو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د اتلانو اتل شوم او خپل مسلکي کارت مې هم ترلاسه کړ».

دغه سیالۍ د اسټرالیا په وېکتوریا ایالت کې ترسره شوې او د سیالیو تنظیموونکو هم په یوه پیغام کې د ابوذر فیضي د بریا مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی، چې نوموړی د یادې برخې نوی اتل پېژندل شوی دی.

ابوذر فیضي تېر کال هم هڅه کړې وه، چې تر علي بلال وروسته د مسټر المپیا سیالیو ته لار ومومي؛ خو د امریکا پولیسو هغه ته دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه او په یادو سیالیو کې یې د ګډون مخه ونیول شوه.

100%

صوفیه سروري د جرمني په سیالیو کې د جوجیټسو نړیواله اتله شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
صوفیه سروري د جرمني په سیالیو کې د جوجیټسو نړیواله اتله شوه
100%

د افغانستان د رزمي ورزش (ګراپلینګ) لوبغاړې صوفیه سروري، د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د جوجیټسو نړیوال لیګ په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ګټلی دی.

د هغې د شخصي معلوماتو له مخې، نوموړې د «نوګي» په برخه کې څلور پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی.

همدارنګه په «ابسولوټ» برخه کې چې د بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، مصر او جرمني له اتلانو سره ترسره شوه، صوفیه سروري لومړی مقام خپل کړی او د اتلولۍ کمربند یې هم ترلاسه کړی دی.

ګراپلینګ هغه رزمي ورزش دی چې پکې د وهلو پر ځای د حریف نیول، ځمکې ته غورځول او د کنټرول تخنیکونه کارول کېږي، او په وروستیو کلونو کې یې په نړیواله کچه پراخ پرمختګ کړی دی.

صوفیه سروري له هغو افغان ښځینه ورزشکارانو څخه ده چې د هېواد له بهر څخه خپل ورزشي فعالیت ته دوام ورکوي. که څه هم د هغې د ورزشي مخینې په اړه بشپړ معلومات محدود دي، خو دا بریا په ټولنیزو رسنیو کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو څخه محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د عامه ژوند، په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، افغان ښځې د لوبغالو، رسمي سیالیو او تمریني پروګرامونو اجازه نه لري، چې له امله یې ډېری ښځینه ورزشکارانې یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د دوام لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوې دي.

یوازې د افغانستان لپاره لوبېږم؛ راشد خان د څو هېوادونو د تابعیت وړاندیزونه رد کړي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱
یوازې د افغانستان لپاره لوبېږم؛ راشد خان د څو هېوادونو د تابعیت وړاندیزونه رد کړي
100%

د انډیا ټوټې د راپور له مخې، د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان ویلي، چې د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه یې رد کړي دي. د راشد خان په اړه لیکل شوي کتاب کې د هغه له قوله ویل شوي:«'که زه د خپل هیواد لپاره ونه لوبیږم، نو زه به د بل هیواد لپاره هم ونه لوبیږم».

دا څرګندونې ۲۷ کلن لیګ سپېنر راشد خان د هغه په نامه لیکل شوي کتاب "راشد خان: له سړکونو څخه تر ستورو پورې" کې کړې دي.

د انډیا ټوټي د راپور له مخې، که څه هم راشد خان د اسټرالیا د چلند په اړه په تفصیل سره نه دی غږېدلی خو د هند وړاندیز په تفصیل سره بیانوي چې هغه د ګجرات لپاره په IPL کې لوبه کوله او د ټیم یوه چارواکي هغه ته خبر ورکړ چې د هند د کرکټ بورډ یو لوړ پوړی چارواکی غواړي ورسره وویني.

راشدخان ویلي، «زه ورغلم او هغه ته مې سلام وکړ. موږ خبرې پیل کړې، او هغه وویل: ستاسې په هیواد (افغانستان) کې وضعیت ډیر خراب دی. راشه په هند کې پاتې شه. موږ به تاسو ته د هند اسناد درکړو، دلته ژوند وکړه، دلته کرکټ وکړه. زه د هغه په خبرو حیران وم او نه پوهیدم چې څنګه ځواب ورکړم. مګر ما وخندل او ومې ویل، 'ډیره مننه. زه د خپل هیواد افغانستان لپاره لوبیږم.»

د افغانستان دوه ځوانو لوبغاړو د ازبکستان اسیايي سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
د افغانستان دوه ځوانو لوبغاړو د ازبکستان اسیايي سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل
100%

د افغانستان د مارشل ارټس ۱۸ کلنو کم‌عمره دوه لوبغاړو د ازبکستان په کوربه‌توب د «اسیا د ۱۸ کلنو د اتلتیک/ځوانانو سیالیو» کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ د افغانستان د سایرس فدراسیون له لوري د ازبکستان په اورګنج ښار کې د محمود خوارزمي په یاد ترسره شوې.

د ۵۵ کیلوګرامه وزن په ډله کې عبدالمعروف محسني د خپل جنوبي کوریا سیال ته له دمې وروسته ماتې ورکړه، او ورپسې روح‌الله ناصري د قزاقستان له سیال نه په ورته بڼه سیالي وګټله.

دواړو افغان لوبغاړو د دغو بریاوو په ترلاسه کولو سره د هېواد لپاره د برونزو مډالونه وګټل.

میرویس اشرف: د شاپور ځدراڼ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
میرویس اشرف: د شاپور ځدراڼ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی
100%

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په هند کې د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې دی.

میرویس اشرف د شنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه د شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو لیکلي: «شکر روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی او ان‌شاءالله ورځ تر بلې به ښه کېږي».

هغه زیاته کړې: «باید ووایم چې د هغه د ناروغۍ له لومړۍ ورځې مو نوموړی یوازې نه‌‌دی پرېښی، همېشه مو یې پوښتنه کړې، د هر څه ډاډ مو ورکړی، لکه ورور او د کورنۍ د نږدې غړي په څېر یې ترڅنګ یو».

میرویس اشرف همداراز په ډاګه کړې، چې د شاپور ځدراڼ ډاکټرانو د هغه د پوره او جدي درملنې ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی ځانګړی او مشهور توپ‌اچونکی، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې بستر دی.

شاپور ځدراڼ چې اوس ۳۸ کلن دی، تر یوې نیمې لسیزې زیات وخت د افغانستان کرېکټ یو له کلیدي څېرو څخه وو او د خپل هېواد لپاره یې ډېرې نه‌هېرېدونکې لوبې ترسره کړې دي. هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه او وروسته یې په مهمو سیالیو لکه د اسیا کرېکټ شورا جام، د نړیوال جام د غوراوي سیالیو، د نړیوال جام په څو پړاوونو او نورو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره لوبې وکړې.

نوموړی چې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، د کډوالۍ پر مهال یې په پېښور ښار کې د افغانستان د کرېکټ د لومړي نسل له ډېرو لوبغاړو سره یو ځای دې لوبې ته داخل شو. د هغه د چپ لاس توپ‌اچونې سټایل یرغلیز او جلا وو، چې هغه یې په دې برخه کې پر یوې پېژندل شوې څېرې بدل کړ.

ځدراڼ د افغانستان له ملي لوبډلې سربېره، په ځینو بهرنیو لیګونو لکه د بنګله‌دېش په لیګ کې هم لوبې کړې دي.