د ملګرو ملتونو ویاند: نورستان ته لارې خلاصې شوي او د مرستو یوه نوې چوپه هلته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د سهشنبې په ورځ د افغانستان بشري وضعیت په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، چې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې نورستان ولایت ته چې پخوا لارې بندې وې او لاسرسی ورته نه کېده، نن د مرستو یوه نوې چوپه رسېدلې ده.
