• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

سرچینې: د کونړ پر اسعد اباد د شپې له یوولس نیمو بجو راهیسې توغندیز بریدونه روان دي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو شمېر ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن شپه له یوولس نیمو بجو راهیسې یو ځل بیا د دغه ښار پر بېلابېلو سیمو د پاکستاني عسکرو له لوري توغندي توغول کېږي. سرچینو زیاته کړې چې تر اوسه په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په تړاو جزییات نشته.

تر دې دمخه هم د کونړ د مرکز اسعد اباد اړوند پر شهبازۍ، کڅۍ او کړه مار کلیو باندې د پاکستاني عسکرو له لوري د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې توغندیز بریدونه شوي دي. تېره میاشت هم دغو بریدونو کې یو د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د یادونې وړ ده، چې د کونړ د یادو کلیو او همدا راز د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وخت ناوخت د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله خپل کلي پرېږدي او د سرونو خوندي کېدو لپاره نورو سیمو ته کډه کېږي. که څه هم د‌ طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ کم شوی، خو وخت ناوخت د پر کونړ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه کېږي.

طالبانو د کړکېچ د حل لپاره د چین په ارومچي ښار کې له پاکستان سره مذاکرات هم وکړل چې ترې راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ د مخامخ جګړو او هوایي بمباریو کچه په بې سارې توګه را کمه شوې ده، خو د پاکستان توغندیز بریدونه لا هم په بشپړه توګه نه دي ودرېدلي.

تر دې مخکې په پکتیکا ولایت کې هم یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی و چې ډیورنډ کرښې ته نږدې په ځینو ولسوالیو کې پاکستاني عسکر دې غاړه د هاوان مرمۍ توغوي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو ویاند: نورستان ته لارې خلاصې شوي او د مرستو یوه نوې چوپه هلته رسېدلی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
د ملګرو ملتونو ویاند: نورستان ته لارې خلاصې شوي او د مرستو یوه نوې چوپه هلته رسېدلی
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان بشري وضعیت په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، چې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې نورستان ولایت ته چې پخوا لارې بندې وې او لاسرسی ورته نه کېده، نن د مرستو یوه نوې چوپه رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا عملیات د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغان سرې میاشتې ټولنې په همغږي سره تنظیم شوي دي. یادو ادارو ویلي، چې د کامدېش او برګیمټال سیمو شاوخوا ۱۳۶ زره خلک د امنیتي ستونزو او محدود لاسرسي له امله له خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو اساسي اړتیاوو بې برخې پاتې شوي وو.

د راپورونو له مخې، د شاوخوا شپږو اونیو راهیسې یادې سیمې د بشري مرستو له رسیدو څخه بې برخې وې، خو اوس د مرستو رسونه پیل شوې او د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو موادو وېش روان دی. د لاسرسي لارو خلاصېدو له امله بازارونه بېرته فعال شوي او روغتیايي بیړني انتقالات بېرته پیل شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې اړتیاوې لاهم لوړې دي، په ځانګړي ډول د خوړو، روغتیا او اساسي خدماتو برخه کې. دوی له ټولو خواوو غوښتي چې بشري مرستو ته خوندي، بې خنډه او پرانیستی لاسرسی تضمین کړي.

د یادونې وړ ده چې دا مرستې په داسې وخت کې پیل شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي راپورونه دوام لري. د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدلي چې له امله یې یو ښوونځی، روغتیايي مرکز او مخابراتي برج زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو همکاران وایي، تلفات نه دي ثبت شوي، خو ټولنې سختې اندېښمنې شوي دي. روغتیايي خدمات نږدې یوه شخصي کور ته انتقال شوي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې، لکه ښوونځي او روغتیایي مرکزونه، باید هر وخت خوندي پاتې شي او هېڅکله هدف ونه ګرځي. دوی پر نړیوالو بشردوستانه اصولو د عمل غوښتنه کړې ده.

په کراچۍ ښار کې طالب کونسل: طالب مشران له پاکستان سره امن او ښو اړیکو ته ژمن دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
په کراچۍ ښار کې طالب کونسل: طالب مشران له پاکستان سره امن او ښو اړیکو ته ژمن دي
100%

کراچي ښار کې د طالبانو کونسل، سید عبدالجبار تخاري، ویلي چې طالب مشران له پاکستان سره د امن او ښو اړیکو غوښتونکي دي او شاوخوا ۹۵سلنه افغانان همدا نظر لري. په داسې حال کې چې پر افغانستان د یاد هېواد له بریدونو وروسته د دغه هېواد پر وړاندې د غیر طالب افغانانو کرکه لا پراخه شوې.

هغه، افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په یوې ځانګړې مرکه کې چې تازه له افغانستان څخه خپلې دندې ته راستون شوی و، وویل: «د افغانستان ټول خلک غواړي چې له پاکستان سره امن او ښې اړیکې ولري، او زموږ مشران هم همدې ته ژمن دي.»

نوموړي زیاته کړه، جګړه د هېچا په ګټه نه ده او تل د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزې کوي. د هغه په خبره، جګړه کورونه ورانوي، خلک کډوال کوي او اقتصاد ته زیان رسوي، له همدې امله افغان ولس او مشران د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

هغه وویل، افغانستان او پاکستان اوږدمهاله اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي، سیاسي او سوداګري اړیکې شته. د ده په وینا، ډېری افغانان باور لري چې دواړه هېوادونه نه شي جلا کېدای.

د لارو د تړل کېدو په اړه نوموړي وویل، چې لارې د پاکستان له لوري تړل کېږي او دغه کار یې ستونزې رامنځته کړې دي. هغه ټینګار وکړ چې باید ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ تل پرانستي وي.

تخاري د طالبانو د مشرانو له دریځ څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل چې د اقتصادي چارو لپاره د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ټینګار کړی چې که څه هم کله ناکله اختلافات او نښتې رامنځته کېږي، خو باید د سوداګرۍ لارې هېڅکله ونه تړل شي، ځکه دا کار دواړو غاړو ته زیان رسوي.

هغه په پای کې وویل چې د پاکستان حکومت دا دریځ نه مني او کله چې وغواړي لارې پرانیزي او کله چې یې وغواړي تړي یې، خو د افغان لوري غوښتنه دا ده چې سوداګریزې لارې دې تل پرانستې وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری وښود

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری وښود
100%

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې تهران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې منځګړتوب ته چمتو دی او په دې برخه کې به خپل رغنده رول ونه سپموي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره رول ولوبوي؟» وویل، «ایران یو سوله خوښی هېواد دی او زموږ جدي هیله دا ده چې په شاوخوا سیمه کې تل سوله او ثبات ټینګ وي».

هغه زیاته کړه چې د نوي کال په مناسبت د اسلامي جمهوریت د مشر په لومړني پیغام کې یوه مهمه مساله د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه وه او ایران دې ته چمتووالی ښودلی و، چې د دواړو خواوو ترمنځ سوله ټینګه شي.

نوموړي وویل چې «د ایران اسلامي جمهوریت به هره هغه مرسته چې په وس کې یې ولري، د تاوتریخوالي د کمولو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره و کړي او په دې لاره کې به له رغنده رول لوبونې ډډه ونه کړي».

ټرمپ وايي استازي یې له ایران سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
ټرمپ وايي استازي یې له ایران سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره د نوموړي استازي سټیو ويټکاف او جیرډ کوشنر سبا دوشنبه اسلام اباد ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ نیویارک پوسټ ته ویلي، چې د هغه استازی سټیو ویټکوف به د دوشنبې په شپه اسلام اباد ته ورسېږي او د سې‌شنبې په ورځ به له ایران سره د خبرو په دویم پړاو کې ګډون وکړي.

د پاکستان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران خبرې تېره اونۍ په اسلام اباد کې له کومې مطلوبي پایلې پرته پای ته ورسېدي.

په ورته مهال ډونالډ ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» پاڼه لیکلي، چې ایراني ځواکونو پرون په هرمز تنګي کې پر فرانسوي او برېتانیايي کښتیو ډزې کړې او دا یې یو ناسم ګام بللی دی.

هغه ویلي، چې د امریکا د کلابندۍ له امله ایران هره ورځ ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان ګالي، خو برعکس امریکايي کښتۍ په خوندي ډول د خپلو بندرونو لور ته په حرکت کې دي.

ټرمپ د ایران حکومت ته په خطاب کې وویل: «موږ د یوې ډېرې منصفانه او معقولې هوکړې وړاندیز کړی، که یې ونه منئ، نو په ایران کې به ټول برېښناکوټونه او پلونه له کاره وغورځوو.»

هغه زیاته کړې چې نور به له ایران سره نرم چلند ونه‌شي او د ده په وینا «وخت راغلی چې د ایران د وژنې ماشین ودرول شي.»

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه، چې که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو دی به هغه کار وکړي چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د امریکا نورو ولسمشرانو نه دی کړی.

عبدالرحمن منیر: نړیوال بنسټونه دې د روږدو کسانو پر مرکز د برید رڼې څېړنې وکړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱
عبدالرحمن منیر: نړیوال بنسټونه دې د روږدو کسانو پر مرکز د برید رڼې څېړنې وکړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د «امید» روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره جوړه شوې وه، له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې پر دغه روغتیايي مرکز شوی برید په روڼ او شفاف ډول وڅېړي.

دغه د روږدو کسانو د درملنې مرکز څه موده وړاندې د پاکستان په هوايي برید کې وسوځېد او له منځه ولاړ.

هغه وویل چې د دې پېښې قربانیان بې‌ګناه کسان وو، چې د نشه‌يي توکو د پرېښودو او درملنې لپاره دې روغتون ته ورغلي وو. هغه زیاته کړه چې دغو کسانو نه په جګړه کې برخه لرله او نه هم په تاوتریخوالي کې ښکېل وو، بلکې دوی غوښتل نوی او ښه ژوند پیل کړي.

نوموړي دغه برید یو دردناک عمل وباله او ویې ویل چې دا کار د انساني اصولو او بشري حقونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

امید د روږدو د درملنې مرکز د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا تر برید لاندې راغی. پاکستاني چارواکو بیا پر دې روغتون برید رد کړ او ویې ویل چې دا ځای د پوځي تاسیساتو ترڅنګ و، چې د دوی د الوتکو اصلي هدف هماغه پوځي مرکزونه وو.

د طالبانو چارواکو ټینګار وکړ چې دغه مرکز د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰۰ بسترو یو مرکز و او د پخواني پوځي کمپ فینیکس په ساحه کې یې فعالیت درلود.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي، خو نړیوالو بنسټونو بیا د تلفاتو شمېر تر دې کم ښودلی دی. د بېلګې په توګه، د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې په دې برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان دا هوايي برید پر دغه مرکز «غیرقانوني» و او کېدای شي د «جګړې له جرمونو» څخه وګڼل شي.