• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقي رسنۍ: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د قزاقستان چارواکي وایي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۷سلنه زیات شوی او یو میلیون ټنو ته رسېدلی دی.

د قزاقي رسنۍ «ریل نیوز» د راپور له مخې، دا موضوع په استانه کې د اورکاډي د همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې یاده شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت د بورډ مشر، تالغات الدیبرګنوف د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اورکاډي برخې مرستیال محمد اسحاق سره لیدلي.

دواړو لورو د اورګاډي په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د توکو پر لېږد او د بنسټیزو پروژو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لېږد په چټکۍ سره زیات شوی دی. یوازې د ۲۰۲۶کال په لومړیو دریومیاشتو کې دا اندازه د ۷۷سلنې په زیاتوالي سره یو میلیون ټنو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې د صادراتو او ترانزیټ کچه هم لوړه شوې ده. له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو، اوسپنیزو فلزاتو، کیمیاوي موادو، معدني سرې او اوړو صادرات زیات شوي دي.

په ځانګړې توګه، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۹۱زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

سره له دې چې قزاقستان د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره یې اقتصادي اړیکې پراخې ساتلې دي.

همداراز، قزاقستان پلان لري چې د ۵۰۰میلیونه ډالرو په لګښت د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښه جوړه او فعاله کړي، چې دا به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم ګام وي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د درېیم بلاک د استخراج قرارداد د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان، ویلي چې دا قرارداد د سې شنبې په ورځ، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت او د یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د ۱۵ کلونو لپاره د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو حق الامتیاز په بیه ترسره شوی، او شرکت به مکلف وي چې د نافذه قوانینو، د کانونو د طرزالعمل او خپلو ژمنو سره سم فعالیت وکړي.

همداراز، ویل شوي چې قراردادي شرکت به د رویالټي تر ورکړې سربېره، د ټولنیزو خدماتو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم خپلې ژمنې پوره کوي او شاوخوا ۱۲۵ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

طالبان: په هلمند کې مو ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
طالبان: په هلمند کې مو ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده
100%

هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په واشیر، ګرمسیر او باباجي ولسوالیو کې یې ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده.

د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه د یو شمېر کسانو له لوري په غیرقانوني توګه لاندې شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې قضیې په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

ځایي مسوولینو د ځمکو د غصب د مخنیوي او د دولتي شتمنیو د ساتنې په برخه کې د جدي اقداماتو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو اړوند رسنۍ: پاکستان په پکتیکا کې پر یوه ښوونځي ډرون برید کړی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
د طالبانو اړوند رسنۍ: پاکستان په پکتیکا کې پر یوه ښوونځي ډرون برید کړی
100%

د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د ډرون برید له امله یو ښوونیز بنسټ زیانمن شوی دی.

د راپور له مخې، برید د برمل ولسوالۍ اړوند د پتاوګي کلي پر محمودیه منځني ښوونځي شوی، چې له امله یې د یاد ښوونځي ودانۍ، درسي وسایل او د برېښنا سولر سیستم ته زیان رسېدلی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه نن د سې شنبې په ورځ شوې ده.

تر اوسه د دغه برید په اړه د پاکستان له لوري رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو پر والي احسان الله بریال بمي چاودنه شوې ده. د طالبانو والي دې مدرسې ته د یوې فاتحې لپاره تللی و.

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې سرچینو نن د سې شنبې په ورځ، د غويي پر لومړۍ نېټه وویل، چې ددغه ولایت د طالبانو پر والي احسان الله بریال مازیګر مهال چاودنه شوې ده.

په دې چاودنه کې د یو کس د ټپي کېدو راپورونه ور کړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او له چاودنې وروسته طالبان دې مدرسې څوک نږدې نه پرېږدي.

یو عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پر والي چاودنه د اوداسه کولو پرمهال شوې ده.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د پيښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کاپیسا والي احسان الله بریال چې په حاجي قاري بریال مشهور دی ددغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

اریانا افغان شرکت د یوې چارټر الوتکې په تړاو له یوه ایراني شرکت سره یو کلن قرارداد کړی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۱
اریانا افغان شرکت د یوې چارټر الوتکې په تړاو له یوه ایراني شرکت سره یو کلن قرارداد کړی
100%

په کابل کې د طالبانو چارواکي وایي چې له «اوا» ایراني شرکت سره د یوه تړون له مخې یوه بوینګ ۵۰۰-۷۳۷ ډوله چارتر الوتکه د یوه کال لپاره د اريانا افغان هوايي شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.

د اریانا افغان هوایي شرکت رسنیز دفتر د سې شنبې په ورځ ویلي چې په دې الوتکې سره به په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې د مسافرو د لېږد رالېږد خدمات نور هم پیاوړي شي.

دغه تړون د اريانا افغان هوايي شرکت د رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د اوا کمپنۍ د رییس سعید دلدار ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د تړون د لاسلیک پر مهال دواړو لورو په تخنیکي، عملیاتي او تجارتي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دا یې د هوايي خدمتونو د پراخېدو لپاره مهم ګام بللی دی.

د یاد دفتر په وینا، ټاکل شوې چې دا نوې همکاري به د دواړو شرکتونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې په کچه به د هوايي ترانسپورټ خدمتونو د پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.

«آوا» هوايي شرکت، چې په ۱۴۰۲ کال کې تاسیس شوی، تر ډېره د ایران پر کورنیو الوتنو تمرکز لري، خو اریانا افغان هوايي شرکت پر کورنیو الوتنو سربېره بهر ته هم الوتنې کوي.

طالبانو ویلي، چې دغه الوتکه به په کوردننه او بهر الوتنو کې کاریږي.