• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوسف وفا په بلخ کې د ولسي شخړو او جنایي پېښو د حل لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا په دغه ولایت کې د دوی د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې، څو په مرکز او ولسوالیو کې د ولسي شخړو تر څنګ د جنایي پېښو اړوند مسایل حل کړي.

د طالبانو په یوه مکتوب کې چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، په‌ کې د‌ طالبانو له استخباراتو، بلخ کې د طالبانو مرستیال والي، د روضې رییس او یو شمېر دیني عالمانو ته دندې سپارل شوي چې په ولسوالیو کې پخوانۍ او اوسنۍ ولسي شخړې حل کړي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې باید ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت په رڼا کې وشي او راپور یې بېرته په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا سره شریک شي. طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ولسي شخړو او دوښمنیو د حل کېدو خبرونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په څلورو ولایتونو کې مو د جنایي جرمنو په تور ۲۸ کسان نیولي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
طالبان: په څلورو ولایتونو کې مو د جنایي جرمنو په تور ۲۸ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند، ارزګان، بادغیس او بلخ ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور ۲۸کسان نیولي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې یوازې په هلمند کې لس کسان د غلاوو او یو بل کس د سټلایټ ټلېفون تر څنګ د تفنګچې ګرځولو په تور نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د دوی امنیتي ځواکونو ۲کسان د غلاوو په تور نیولي دي. همدا راز ویل شوي چې په بلخ ولایت کې ۱۲ کسان د موبایلونو د غلا له کبله نیول شوي او ترې څوارلس موبایلونه هم لاسته راغلي چې بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي، د بادغیس په سنګ تخت ولسوالۍ کې هغه درې کسان نیول شوي چې په سیمه کې یې د پستې ځنګلونه پرې کول.

طالبان داسې مهال د جنایي جرمونو په تړاو د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي، چې دغه ډله په ټول هېواد کې د سراسري امنیت دعوه لرونکې ده. په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو له جنایي پېښو او وسله‌والو غلاوو څخه شکایتونه کړي دي.

عبدالباري جهاني: تاسي د لوی افغانستان نارې وهئ، پنجابیان د لوی پاکستان د جوړولو نقشې جوړوي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱
عبدالباري جهاني: تاسي د لوی افغانستان نارې وهئ، پنجابیان د لوی پاکستان د جوړولو نقشې جوړوي
100%

د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وایي، په داسې حال کې چې افغانان د «لوی افغانستان» شعارونه ورکوي، پاکستان د «لوی پاکستان» د جوړولو عملي نقشې پر مخ وړي او د افغانستان روان وضعیت د جدي ملي ګواښ پر لور بیایي.

عبدالباري جهاني د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک پاڼه ولس ته په خطاب کې لیکلي: «ویده اولسه! تاسي د لوی افغانستان نارې وهی، پنجابیان د لوی پاکستان د جوړولو نقشې جوړوي».

د هغه په وینا، لوی پاکستان به ځکه جوړیږي چي په ټول افغانستان کي داسي قوت نشته چي د پنجاب د شومو نقشو د عملي کېدلو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي، په پیل کې یې د طالبانو حکومت ته د افغانستان د واکمنانو په سترګه کتل او څو لیکونه یې هم ورته استولي وو، خو وروسته د ځینو پېښو له امله د هغوی په اړه یې نظر بدل شو.

جهاني د کابل په «امید روغتون» د پاکستاني برید یادونه کړې او ادعا یې کړې چې په دغه پېښه کې سلګونه کسان وژل شوي دي. هغه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني پر څرګندونې هم نیوکې کړې چې پاکستان یې “ورور هېواد” بللی و او ویلي یې دي چې دا ډول دریځونه د افغانانو احساسات زیانمنوي.

نوموړي همداراز د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ د محاصرې موضوع راپورته کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان له لوري د دې سیمې محاصره او وروسته د ځایي مشرانو سره د پاکستان دننه هوکړه، د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی، خو د طالبانو د حکومت له لوري پرې کوم غبرګون ونه ښودل شو.

هغه دا هم ویلي چې د پاکستان ځینو پوځي چارواکو د افغانستان په خاوره کې د «حایلي سیمې» د جوړېدو اړتیا مطرح کړې، چې د هغه په باور دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.

عبدالباري جهاني زیاته کړې، که په هېواد کې سیاسي او دولتي انحصار پای ته ونه رسېږي، افغانستان به له لا زیاتو ستونزو او ناوړه پېښو سره مخ شي.

هغه ټینګار کړې چې افغانان باید د شعارونو پر ځای د هېواد د واقعي ګواښونو پر وړاندې عملي دریځ خپل کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند: نورستان ته لارې خلاصې شوي او د مرستو یوه نوې چوپه هلته رسېدلی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
د ملګرو ملتونو ویاند: نورستان ته لارې خلاصې شوي او د مرستو یوه نوې چوپه هلته رسېدلی
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان بشري وضعیت په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، چې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې نورستان ولایت ته چې پخوا لارې بندې وې او لاسرسی ورته نه کېده، نن د مرستو یوه نوې چوپه رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا عملیات د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغان سرې میاشتې ټولنې په همغږي سره تنظیم شوي دي. یادو ادارو ویلي، چې د کامدېش او برګیمټال سیمو شاوخوا ۱۳۶ زره خلک د امنیتي ستونزو او محدود لاسرسي له امله له خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو اساسي اړتیاوو بې برخې پاتې شوي وو.

د راپورونو له مخې، د شاوخوا شپږو اونیو راهیسې یادې سیمې د بشري مرستو له رسیدو څخه بې برخې وې، خو اوس د مرستو رسونه پیل شوې او د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو موادو وېش روان دی. د لاسرسي لارو خلاصېدو له امله بازارونه بېرته فعال شوي او روغتیايي بیړني انتقالات بېرته پیل شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې اړتیاوې لاهم لوړې دي، په ځانګړي ډول د خوړو، روغتیا او اساسي خدماتو برخه کې. دوی له ټولو خواوو غوښتي چې بشري مرستو ته خوندي، بې خنډه او پرانیستی لاسرسی تضمین کړي.

د یادونې وړ ده چې دا مرستې په داسې وخت کې پیل شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي راپورونه دوام لري. د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدلي چې له امله یې یو ښوونځی، روغتیايي مرکز او مخابراتي برج زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو همکاران وایي، تلفات نه دي ثبت شوي، خو ټولنې سختې اندېښمنې شوي دي. روغتیايي خدمات نږدې یوه شخصي کور ته انتقال شوي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې، لکه ښوونځي او روغتیایي مرکزونه، باید هر وخت خوندي پاتې شي او هېڅکله هدف ونه ګرځي. دوی پر نړیوالو بشردوستانه اصولو د عمل غوښتنه کړې ده.

جعفر مهدوي: ډیورنډ فرضي کرښه ده او د استعمار میراث دی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
جعفر مهدوي: ډیورنډ فرضي کرښه ده او د استعمار میراث دی
100%

د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي د ډیورنډ کرښې په تړاو د روانو ناندریو په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی. نوموړي د ملي حاکمیت د ساتلو او دفاع مسؤلیت د ټول ملت پر غاړه بولي. مهدوي زیاته کړې چې د دیورند موضوع د ټولو وګړو د ملي حاکمیت داعیه ده.

هغه زیاته کړې چې دا کرښه، لکه د سیمې نورې فرضي کرښې، د استعمار میراث دی او د مسلمانانو ترمنځ د اوږدمهاله اختلاف او شخړې د دوام لپاره ترسیم شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملت اراده هېڅکله د دې کرښې په ټاکلو کې رول نه لري.

هغه زیاته کړې چې اوسني شرایطو کې هر ډول پرېکړه د ډیورند کرښې په اړه باید د افغانستان د ملت صلاحیت وي او د نړیوالو منل شوو میکانیزمونو له مخې د خلکو اراده پکې خوندي شي.

مهدوي همداراز ویلي چې په وروستیو ورځو کې ځینو سیاسي څېرو د ډیورند موضوع ته اشاره کړې او دې څرګندونو د خلکو ترمنځ حساسیتونه پیدا کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د ځینو بهرنیو هزاره سیاستوالو څرګندونې یوازې شخصي نظرونه دي او د افغانستان د هزاره او شیعه ټولنې استازیتوب نه کوي.

هغه روښانه کړې چې د هزاره او اهل تشیع ټولنه تل د خپلواکي، ملي حاکمیت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې د نورو افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او دا دریځ به دوام ولري. نوموړي له ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو غوښتي چې د ملي مسایلو په اړه د ملت واحد دریځ ته درناوی وکړي.

تر دې وړاندې محمد محقق په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ «رسمي سرحد» بللی و.

قزاقي رسنۍ: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
قزاقي رسنۍ: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی
100%

د قزاقستان چارواکي وایي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۷سلنه زیات شوی او یو میلیون ټنو ته رسېدلی دی.

د قزاقي رسنۍ «ریل نیوز» د راپور له مخې، دا موضوع په استانه کې د اورکاډي د همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې یاده شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت د بورډ مشر، تالغات الدیبرګنوف د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اورکاډي برخې مرستیال محمد اسحاق سره لیدلي.

دواړو لورو د اورګاډي په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د توکو پر لېږد او د بنسټیزو پروژو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لېږد په چټکۍ سره زیات شوی دی. یوازې د ۲۰۲۶کال په لومړیو دریومیاشتو کې دا اندازه د ۷۷سلنې په زیاتوالي سره یو میلیون ټنو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې د صادراتو او ترانزیټ کچه هم لوړه شوې ده. له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو، اوسپنیزو فلزاتو، کیمیاوي موادو، معدني سرې او اوړو صادرات زیات شوي دي.

په ځانګړې توګه، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۹۱زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

سره له دې چې قزاقستان د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره یې اقتصادي اړیکې پراخې ساتلې دي.

همداراز، قزاقستان پلان لري چې د ۵۰۰میلیونه ډالرو په لګښت د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښه جوړه او فعاله کړي، چې دا به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم ګام وي.