دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې یادې مجلې په خپل راپور کې ادعا کړې چې د پټېل ډېر شراب څښل او غیرحاضرۍ د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. اتلانټیک مجلې د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) په یوه راپور کې «د پټېل نامنظم چلند کېدای شي د هغه د دندې له لاسه ورکولو لامل شي» تر سرلیک لاندې خپور کړ. وروسته یې په انلاین بڼه د راپور سرلیک «د اېفبيای مشر ورک دی» ته بدل کړ؛ خو د دغه بدلون لامل یې څرګند نه کړ.
په دغه راپور کې د یادې مجلې د خبریالې سارا فېتزپاټریک له قوله او د ۲۰ بېنومه سرچینو په حواله ادعا شوې، چې د کېش پټېل «نشه او بېدلیله غیرحاضرۍ» اېفبيای او د امریکا د عدلیې وزارت چارواکي اندېښمن کړي دي.
راپور زیاتوي، د پټېل د شپنیو مجلسونو او د الکولو پراخې کارونې له امله د فدرالي څېړنو اداره اړه شوې چې ځینې رسمي سهارنۍ غونډې نورو ساعتونو ته وځنډوي او په دفتر کې د هغه غیرحاضرۍ د مهمو امنیتي پرېکړو په ځنډېدو هم اغېز کړی دی.
د کېش پټېل او اېفبيای غبرګون
کېش پټېل په یوه مرکه کې له رویټرز خبري اژانس سره دغه راپور «ناسم» بللی او ویلي یې دي: «د راپور له خپرېدو مخکې اصلي معلومات یادې مجلې ته ورکړل شوي وو؛ خو هغوی د دروغو خپرول غوره کړل».
پټېل دارنګه یادې مجلې ته په ځواب کې لیکلي: «دا خپور کړي معلومات ټول دروغ دي؛ په محکمه کې به سره ووینو او خپل بانکي چک هم درسره راوړئ». سپینې ماڼۍ، د امریکا عدلیې وزارت او د اېفبيای رسنیز دفتر په رسمي ډول په دغه راپور کې راټولې شوې ادعاوې رد کړې دي.
د حقوقي شکایت جزییات
د اېفبيای د مشر په شکایت پاڼه کې ویل شوي، چې «اتلانټیک» مجلې په ښکاره د «بد نیتۍ» عمل کړی او په قصدي ډول یې مستند شوی انکار له پامه غورځولی. د پټېل وکیلان ادعا کوي، دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی و چې د فدرالي څېړنو ادارې د مشر اعتبار خراب کړي او هغه له دندې لرې کړي.
په مقابل کې «اتلانټیک» مجلې په یوه اعلامیه کې د خپل راپور پر کرهوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ پر خپل راپور ولاړ یو او په جدي ډول به له خپلې مجلې او خبریال څخه د دغه بېبنسټه شکایت پر وړاندې دفاع وکړو».