• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سېنټکام وايي، د هرمز د محاصرې له پیله ۲۸ کښتۍ د امریکا په امر ستنې شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی، له هغه وخته چې د ایران پر جنوبي بندرونو او ساحلي سیمو یې سمندري محاصره پیل کړې، تر اوسه ۲۸ کښتیو د امریکايي ځواکونو په امر مسیر بدل کړی او بېرته د ایران بندرونو ته ستنې شوې دي.

سېنټکام په خپل تازه بیان کې ویلي چې دا محاصره د هغو کښتیو پر وړاندې پلي شوې چې د ایران جنوبي بندرونو ته روانې وې او یا هم له دغو سیمو څخه بهر وتلې وې.

د دوی په وینا، امریکايي ځواکونو دغه کښتۍ اړې کړې چې خپل مسیر بدل کړي او ایران ته ستنې شي.
د امریکا پوځ ټینګار کړی چې دا محاصره د ایران د حکومت پر وړاندې د فشار یوه برخه ده او هدف یې د کښتیو د ازاد تګ راتګ محدودول دي.

سېنټکام زیاتوي چې دا ګامونه د ایران د جنوبي ساحلونو د کنټرول لپاره اخیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ اوسنی کړکېچ د سمندري محاصرې په دوام لا زیات شوی او دغه اقدام د ایران بندرونو ته د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ جدي محدود کړی دی.
د سیمې نور هېوادونه هم د دغې محاصرې له امله اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ناټو: نن موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۱
ناټو: نن موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده
100%

ناټو د سې‌شنبې په ورځ د روسیې او چین د اټومي وسلو پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دوی نن له داسې روسیې سره مخ دي، چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده. ناټو ویلي، چې «روسیې د وسلو د کنټرول مهمو ژمنو ته درناوی نه دی کړی».

په یوې اعلامیې کې، د ناټو ۳۲ غړو هېوادونو د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (ان‌پي‌ټي) د «بشپړ پلي کېدو لپاره پر خپلې قوي ژمنتیا» ټینګار کړی. دا تړون له ۱۹۷۰ کال راهیسې د وسلو د کنټرول یو مهم بنسټ ګڼل کېږي.

دا اعلامیه د هغې غونډې تر پیل مخکې خپره شوې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې وشي. دغه غونډه به د تړون د پلي کېدو ارزونه په داسې حال کې وکړي چې نړیوال وضعیت د روسیې او اوکراین جګړې او د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د شخړو له امله بې‌ثباته دی.

په اعلامیه کې راغلي: «روسیې د وسلو د کنټرول مهمو ژمنو ته درناوی نه دی کړی او د اټومي وسلو په اړه یې بې‌مسولیته ګواښونه کړي دي. چین هم په چټک ډول خپلې اټومي زېرمې زیاتوي، خو دا کار په ښکاره او ډاګیز نه کوي.»

ناټو همداراز ویلي چې غړي هېوادونه «په کلکه د امریکا له خوا د څو اړخیز ستراتیژیک ثبات د هڅو ملاتړ کوي.»

له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د ناټو مرستیال سرمنشي بوریس روګې وویل: «نن ورځ موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده، د اټومي وسلو د لېږد بېلابېل سیستمونه جوړوي او له ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې په تر ټولو لویه جګړه کې ښکېله ده.»

د اېف‌بي‌ای مشر له اتلانټیک مجلې د ۲۶۰ مېلیون ډالرو تاوان غوښتنه کړې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱
د اېف‌بي‌ای مشر له اتلانټیک مجلې د ۲۶۰ مېلیون ډالرو تاوان غوښتنه کړې
100%

د امریکا د فدرالي څېړنې ادارې مشر کېش پټېل د یوه راپور د خپرېدو له امله پر امریکايي مجلې «اتلانټیک» دعوه کړې او د ۲۵۰ مېلیون ډالرو تاوان غوښتنه یې کړې ده. هغه د راپور معلومات ناسم بللي او دغه رسنۍ یې د بدنامۍ په خپرولو تورنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې یادې مجلې په خپل راپور کې ادعا کړې چې د پټېل ډېر شراب څښل او غیرحاضرۍ د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. اتلانټیک مجلې د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) په یوه راپور کې «د پټېل نامنظم چلند کېدای شي د هغه د دندې له لاسه ورکولو لامل شي» تر سرلیک لاندې خپور کړ. وروسته یې په انلاین بڼه د راپور سرلیک «د اېف‌‌بي‌‌ای مشر ورک دی» ته بدل کړ؛ خو د دغه بدلون لامل یې څرګند نه کړ.

په دغه راپور کې د یادې مجلې د خبریالې سارا فېتزپاټریک له قوله او د ۲۰ بې‌نومه سرچینو په حواله ادعا شوې، چې د کېش پټېل «نشه او بې‌دلیله غیرحاضرۍ» اېف‌بي‌ای او د امریکا د عدلیې وزارت چارواکي اندېښمن کړي دي.

راپور زیاتوي، د پټېل د شپنیو مجلسونو او د الکولو پراخې کارونې له امله د فدرالي‌ څېړنو اداره اړه شوې چې ځینې رسمي سهارنۍ غونډې نورو ساعتونو ته وځنډوي او په دفتر کې د هغه غیرحاضرۍ د مهمو امنیتي پرېکړو په ځنډېدو هم اغېز کړی دی.

د کېش پټېل او اېف‌بي‌‌ای غبرګون

کېش پټېل په یوه مرکه کې له رویټرز خبري اژانس سره دغه راپور «ناسم» بللی او ویلي یې دي: «د راپور له خپرېدو مخکې اصلي معلومات یادې مجلې ته ورکړل شوي وو؛ خو هغوی د دروغو خپرول غوره کړل».

پټېل دارنګه یادې مجلې ته په ځواب کې لیکلي: «دا خپور کړي‌ معلومات ټول دروغ دي؛ په محکمه کې به سره ووینو او خپل بانکي چک هم درسره راوړئ». سپینې ماڼۍ، د امریکا عدلیې وزارت او د اېف‌بي‌ای رسنیز دفتر په رسمي ډول په دغه راپور کې راټولې شوې ادعاوې رد کړې دي.

د حقوقي شکایت جزییات

د اېف‌بي‌ای د مشر په شکایت‌ پاڼه کې ویل شوي، چې «اتلانټیک» مجلې په ښکاره د «بد نیتۍ» عمل کړی او په قصدي ډول یې مستند شوی انکار له پامه غورځولی. د پټېل وکیلان ادعا کوي، دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی و چې د فدرالي څېړنو ادارې د مشر اعتبار خراب کړي او هغه له دندې لرې کړي.

په مقابل کې «اتلانټیک» مجلې په یوه اعلامیه کې د خپل راپور پر کره‌والي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ پر خپل راپور ولاړ یو او په جدي ډول به له خپلې مجلې او خبریال څخه د دغه بې‌بنسټه شکایت پر وړاندې دفاع وکړو».

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکولو لپاره هڅې روانې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکولو لپاره هڅې روانې دي
100%

اروپايي ټولنې تایید کړې، چې د طالبانو له ادارې سره یې د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي، څو هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه د دې بهیر د چټکولو غوښتنه کوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې ادارې سره یې د تخنیکي کچې لومړني تماسونه پیل کړي دي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر تنظیم او چټک کړي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامېرت په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اتحادیې اجرایه اداره هڅه کوي د غړو هېوادونو ترمنځ د دې موضوع په اړه همغږي رامنځته کړي.

هغه ویلي: «سږ کال مو د تخنیکي کچې په اساس په افغانستان کې له واکمنې ادارې سره د څېړنیزو تماسونو پیل کړی دی.»

راپور زیاتوي چې دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له بروکسل غوښتي چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د بلجیم د کډوالۍ وزیرې انلېن وان باوت ویلي چې اوسنی وضعیت دا ښيي چې حتی هغه افغانان چې جرم یې ثابت شوی، هم نه شي بېرته ستنول کېدای، چې دا د هغې په وینا د عامه باور او د امنیتي پالیسۍ پر وړاندې ستونزه ده.

د راپور له مخې، جرمني، اتریش، یونان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ او سویډن په ګډون ۲۰ هېوادونو دا لیک لاسلیک کړی او د ګډو اروپايي اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، ځینې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د زیاتېدو له امله د سختو پالیسیو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د رسمي معلوماتو له مخې له اروپايي ټولنې څخه د ایستل شویو کسانو لږ تر لږه ۲۰ سلنه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي هېوادونه کولی شي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګډې الوتنې هم تنظیم کړي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې له طالبانو سره دا ډول تماسونه د هغوی د سیاسي مشروعیت په معنا نه دي، بلکې یوازې د بشري او تخنیکي اړتیاوو د تنظیم لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه هم دوام لري.

سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي
100%

یوې باخبره سرچینې ویلي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه پاکستان ته له ایران سره د احتمالي دویم پړاو خبرو لپاره نه دی تللی، په داسې حال کې چې د دغو خبرو د ترسره کېدو راتلونکی پړاو لا هم ناڅرګند پاتې دی او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوې سرچینې چې له موضوع سره بلد دی، ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه متحده ایالاتو کې دی او پاکستان ته یې سفر نه دی کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوربند د پای ته رسېدو له ضرب‌الاجل وړاندې به پاکستان ته یو امریکایي پلاوی واستوي څو له ایران سره نورې خبرې ترسره شي.

راپور زیاتوي چې یو لوړپوړی ایراني چارواکی ویلي ایران د سولې خبرو کې د ګډون په اړه غور کوي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

یوه بله سرچینه وايي چې که څه هم امریکایي پلاوي تر اوسه حرکت نه دی کړی، خو تمه کېږي چې ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

بل خوا، نیویارک پوسټ مخکې راپور ورکړی و، چې ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي و چې جي ډي وینس، د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر د خبرو لپاره روان شوي دي. دغه کسان د هغو لومړنیو خبرو برخه هم وو چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره پیل شوې وې.

ډونالډ ټرمپ: هغه وخت پای ته رسېدلی چې کمزورو هېوادونو به موږ ته فشار راکاوه

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: هغه وخت پای ته رسېدلی چې کمزورو هېوادونو به موږ ته فشار راکاوه
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا نور د هغو پالیسیو تر اغېز لاندې نه ده چې د ده په وینا، د کمزورو حکومتونو له امله دغه هېواد د نورو دولتونو له فشار او ګواښونو سره مخ و. نوموړي ټینګار کړی، چې واشنګټن به د خپلو دښمنانو پر وړاندې کلک دریځ خپلوي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې په رسمي ایکس حساب خپرې شوې، چې پکې د امریکا د ولسمشر له خولې سختې او توندې خبرې نقل شوې دي.

په دغه بیان کې ویل شوي، چې امریکا کلونه د داسې حکومتونو تر اغېز لاندې وه چې «کمزورو هېوادونو ته یې اجازه ورکوله چې پر واشنګټن فشار راوړي او دغه هېواد تر اقتصادي او سیاسي زیانونو ورسوي.»

په راپور کې د امریکا د ولسمشر له قوله راغلي: «هغه ورځې پای ته رسېدلې دي. امریکا د کمزورو او بزدلو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې چې د شر په وړاندې شا اړوي یا د خطر پر وړاندې بې‌حرکته پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړې، چې د امریکا بنسټ اېښودونکو نسلونو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې روښانه دریځ درلود او «هغوی ته یې ماتې ورکوله او بشپړ یې له منځه وړل.»

دغه څرګندونې په داسې مهال خپرې شوې چې د امریکا د بهرني سیاست په اړه دننه او بهر بېلابېل بحثونه روان دي، او د واشنګټن د راتلونکو دریځونو په اړه اټکلونه هم زیات شوي دي.