اروپايي رسنیو د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي. همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.
د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.
اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.
تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.
خو دغو پلان شویو اخراجونو ډېرې اندېښنې راپارولي دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دی، چې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپایي اتحادیه د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې بیا واک ته ورسېدل. له هغه راهیسې، دې ډلې په افغانستان کې پر خلکو ګڼ بدیزونه لګولي او د خپلې خوښې اسلامي شریعت یې ټینګ کړی دی.
سره له دې، شاوخوا شل اروپایي هېوادونه غواړي افغانستان ته د خلکو اخراج بیا پیل کړي.
له جرمني نه له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر سلو زیات افغانان ایستل شوي دي.