فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناهغوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناهغوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.
نوموړې د سهشنبې په ورځ، د غوایي په لومړۍ نېټه، خبرداری ورکړی چې هېڅ افغان پناهغوښتونکی باید په ناامنه ډول افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.
عباسي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې یوازې د کډوالۍ پر کنټرول تمرکز وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي او د افغان پناهغوښتونکو جبري ستنول کولی شي هغوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغان پناهغوښتونکي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې او د کډوالۍ د پروسو د تعقیب لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تللي، اوس د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې زرګونه هغه افغانان چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي، په پولو کې له ستړیا، زیانمنېدو او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې به د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي څو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اوونيو اوربند د پای ته رسېدو په وروستيو ساعتونو کې، په خپلې ټولنيزې شبکې ټروت سوشل کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اوربند به تر هغې وغځوي، څو تهران خپل وړانديز وړاندې کړي او خبرې اترې پايلې ته ورسېږي.
هغه ليکلي: «د دې په پام کې نيولو سره چې د ايران حکومت له جدي داخلي درز سره مخ شوی دی، چې دا څه ناڅاپي هم نه دي او د فيلډ مارشال عاصم منير او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په غوښتنه، له موږ غوښتل شوي چې پر ايران خپل بريد تر هغې وځنډوو، څو د هغوی مشران او استازي پر يو ګډ وړانديز هوکړې ته ورسېږي».
هغه زياته کړه: «له همدې امله، ما خپلو پوځي ځواکونو ته امر کړی چې کلابندي روانه وساتي او په نورو ټولو برخو کې هم بشپړ چمتووالی ولري. نو ځکه، اوربند تر هغې غځوم چې د هغوی وړانديز وړاندې شي او خبرې اترې، په هر ډول چې وي، پايلې ته ورسېږي».
په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ايران د پاکستان په منځګړيتوب خبرو کې ګډون رد کړی دی.
دې اژانس چې سپاه ته نږدې بلل کېږي، راپور کې ويلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې امريکا په وروستيو ورځو کې له خپلو «لوړو غوښتنو» څخه شاته نه شوه.
تسنيم ليکلي: «له همدې امله، ايران بالاخره نن اعلان وکړ چې په دې حالاتو کې په خبرو کې ګډون د وخت ضايع کول دي، ځکه امريکا د هر ډول مناسبې هوکړې مخه نيسي. نو ايران به له امريکايانو سره هېڅ ډول تعامل ونه کړي».
دغه اژانس زياته کړې، چې ايران خپل دريځ پاکستان ته رسولی او منځګړو ته يې خبر ورکړی چې سبا به په پاکستان کې په خبرو کې ګډون ونه کړي. د دې راپور کره والی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تاييد شوی.
د طالبانو د استخباراتو مرستيال تاجمير جواد بدخشان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې دوی په ځينو هېوادونو کې د مخالفانو خوځښتونه له مخکې اټکل کړي وو. هغه زياته کړه چې له پيل راهيسې دوی په چمتووالي کې وو، څو د مخالفانو کړنې شنډې کړي.
تاجمير جواد وروسته له هغې بدخشان ته ولاړ، چې ګواښونه زيات شوي دي. د هغه د خبرو غږيزه بڼه د سېشنبې په ورځ يو شمېر کورنيو رسنيو خپره کړه.
تاجمير په دې ولايت کې د طالبانو د چارواکو په غونډه کې وويل چې طالبان يو «فکر» دی او د اسلام په پراخه جغرافیه کې ژورې ريښې لري. هغه د مخالفانو خوځښتونو ته په اشارې سره وويل: «د ټيټو افکارو خاوندان او د هغوی بهرنۍ ملاتړي نه شي کولای دا روښانه رڼا مړه کړي».
نوموړي همدارنګه وويل چې کله دوی پر کابل کې واک ترلاسه کړ، نو دا حالت يې له مخکې اټکل کړی و. د هغه په وينا، دوی د مخالفانو پر وړاندې د مقابلې لپاره په چمتووالي کې وو او اوس هم چمتو دي.
هغه ادعا وکړه چې طالبان يو سطحي اداره نه ده، بلکې په کليو او د افغانستان په هر ګوټ کې ريښې لري. د ده په وينا، د طالبانو اداره د ۲۰ يا ۳۰ کلونو د مبارزې پايله نه ده، بلکې د ټولنې د ديندارې طبقې د سل کلنې مبارزې نتيجه ده. دغه طالب چارواکي ټينګار وکړ چې دوی به په هره بيه له «شرعي نظام» څخه دفاع وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د مخالفانو خوځښتونه زيات شوي دي. په همدې وخت کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې هم کړکېچنې شوې دي. د پاکستان چارواکو د «په افغانستان کې د نظام د بدلون» خبره کړې ده. ورسره هممهاله داسې راپورونه هم شته چې ځينې مخالفې ډلې پاکستان ته نږدې شوې دي.
د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن، د طالبانو د تخنیکي پلاوي د احتمالي سفر په اړه، چې ټاکل شوې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو د افغان کډوالو د اخراج پر موضوع خبرې وکړي، توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اروپایي چارواکي «په بروکسل کې د طالبانو لپاره سرې غالۍ هواروي».
نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «راځئ روښانه ووایو؛ د اخراج سیاست ته رسمیت ورکول د یوې فاجعې نسخه ده. طالبانو ته هېڅ مشروعیت نشته. هېڅ پټه معامله نه شته.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو رسنیو د راپور له مخې، اروپايي ټولنې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوند ادارو د اندېښنو سربېره، د افغان پناهغوښتونکو د اخراج په اړه د یوې غونډې د جوړېدو پلان لري، چې په کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.
د راپور پر بنسټ، د دې ناستې تمرکز به په هغو افغانانو وي چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او ټاکل شوې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.
د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د طالبانو د دې احتمالي سفر تنظیم د اروپایي کمېسیون او د اروپايي ټولنېد یو شمېر غړو هېوادونو له لوري کېږي، او دا به د اروپايي چارواکو له دوو «اکتشافي» سفرونو وروسته ترسره شي.
یوې سرچینې ویلي چې «موخه دا ده چې د اوړي تر پیل مخکې دغه پلاوی راوبلل شي» او دا پلاوی به تخنیکي بڼه ولري.
یوې بلې باخبره سرچینې ویلي،چې اروپايي چارواکي د عملي ظرفیتونو ارزونه کوي، لکه د الوتنو تنظیم او د کابل هوایي ډګر امکانات، او همداراز د بېرته ستنېدونکو کسانو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي.
خو تر دې دمه، د اروپايي کمیسیون له خوا طالبانو ته رسمي بلنلیک نه دی لېږل شوی.
د راپور له مخې، د طالبانو د پلاوي سفر چې په پیل کې د مارچ میاشتې وروستیو ته پلان شوی و، اوس راتلونکو اونیو ته ځنډول شوی دی. تر دې دمه طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
نامتو روسي ختيځپوه او پخواني ډيپلومات اولېګ اکولينيچف ټينګار کړی، چې د طالبانو په اړه د روسيې اوسنۍ تګلاره بايد له سره وارزول شي. هغه خبرداری ورکړی چې يوازې د طالبانو پر ادارې تکيه کول د مسکو دريځ تنګ او زيانمن کوي.
دغه تقاعد شوی ډيپلومات په «کمرسانت» ورځپاڼه کې په خپله ليکنه کې ويلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې يو باثباته هېواد نه شي. هغه د پاکستان سره د زياتېدونکو شخړو يادونه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو او پاکستان تر منځ تاوتريخوالی د روسيې اقتصادي او ستراتيژيکو پروژو ته جدي ګواښ پېښوي. نوموړي زياته کړه چې وروستۍ خبرې اترې چې د چين په منځګړيتوب شوې وې، هم ونه توانېدې چې تاوتريخوالی راکم کړي.
اکولينيچف وويل: «تر هغو چې د ټرانسپورټ امنيت تضمين نه شي، د اورګاډي پټلۍ يا د تېلو د چاڼځایونو په پروژو کې پانګونه هېڅ مانا نه لري». هغه څرګنده کړه چې مسکو د کابل، اسلاماباد، تهران او دوشنبې سره سيمهييزې همکارۍ ته اړتيا لري.
دغه روسي کارپوه د کړکېچ ريښه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «پاکستاني طالبانو» شتون او فعاليت وباله. هغه وويل چې اسلاماباد له د طالبانو ادارې غوښتنه کړې چې له دې ډلې سره مقابله وکړي، خو کابل تر اوسه يوازې ژمنې کړې دي او کوم جدي ګام يې نه دی پورته کړی.
اکولينيچف ټينګار وکړ چې د خوشباوريو وخت پای ته رسېدلی او اوس د سختې واقعپالنې او عملي تګلارې وخت رارسېدلی دی. هغه سپارښتنه وکړه چې مسکو بايد يوې انعطافمنونکې تګلارې ته مخه کړي، سيمهييزې خبرې اترې نه يوازې له کابل، بلکې له اسلاماباد، تهران او دوشنبې سره هم پيل کړي او د پولو د امنيت د څار لپاره ريښتيني ميکانيزمونه جوړ کړي
هغه د خپلې ليکنې په بله برخه کې د افغانستان بشري کړکېچ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۱ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړ دي او له ۱۷ ميليونو زيات خلک د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. اکولينيچف خبرداری ورکړ چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل به کړکېچ لا پسې ژور کړي او د توندلارو ډلو د ودې زمينه به برابره کړي.
دغه پخواني ډيپلومات دا هم وويل چې که څه هم امريکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل ځواکونه ايستلي، خو لا هم د سيمې په بدلونونو کې رول لري او د واشنګټن اغېز بايد له پامه ونه غورځول شي. هغه ټينګار وکړ چې روسيه بايد په يو واقعبين او محاسبهګر نظر سره په مرکزي اسيا کې خپل اقتصادي او امنيتي ګټې وساتي او د افغانستان څخه دې سيمې ته د ګډوډۍ د خپرېدو مخه ونيسي.
د يادونې وړ ده چې روسيې تېر کال د طالبانو اداره په رسميت وپېژندله. تمه کېده چې د مرکزي اسيا ځينې هېوادونه به هم ورته ګام واخلي، خو دغو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له په رسميت پېژندلو ډډه کړې ده.
په همدې حال کې، د مرکزي اسيا يو کارپوه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ښاغلی اکولينيچف يو تقاعد شوی روسي ډيپلومات دی او په بېلابېلو دندو کې يې کار کړی دی. هغه، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، وويل چې د داسې يوې ليکنې خپرېدل د نوموړي له لوري تصادفي نه شي کېدای.
سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا په دغه ولایت کې د دوی د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې، څو په مرکز او ولسوالیو کې د ولسي شخړو تر څنګ د جنایي پېښو اړوند مسایل حل کړي.
د طالبانو په یوه مکتوب کې چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، په کې د طالبانو له استخباراتو، بلخ کې د طالبانو مرستیال والي، د روضې رییس او یو شمېر دیني عالمانو ته دندې سپارل شوي چې په ولسوالیو کې پخوانۍ او اوسنۍ ولسي شخړې حل کړي.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې باید ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت په رڼا کې وشي او راپور یې بېرته په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا سره شریک شي. طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ولسي شخړو او دوښمنیو د حل کېدو خبرونه ورکړي دي.