دغه تقاعد شوی ډيپلومات په «کمرسانت» ورځپاڼه کې په خپله ليکنه کې ويلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې يو باثباته هېواد نه شي. هغه د پاکستان سره د زياتېدونکو شخړو يادونه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو او پاکستان تر منځ تاوتريخوالی د روسيې اقتصادي او ستراتيژيکو پروژو ته جدي ګواښ پېښوي. نوموړي زياته کړه چې وروستۍ خبرې اترې چې د چين په منځګړيتوب شوې وې، هم ونه توانېدې چې تاوتريخوالی راکم کړي.
اکولينيچف وويل: «تر هغو چې د ټرانسپورټ امنيت تضمين نه شي، د اورګاډي پټلۍ يا د تېلو د چاڼځایونو په پروژو کې پانګونه هېڅ مانا نه لري». هغه څرګنده کړه چې مسکو د کابل، اسلاماباد، تهران او دوشنبې سره سيمهييزې همکارۍ ته اړتيا لري.
دغه روسي کارپوه د کړکېچ ريښه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «پاکستاني طالبانو» شتون او فعاليت وباله. هغه وويل چې اسلاماباد له د طالبانو ادارې غوښتنه کړې چې له دې ډلې سره مقابله وکړي، خو کابل تر اوسه يوازې ژمنې کړې دي او کوم جدي ګام يې نه دی پورته کړی.
اکولينيچف ټينګار وکړ چې د خوشباوريو وخت پای ته رسېدلی او اوس د سختې واقعپالنې او عملي تګلارې وخت رارسېدلی دی. هغه سپارښتنه وکړه چې مسکو بايد يوې انعطافمنونکې تګلارې ته مخه کړي، سيمهييزې خبرې اترې نه يوازې له کابل، بلکې له اسلاماباد، تهران او دوشنبې سره هم پيل کړي او د پولو د امنيت د څار لپاره ريښتيني ميکانيزمونه جوړ کړي
هغه د خپلې ليکنې په بله برخه کې د افغانستان بشري کړکېچ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۱ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړ دي او له ۱۷ ميليونو زيات خلک د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. اکولينيچف خبرداری ورکړ چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل به کړکېچ لا پسې ژور کړي او د توندلارو ډلو د ودې زمينه به برابره کړي.
دغه پخواني ډيپلومات دا هم وويل چې که څه هم امريکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل ځواکونه ايستلي، خو لا هم د سيمې په بدلونونو کې رول لري او د واشنګټن اغېز بايد له پامه ونه غورځول شي. هغه ټينګار وکړ چې روسيه بايد په يو واقعبين او محاسبهګر نظر سره په مرکزي اسيا کې خپل اقتصادي او امنيتي ګټې وساتي او د افغانستان څخه دې سيمې ته د ګډوډۍ د خپرېدو مخه ونيسي.
د يادونې وړ ده چې روسيې تېر کال د طالبانو اداره په رسميت وپېژندله. تمه کېده چې د مرکزي اسيا ځينې هېوادونه به هم ورته ګام واخلي، خو دغو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له په رسميت پېژندلو ډډه کړې ده.
په همدې حال کې، د مرکزي اسيا يو کارپوه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ښاغلی اکولينيچف يو تقاعد شوی روسي ډيپلومات دی او په بېلابېلو دندو کې يې کار کړی دی. هغه، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، وويل چې د داسې يوې ليکنې خپرېدل د نوموړي له لوري تصادفي نه شي کېدای.