محمد محقق: له یوې پېړۍ «هېوادپلورنې» وروسته داسې څه نه دي پاتې چې زه یې وپلورم
د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې پر خپلو سیاسي منتقدینو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د خاورې د پلورنې تورونه ناسم دي او باید د تېرو تاریخي پرېکړو مسوولیت پر دوی وانچول شي.
محقق د افغانستان د تاریخ ځینو مهمو پړاوونو ته په اشارې ویلي چې د هېواد د خاورې اړوند معاملې په پخوانیو واکمنیو کې شوې دي. هغه د شاه شجاع، محمد یعقوب خان او عبدالرحمن خان نومونه اخېستي او ویلي یې دي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال له انګرېزانو سره د پیسو په بدل کې تړونونه شوي وو، نو ځکه اوس د پلور لپاره څه نه دي پاتې.
محقق د ډیورند کرښې موضوع ته هم اشاره کړې او له خلکو یې غوښتي، چې په دې اړه ترسره شوې مناظرې او بحثونه وګوري او خپله قضاوت وکړي.
هغه ویلي چې ده یوازې «یو حقیقت» بیان کړی، خو د ده په وینا، ځینو تمامیت غوښتونکو پرې سختې نیوکې وکړې، ان تر دې چې د منطقي بحث پر ځای یې «بې ادبي»کړې ده.
محقق ټینګار کړی چې له منطقي بحث او استدلال څخه وېره نه لري او هڅه به وکړي هغه «ناسم دود» پای ته ورسوي چې د ده په وینا، یوه وړه ډله د اکثریت پر ځای خبرې کوي او زور کاروي.
اروپايي رسنیو د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي. همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.
د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.
اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.
تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۳۱مه) ۱۰۰۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۳۸۵ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۹کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۵۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې دا څلورمه ورځ ده، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.
که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نهده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی. تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.
د خلکو په خبره؛ له دغه پنډغالي نه د افغانانو له وتلو وروسته کاروبار صفر شوی، رش او شور ختم شوی او ان پر سړکونو او څلور لارو یې اغېز کړی او تش شوي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال د دغه پنډغالي شاوخوا وضعیت په انځورونو کې را اخیستی.