د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه تنه په ډزو وژلي

په خیبر پښتونخوا کې ځایي پولیسو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې بېګوخېل سیمې ته نږدې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې دوه کسه وژل شوي دي. پولیسو ویلي، چې دغه دوه کسان صفيالله او افنان نومېدل او د بېګوخېل سیمې اوسېدونکي وو.
پولیسو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه ویلي، چې دغه کسان په خپله ملکي وګړي وو؛ خو د یوه وژل شوي کس ورور د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) کې د موټر چلوونکي په توګه دنده لرله او بل کس د یو پولیس افسر نږدې خپلوان ښودل شوی دی.
ویل کېږي، سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د خیبر پښتونخوا خیبر ولسوالۍ د تيرا درې په لرې پرته سيمه راجګال کوکي خېل کې ناپېژاندو وسلهوالو د سړک جوړولو د یوې پروژې څلور کارکوونکي تښتولي وو.
