• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جعفر مهدوي: ډیورنډ فرضي کرښه ده او د استعمار میراث دی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي د ډیورنډ کرښې په تړاو د روانو ناندریو په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی. نوموړي د ملي حاکمیت د ساتلو او دفاع مسؤلیت د ټول ملت پر غاړه بولي. مهدوي زیاته کړې چې د دیورند موضوع د ټولو وګړو د ملي حاکمیت داعیه ده.

هغه زیاته کړې چې دا کرښه، لکه د سیمې نورې فرضي کرښې، د استعمار میراث دی او د مسلمانانو ترمنځ د اوږدمهاله اختلاف او شخړې د دوام لپاره ترسیم شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملت اراده هېڅکله د دې کرښې په ټاکلو کې رول نه لري.

هغه زیاته کړې چې اوسني شرایطو کې هر ډول پرېکړه د ډیورند کرښې په اړه باید د افغانستان د ملت صلاحیت وي او د نړیوالو منل شوو میکانیزمونو له مخې د خلکو اراده پکې خوندي شي.

مهدوي همداراز ویلي چې په وروستیو ورځو کې ځینو سیاسي څېرو د ډیورند موضوع ته اشاره کړې او دې څرګندونو د خلکو ترمنځ حساسیتونه پیدا کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د ځینو بهرنیو هزاره سیاستوالو څرګندونې یوازې شخصي نظرونه دي او د افغانستان د هزاره او شیعه ټولنې استازیتوب نه کوي.

هغه روښانه کړې چې د هزاره او اهل تشیع ټولنه تل د خپلواکي، ملي حاکمیت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې د نورو افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او دا دریځ به دوام ولري. نوموړي له ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو غوښتي چې د ملي مسایلو په اړه د ملت واحد دریځ ته درناوی وکړي.

تر دې وړاندې محمد محقق په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ «رسمي سرحد» بللی و.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

قزاقي رسنۍ: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
قزاقي رسنۍ: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی
100%

د قزاقستان چارواکي وایي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو لېږد د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۷سلنه زیات شوی او یو میلیون ټنو ته رسېدلی دی.

د قزاقي رسنۍ «ریل نیوز» د راپور له مخې، دا موضوع په استانه کې د اورکاډي د همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې یاده شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت د بورډ مشر، تالغات الدیبرګنوف د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اورکاډي برخې مرستیال محمد اسحاق سره لیدلي.

دواړو لورو د اورګاډي په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د توکو پر لېږد او د بنسټیزو پروژو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لېږد په چټکۍ سره زیات شوی دی. یوازې د ۲۰۲۶کال په لومړیو دریومیاشتو کې دا اندازه د ۷۷سلنې په زیاتوالي سره یو میلیون ټنو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې د صادراتو او ترانزیټ کچه هم لوړه شوې ده. له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو، اوسپنیزو فلزاتو، کیمیاوي موادو، معدني سرې او اوړو صادرات زیات شوي دي.

په ځانګړې توګه، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۹۱زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

سره له دې چې قزاقستان د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره یې اقتصادي اړیکې پراخې ساتلې دي.

همداراز، قزاقستان پلان لري چې د ۵۰۰میلیونه ډالرو په لګښت د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښه جوړه او فعاله کړي، چې دا به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم ګام وي.

طالبانو په هرات کې د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د درېیم بلاک د استخراج قرارداد د ۱۰،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان، ویلي چې دا قرارداد د سې شنبې په ورځ، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت او د یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د ۱۵ کلونو لپاره د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو حق الامتیاز په بیه ترسره شوی، او شرکت به مکلف وي چې د نافذه قوانینو، د کانونو د طرزالعمل او خپلو ژمنو سره سم فعالیت وکړي.

همداراز، ویل شوي چې قراردادي شرکت به د رویالټي تر ورکړې سربېره، د ټولنیزو خدماتو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم خپلې ژمنې پوره کوي او شاوخوا ۱۲۵ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

طالبان: په هلمند کې مو ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
طالبان: په هلمند کې مو ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده
100%

هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په واشیر، ګرمسیر او باباجي ولسوالیو کې یې ۹۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده.

د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه د یو شمېر کسانو له لوري په غیرقانوني توګه لاندې شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې قضیې په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

ځایي مسوولینو د ځمکو د غصب د مخنیوي او د دولتي شتمنیو د ساتنې په برخه کې د جدي اقداماتو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو اړوند رسنۍ: پاکستان په پکتیکا کې پر یوه ښوونځي ډرون برید کړی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
د طالبانو اړوند رسنۍ: پاکستان په پکتیکا کې پر یوه ښوونځي ډرون برید کړی
100%

د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د ډرون برید له امله یو ښوونیز بنسټ زیانمن شوی دی.

د راپور له مخې، برید د برمل ولسوالۍ اړوند د پتاوګي کلي پر محمودیه منځني ښوونځي شوی، چې له امله یې د یاد ښوونځي ودانۍ، درسي وسایل او د برېښنا سولر سیستم ته زیان رسېدلی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه نن د سې شنبې په ورځ شوې ده.

تر اوسه د دغه برید په اړه د پاکستان له لوري رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو پر والي احسان الله بریال بمي چاودنه شوې ده. د طالبانو والي دې مدرسې ته د یوې فاتحې لپاره تللی و.

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې سرچینو نن د سې شنبې په ورځ، د غويي پر لومړۍ نېټه وویل، چې ددغه ولایت د طالبانو پر والي احسان الله بریال مازیګر مهال چاودنه شوې ده.

په دې چاودنه کې د یو کس د ټپي کېدو راپورونه ور کړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او له چاودنې وروسته طالبان دې مدرسې څوک نږدې نه پرېږدي.

یو عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پر والي چاودنه د اوداسه کولو پرمهال شوې ده.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د پيښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کاپیسا والي احسان الله بریال چې په حاجي قاري بریال مشهور دی ددغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.