د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۳۱مه) ۱۰۰۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۳۸۵ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۹کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۵۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې دا څلورمه ورځ ده، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.
که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نهده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی. تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.
د خلکو په خبره؛ له دغه پنډغالي نه د افغانانو له وتلو وروسته کاروبار صفر شوی، رش او شور ختم شوی او ان پر سړکونو او څلور لارو یې اغېز کړی او تش شوي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال د دغه پنډغالي شاوخوا وضعیت په انځورونو کې را اخیستی.