رویټرز: د سمندري کلابندۍ د ختمولو او د ایراني بېړۍ ازادولو لپاره د پاکستان هڅې ناکامې شوې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د پاکستان هغه هڅې چې امریکا قانع کړي، څو سمندري کلابندي پای ته ورسوي او ایراني بېړۍ او د هغې عمله ازاده کړي، تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
