• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پلچرخي عالي لیسې د اسلامیاتو ښوونکی او څو زده کوونکي نیولي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن سې شنبه طالبانو د کابل د پلچرخې عالي لیسې د اسلامیاتو ښوونکی مولوي عبدالقدیم له څو زده کوونکو سره یوځای نیولي دي. تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د عبدالقدیم ویډيو خپره کړه، چې له یو زده کوونکي سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

د کابل پلچرخي عالي لیسې ځينو زده کوونکو نن سې شنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه وویل، چې د طالبانو د ۱۹ مې حوزې مسوولانو د اسلامیاتو له ښوونکي سره یوځای څو تنه زده کوونکي له ځان سره وړي دي.

دوی وايي، طالبانو یو شمیر زده کوونکي په دې تور نیولي، چې ویډیو یې ثبت کړې ده او رسنیو ته یې لېږلې ده.

طالبانو د پلچرخي لیسې د ښوونکي او زده کوونکو د نیولو په تړاو لاتر اوسه څه نه دي ویلي.

‏تېره ورځ د وري پر ۳۱مه افغانستان انټرنشنل د کابل د پلچرخي عالي لیسې په یوه ټولګي کې له یوه زده کوونکي سره له تاوتریخوالي د ډک چلند ویډیو خپره کړه.

د افغانستان په ښوونځیو کې له زده کوونکو سره د تاوتریخوالي دغه ویډیو یوازینۍ نه ده. له دې وړاندې هم ورته ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې دي.

‏د پوهنې برخې شنونکي په ښوونیز سیستم کې د اصلاحاتو، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او د زده‌کوونکو د خوندیتوب لپاره د رڼو پالیسيو اړتیا په ګوته کوي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند: پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند: پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو
100%

د عبدالله عبدالله پخواني ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي ویلي چې پاکستان د خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژني او ټینګار یې کړی چې له اسلام اباد سره باید هېڅ ډول سرحدي شخړه موجوده نه وي.

رحیمي پر خپل ایکس له افغانستان سره د پاکستان د اوسنیو ځینو سیمو د یوځای کېدو پر غوښتنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع دده په وینا، «ملي غوښتنه» نه ده، بلکې یوازې د یوې محدودې ډلې له خوا تعقیبېږي.

هغه زیاته کړې چې د «پښتونستان» موضوع د افغانستان د ځینو پښتنو له لوري مطرح کېږي، خو دا د ده په وینا، د « تاجکانو، هزاره‌ وو، ازبکانو او نورو قومونو غوښتنه نه ده».

د نوموړي په وینا، ځینې کسان هڅه کوي دا موضوع پر نورو وتپي، خو د سیمې د نفوس او سیاسي واقعیتونو له مخې دا ډول ادعاوې له واقعیت سره سمې نه دي.

رحیمي ویلي: «موږ پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو او له هېڅ هېواد سره سرحدي او ځمکنۍ شخړه نه لرو، بلکې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل په خبرو اترو او همکارۍ کې وینو، نه په وېش او نیابتي جګړو کې.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د ګډ امنیت تړون سازمان د پارلماني جرګې غونډې ته وویل چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې بې‌ثباتي جدي اندېښمنوونکې ده. هغه زیاته کړه، چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد جګړه دوام لري او باید لا ډېر پام ورته وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وري پر ۳۱مه د مسکو په غونډه کې چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان پارلماني جرګې د شورا غړو پکې ګډون کړی و، د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

هغه وویل چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې بې‌ثباتي د اندېښنې وړ ده او دا وضعیت پر ټولې سیمې اغېز لري.

لاوروف څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد مبارزه روانه ده او دا چاره دا ایجابوي چې روسیه او د سیمې هېوادونه ورته لا زیات پام وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې باید له ګاونډیو او ملګرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ناپېیلو هېوادونو ټولنې او شانګهای همکارۍ سازمان له غړو سره همکاري زیاته شي.

د هغه په وینا، د شانګهای د همکاریو سازمان پراخ پروګرام لري چې موخه یې د ثبات او امنیت ټینګښت دی. لاوروف وویل، د ډله ییز امنیت تړن سازمان، ناپېیلو هېودونو سازمان او شانګهای د همکاریو سازمان عمومي منشیانو په دې وروستیو کې یوه نقشه تصویب کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، سیمه ییز امنیت د ټولو ګډ مسوولیت دی او دا اړتیا شته چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه په ګډه د ترهګرۍ، نشه یي توکو قاچاق او بې‌ثباتۍ پر ضد همغږي اقدامات وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د سیمې هېوادونه د امنیتي ګواښونو له اړخه اندېښمن دي خو طالبانو په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور رد کړی دی.

طالبان وايي تېر کال ۱۹ زره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱
طالبان وايي تېر کال ۱۹ زره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د کابل، ننګرهار، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او کندهار ولایتونو ۱۹ زره کسانو ته د فریلانس کار، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ او د موبایل او کمپیوټر ترمیم په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه ویلي چې په ۱۴۰۴ کال کې د فریلانسر په توګه په نړیوالو بازارونو کې په انلاین بڼه ۱۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو کې زرګونو تنو ځوانانو ته د انګلیسي او عربې ژبې، کمپیوتر پروګرامونو، املا او انشاء او ویناوالۍ په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د شمېرو له مخې ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف سره شاوخوا ۵۰۰۰ ځوانان ور پېژندل شوي دي.

دوی زیاتوی، چې ۳۰۰ بېوزله محصلانو او زده کوونکو ته د لیلیې اسانتیا برابره شوې ده.

یاد وزارت ویلي، چې ځوانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه ۳۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو ناستې شوې دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ارقام داسې مهال خپریږي، چې په هېواد کې بې کاري او د عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړو ته د طالبانو لومړیتوب ددې لامل شوی چې ګڼ ځوانان له هېواده ووځي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې رییس د ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
د طالبانو چاپېریال ساتنې رییس د ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ریییس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.

د یادې ادارې په وینا، دا سرمشریزه غونډه به د چارشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو استازي او د چاپېریال ساتنې متخصصان برخه اخلي.

د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ سرمشریزه په سیمه کې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په برخو کې د ګډو ننګونو د حل لپاره د هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

طالبان: پر ایران د پوځي برید ملاتړ نه کوو خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم دي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
طالبان: پر ایران د پوځي برید ملاتړ نه کوو خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم دي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له امریکا سره د اړیکو د بیا پیل امکان شته، خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو بیا حضور په کلکه ردوي. نوموړي ویلي، چې دوی پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي برید ملاتړ نه کوي، خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم بولي.

د یاد وزارت د سیاسي چارو دویم رییس ذاکر جلالي د متحده عربي اماراتو ده نېشنل ورځپاڼې ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په چوکاټ کې «د فرصتونو د لټولو امکان شته».

هغه د امریکا پوځي حضور تجربه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې «منفي بېلګه» وبلله، خو زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې له متحده ایالات سره د اړیکو پراختیا په نورو بڼو کې امکان لري.

نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم سیاسي او دیپلوماتیک تعامل ممکن دی، خو افغانستان به هېڅکله د بهرنیو ځواکونو حضور ته اجازه ورنه کړي.

د۲۰۲۵ کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې واشنګټن هڅه کوي بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي. وروسته سپینې ماڼۍ هم تایید کړه چې له افغان استازو سره د دې موضوع په اړه خبرې روانې دي.

ټرمپ وروسته خبرداری ورکړی و چې که طالبان د دې اډې له سپارلو سره موافقه ونه کړي، نو افغانستان ته به بدڅه ور پېښ شي.

ذاکر جلالي په ترکیه کې د دیپلوماتیک فورم پر مهال ویلي چې افغانستان اوس د سیمې د امنیتي بې‌ثباتۍ له وضعیت سره مخ دی. د هغه په وینا، د ایران جګړې بیې لوړې کړې دي، له ایران څخه د افغان کډوالو ناڅاپي ستنېدو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو وضعیت ترینګلی کړی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د امریکا او اسراییل له بریدونو او همدارنګه د ایران له غچ اخیستونکو بریدونو څخه خوندي پاتې شوی، خو دا معنا نه لري چې د جګړې اغېزې یې نه دي لیدلې.

هغه ټینګار کړی چې کابل د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل د پوځي کمپاین ملاتړ نه کوي، خو د سیمې پر نورو هېوادونو د ایران توغندیز بریدونه هم ناسم بولي. د جلالي په وینا، دا ډول اقدامات د افغانستان لپاره د جدي اندېښنې وړ دي او سیمه ییز کړکېچ لا پراخوي.

جلالي وویل چې د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ خرابېدونکې اړیکې د افغانستان لپاره ستونزې زیاتوي، ځکه کابل هڅه کوي له دواړو لوریو سره اړیکې وساتي. د هغه په وینا، دا بې‌باوري به د افغانستان د سیاسي انتخابونو ساحه محدوده کړي.

جلالي له پاکستان وغوښتل چې په دوه اړخیزو اړیکو کې یو عملي او واقعبینانه چلند غوره کړي او زیاته یې کړه چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده. هغه وړاندیز وکړ چې سیاسي او امنیتي مسایل دې له سوداګرۍ او ترانزیټ څخه جلا وساتل شي، څو اقتصادي فعالیتونه زیانمن نه شي.

نوموړي زیاته کړې، « له همدې امله زموږ لومړنی وړاندیز پاکستان ته دا دی چې لومړی باید د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه خبرې اترې او مذاکرات دوام وکړي. په ورته وخت کې باید سوداګري او ترانزیت ته اجازه ورکړل شي چې په ارامه ډول پر مخ ولاړ شي».