کرزي ټینګار کړی، چې خلک نه غواړي هېواد بیا د ګډوډۍ او جګړو ښکار شي؛ خو افغانان د سولې، ټیکاو او د خلکو پر اراده ولاړ نظام غوښتونکي دي. د هغه په وینا، ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د جګړې دوام نه غواړي؛ خو د نجونو زدهکړې، د ښځو حقونه او د خلکو ارادهمحوره حکومت غواړي.
کرزي د طالبانو ترمنځ د کورني اختلاف په اړه وویل، چې د هر حکومت په څېر د طالبانو په اداره کې هم بېلابېل نظرونه شته؛ خو باید د «وېش او سقوط» هیله ونه شي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امنیت تر یو حده ښه شوی؛ خو افغانستان لاهم اقتصادي ودې، هوساینې او یو باثباته او اغېزمن نظام ته اړتیا لري.
د کرزي په باور؛ افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ښه راتلونکی یوازې د ګډ کار له لارې شونی دی. کرزي د امریکا د اونیزو مرستو په اړه وویل، چې دغه مرستې په مستقیمه توګه طالبانو ته نه ورکول کېږي؛ بلکې د افغانستان د اقتصادي سیستم د نه درېدو لپاره دي.
هغه زیاته کړه، چې امریکا او نور مرسته کوونکي ښایي له دې لارې خپل نفوذ وساتي.
پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې سره مخ دی
کرزي ویلي، چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې له افراطیت ملاتړ کړی او دغه ستونزه یې افغانستان ته صادره کړې ده. د هغه په باور؛ اوس اسلاماباد د خپلو ناسمو تګلارو پایلې ګوري.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان حق لري په خپل هېواد کې امنیت ټینګ کړي؛ خو باید افغانستان د خپلو ناامنیو مسوول ونه ګڼي. نوموړي د پاکستان هوايي بریدونه چې ملکي وګړي پهکې وژل شوي «لویه تېروتنه» بللې او د تګلارې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.
کرزي افغانستان کې د ۲۰ وسلهوالو ډلو د حضور په اړه ویلي، چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ له امله سخت زیانمن شوي «که په رښتیا دغه ترهګرې ډلې افغانستان کې حضور ولري؛ نو باید ژر تر ژره له هېواده واېستل شي».
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان باید افغانستان د یوه خپلواک او د ارادې څښتن هېواد په توګه ومني. د هغه په خبره؛ که پاکستان هڅه وکړي افغانستان کوچنی او کمزوری وساتي یوازې به یې ځان ته تاوان رسولی وي.
هغه د چین له منځګړیتوب هم مننه کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي هڅه کوي.
«د طالبانو ځینې غړي د نجونو له زدهکړو سره مخالفت نهلري»
کرزي له شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، داسې شواهد نهشته چې عادي طالب جنګیالي دې د نجونو له زدهکړو سره مخالف وي. هغه زیاته کړې، ان ځینو ځوانو طالب غړو ترې غوښتي چې خپلې لوڼې د زدهکړو لپاره بهر ته واستوي.
د هغه په وینا؛ د افغانستان دیني عالمانو هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د ښځو د کار د بندیز د ختمېدو غوښتنه کړې ده. کرزي ټینګار کړی، چې د ښځو د کار او زدهکړې بندیز افغانستان کمزوری کړی.
هغه ویلي، چې د ښځو د کار او زدهکړې حق یو قانوني حق دی. شپیګل ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې ګڼې ښځې زدهکړو ته د لاسرسي لپاره له کرزي د مرستې غوښتنه کوي؛ خو د هغه لوڼې د نورو افغان نجونو په شان له شپږم ټولګي له لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
کرزی وایي، یوه لور یې له شپږم ټولګي فارغه ده او اوسمهال انلاین زدهکړې کوي. کرزي دا هم ویلي، چې بله لور یې اوس شپږم ټولګي کې ده او تر راتلونکو میاشتو به له پاتې زدهکړو محرومه شي.
حامد کرزي په ټینګار دا ویلي، د ښځو د حقونو د بیا ترلاسه کولو لپاره یې چې څومره وس رسېږي هڅه به وکړي. هغه د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز یوه معما وګڼله او ویې ویل، طالبانو په سر کې دا یوه لنډمهاله ېکړه اعلان کړې وه؛ خو اوس اوږده موده وشوه چې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او په دې چاره «نه جبرانېدونکي» زیانونه یې اړولي دي.
کرزي پرته له دې چې د طالبانو نوم یاد کړي ویلي، چې ځینې خلک افغانستان کې وایي د ښځو زدهکړه د اسلام خلاف عمل دی. هغه څرګنده کړې، چې د نړۍ علما په ټوله نړۍ کې د ښځو له زدهکړو او ګډون ملاتړ کړی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه مرکه کې څرګنده کړې، د ښځو له زدهکړو، کار او ګډون مخنیوی او د دغه محدودیتونو دوام د هغو کسانو په ګټه دی چې غواړي افغانستان کمزوری پاتې شي.