احمد شرع په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته رسېدلی

د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد شرع د خلیج هېوادونو ته په سفر کې د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان ته رسېدلی. د سوریې خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړی به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه او خبرې وکړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې الشرع سعودي عربستان ته رسیدلی، خو د دغه سفر د مودې په اړه څه نه دي ویل شوي.
