• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو چاپېریال ساتنې رییس د ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ریییس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.

د یادې ادارې په وینا، دا سرمشریزه غونډه به د چارشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو استازي او د چاپېریال ساتنې متخصصان برخه اخلي.

د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ سرمشریزه په سیمه کې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په برخو کې د ګډو ننګونو د حل لپاره د هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: پر ایران د پوځي برید ملاتړ نه کوو خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم دي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
طالبان: پر ایران د پوځي برید ملاتړ نه کوو خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم دي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له امریکا سره د اړیکو د بیا پیل امکان شته، خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو بیا حضور په کلکه ردوي. نوموړي ویلي، چې دوی پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي برید ملاتړ نه کوي، خو پر نورو هېوادونو د ایران بریدونه هم ناسم بولي.

د یاد وزارت د سیاسي چارو دویم رییس ذاکر جلالي د متحده عربي اماراتو ده نېشنل ورځپاڼې ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په چوکاټ کې «د فرصتونو د لټولو امکان شته».

هغه د امریکا پوځي حضور تجربه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې «منفي بېلګه» وبلله، خو زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې له متحده ایالات سره د اړیکو پراختیا په نورو بڼو کې امکان لري.

نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم سیاسي او دیپلوماتیک تعامل ممکن دی، خو افغانستان به هېڅکله د بهرنیو ځواکونو حضور ته اجازه ورنه کړي.

د۲۰۲۵ کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې واشنګټن هڅه کوي بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي. وروسته سپینې ماڼۍ هم تایید کړه چې له افغان استازو سره د دې موضوع په اړه خبرې روانې دي.

ټرمپ وروسته خبرداری ورکړی و چې که طالبان د دې اډې له سپارلو سره موافقه ونه کړي، نو افغانستان ته به بدڅه ور پېښ شي.

ذاکر جلالي په ترکیه کې د دیپلوماتیک فورم پر مهال ویلي چې افغانستان اوس د سیمې د امنیتي بې‌ثباتۍ له وضعیت سره مخ دی. د هغه په وینا، د ایران جګړې بیې لوړې کړې دي، له ایران څخه د افغان کډوالو ناڅاپي ستنېدو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو وضعیت ترینګلی کړی.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د امریکا او اسراییل له بریدونو او همدارنګه د ایران له غچ اخیستونکو بریدونو څخه خوندي پاتې شوی، خو دا معنا نه لري چې د جګړې اغېزې یې نه دي لیدلې.

هغه ټینګار کړی چې کابل د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل د پوځي کمپاین ملاتړ نه کوي، خو د سیمې پر نورو هېوادونو د ایران توغندیز بریدونه هم ناسم بولي. د جلالي په وینا، دا ډول اقدامات د افغانستان لپاره د جدي اندېښنې وړ دي او سیمه ییز کړکېچ لا پراخوي.

جلالي وویل چې د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ خرابېدونکې اړیکې د افغانستان لپاره ستونزې زیاتوي، ځکه کابل هڅه کوي له دواړو لوریو سره اړیکې وساتي. د هغه په وینا، دا بې‌باوري به د افغانستان د سیاسي انتخابونو ساحه محدوده کړي.

جلالي له پاکستان وغوښتل چې په دوه اړخیزو اړیکو کې یو عملي او واقعبینانه چلند غوره کړي او زیاته یې کړه چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده. هغه وړاندیز وکړ چې سیاسي او امنیتي مسایل دې له سوداګرۍ او ترانزیټ څخه جلا وساتل شي، څو اقتصادي فعالیتونه زیانمن نه شي.

نوموړي زیاته کړې، « له همدې امله زموږ لومړنی وړاندیز پاکستان ته دا دی چې لومړی باید د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه خبرې اترې او مذاکرات دوام وکړي. په ورته وخت کې باید سوداګري او ترانزیت ته اجازه ورکړل شي چې په ارامه ډول پر مخ ولاړ شي».

په هرات ولایت کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې شنې خونې فعالې دي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۱
په هرات ولایت کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې شنې خونې فعالې دي
100%

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر وايي، چې دا مهال په دغه ولایت کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې معیاري شنې خونې فعالې دي. د یاد دفتر په وینا، له دې لارې د کال په مختلفو فصلونو کې د هرات ولایت د سبزیجاتو په برخه کې د بازار شاوخوا ۹۰ سلنه اړتیاوې پوره کیږي.

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر نن سې شنبه ویلي، چې په دغه ولایت کې په وروستیو کلونو کې د شنو خونو پراختیا د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، په وارداتو باندې د تکیې کمولو او په بازارونو کې د سبزیجاتو د بیو په ثبات کې مهم رول لوبولی دی.

دوی په دې لړ کې د هرات ولایت سیمه ییزې ادارې په استازیتوب ولس ته ډاډ ورکوي چې د هرات د کرنې ریاست له لارې د شنو خونو د لا پراختیا، د کیفیت د ښه والي او د کورنیو تولیداتو د ظرفیت د لوړولو لپاره د ملاتړ پروګرامونه پلي کیږي.

په تېر جمهوریت کې نه یوازې په هرات بلکې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې شنې خونې جوړې شوې دي او ځینې کورنۍ خپلې اقتصادي اړتیاوې له دې لارې پوره کوي.

په دې برخه کې نړیوالو مرستندویه ادارو هم ډېره پانګونه کړې او په ولسوالیو کې د ځايي خلکو لپاره شنې خونې جوړې شوې دي.

محمد محقق: له یوې پېړۍ «هېوادپلورنې» وروسته داسې څه نه دي پاتې چې زه یې وپلورم

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
محمد محقق: له یوې پېړۍ «هېوادپلورنې» وروسته داسې څه نه دي پاتې چې زه یې وپلورم
100%

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې پر خپلو سیاسي منتقدینو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د خاورې د پلورنې تورونه ناسم دي او باید د تېرو تاریخي پرېکړو مسوولیت پر دوی وانچول شي.

هغه د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت‌الله نبیل څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې «د خپل بام واوره د هزاره پر بام مه اچوئ» او ټینګار یې کړی چې دوی د هېواد د خاورې «د پلورلو» په هېڅ سند کې لاسلیک نه دی کړی، خو د ده په وینا، ځینې نورې څېرې په دا ډول معاملو کې ښکېلې پاتې شوې دي.

محقق زیاته کړې چې د تېرو ۱۳۳ کلونو ستونزې او «ناسمې پرېکړې» د دوی له خوا نه دي رامنځته شوې او نه هم دوی کولای شي دا ټولې ستونزې سمې کړي.

هغه دا څرګندونې د هغو نیوکو په ځواب کې کړې چې ګواکې نوموړی د خاورې په اړه معاملې ته چمتو دی.

محقق د افغانستان د تاریخ ځینو مهمو پړاوونو ته په اشارې ویلي چې د هېواد د خاورې اړوند معاملې په پخوانیو واکمنیو کې شوې دي. هغه د شاه شجاع، محمد یعقوب خان او عبدالرحمن خان نومونه اخېستي او ویلي یې دي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال له انګرېزانو سره د پیسو په بدل کې تړونونه شوي وو، نو ځکه اوس د پلور لپاره څه نه دي پاتې.

محقق د ډیورند کرښې موضوع ته هم اشاره کړې او له خلکو یې غوښتي، چې په دې اړه ترسره شوې مناظرې او بحثونه وګوري او خپله قضاوت وکړي.

هغه ویلي چې ده یوازې «یو حقیقت» بیان کړی، خو د ده په وینا، ځینو تمامیت غوښتونکو پرې سختې نیوکې وکړې، ان تر دې چې د منطقي بحث پر ځای یې «بې ادبي»کړې ده.

محقق ټینګار کړی چې له منطقي بحث او استدلال څخه وېره نه لري او هڅه به وکړي هغه «ناسم دود» پای ته ورسوي چې د ده په وینا، یوه وړه ډله د اکثریت پر ځای خبرې کوي او زور کاروي.

پر محقق وروسته له هغه نیوکې ډېرې شوې، چې نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت پېژني.

د افغان کډوالو د اخراج لپاره؛ اروپايي هېوادونه بروکسل ته د طالبانو یو تخنیکي پلاوی وربولي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱
د افغان کډوالو د اخراج لپاره؛ اروپايي هېوادونه بروکسل ته د طالبانو یو تخنیکي پلاوی وربولي
100%

په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي اتحادیې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وشي. دغه پلاوی د دوبي له را رسېدو وړاندې بروکسل ته بلل کیږي.

اروپايي رسنیو د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي. همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.

د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.

اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.

تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.

خو دغو پلان شویو اخراجونو ډېرې اندېښنې راپارولي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دی، چې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپایي اتحادیه د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې بیا واک ته ورسېدل. له هغه راهیسې، دې ډلې په افغانستان کې پر خلکو ګڼ بدیزونه لګولي او د خپلې خوښې اسلامي شریعت یې ټینګ کړی دی.

سره له دې، شاوخوا شل اروپایي هېوادونه غواړي افغانستان ته د خلکو اخراج بیا پیل کړي.

له جرمني نه له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر سلو زیات افغانان ایستل شوي دي.

سرور دانش: فدرالي نظام د واک د عادلانه ویش لپاره یو اغیزناک حل کېدای شي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
سرور دانش:  فدرالي نظام د واک د عادلانه ویش لپاره یو اغیزناک حل کېدای شي
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد سرور دانش وايي چې د فدرالي نظام مخالفان د دغه سیاسي جوړښت په اړه ناسم نظر لري. هغه د انورالحق احدي پر څرګندونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې فدرالي نظام په افغانستان کې د قومي تنوع او د واک عادلانه ویش لپاره یو اغیزناک حل کېدای شي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش د سې شنبې په ورځ د غويي پر لومړۍ نېټه فدرالي نظام په اړه د انورالحق احدي د څرګندونو په ځواب کې د هغه نظرونه ناسم او غیر واقعي وبلل.

احدي د وري پر ۲۸مه له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې فدرالي نظام یو "لوی ناورین" وګاڼه او "د مدني ملتپالنې پر بنسټ متمرکز سیستم" یې د غوره انتخاب په توګه معرفي کړ.

په ځواب کې، دانش ټینګار کړی چې فدرالي نظام نه یوازې د امکان وړ دی، بلکې له کلونو راهیسې په افغانستان کې په اکاډمیکو او سیاسي حلقو کې بحث او مطالعه شوی او په تاریخي او علمي تحلیلونو یې ملاتړ کیږي. د هغه په ​​وینا، دا سیسټم کولی شي د قومي تنوع او د واک عادلانه ویش اداره کولو لپاره یو اغیزناک حل وي.

پخواني مرستیال ولسمشر د فدرالي بیوروکراسۍ د لګښتونو په اړه اندیښنو ته په ځواب کې وویل چې عدالت، د خلکو پراخ ګډون او د قومي شخړو کمول د اداري لګښتونو په پرتله خورا ډیر ارزښت لري، او د داسې جوړښت په نشتوالي کې داخلي شخړې په هیواد باندې ډیر لګښتونه تپي.

نوموړي له فدرالي سیسټم سره د کوچنیو او منځنیو هیوادونو تجربو ته په اشارې دا ادعا رد کړه چې ګني دا سیسټم د افغانستان لپاره مناسب نه دی او زیاته یې کړه چې فدراليزم په هیواد کې د ملي یووالي ساتلو له لارې پلي کیدی شي.

نوموړی وایي، چې فدراليزم د عدالت د تضمین او د قومي ویشونو کمولو یوه وسیله ده، نه د هغو د زیاتوالي، او مخالف نظرونه یې د "قومي ملتپالنې" د دودیز بحث دوام ګڼلی.