• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو اړوند رسنۍ: پاکستان په پکتیکا کې پر یوه ښوونځي ډرون برید کړی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د ډرون برید له امله یو ښوونیز بنسټ زیانمن شوی دی.

د راپور له مخې، برید د برمل ولسوالۍ اړوند د پتاوګي کلي پر محمودیه منځني ښوونځي شوی، چې له امله یې د یاد ښوونځي ودانۍ، درسي وسایل او د برېښنا سولر سیستم ته زیان رسېدلی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه نن د سې شنبې په ورځ شوې ده.

تر اوسه د دغه برید په اړه د پاکستان له لوري رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال چاودنه شوې ده
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو پر والي احسان الله بریال بمي چاودنه شوې ده. د طالبانو والي دې مدرسې ته د یوې فاتحې لپاره تللی و.

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې سرچینو نن د سې شنبې په ورځ، د غويي پر لومړۍ نېټه وویل، چې ددغه ولایت د طالبانو پر والي احسان الله بریال مازیګر مهال چاودنه شوې ده.

په دې چاودنه کې د یو کس د ټپي کېدو راپورونه ور کړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او له چاودنې وروسته طالبان دې مدرسې څوک نږدې نه پرېږدي.

یو عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پر والي چاودنه د اوداسه کولو پرمهال شوې ده.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د پيښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د کاپیسا والي احسان الله بریال چې په حاجي قاري بریال مشهور دی ددغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

اریانا افغان شرکت د یوې چارټر الوتکې په تړاو له یوه ایراني شرکت سره یو کلن قرارداد کړی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۱
اریانا افغان شرکت د یوې چارټر الوتکې په تړاو له یوه ایراني شرکت سره یو کلن قرارداد کړی
100%

په کابل کې د طالبانو چارواکي وایي چې له «اوا» ایراني شرکت سره د یوه تړون له مخې یوه بوینګ ۵۰۰-۷۳۷ ډوله چارتر الوتکه د یوه کال لپاره د اريانا افغان هوايي شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.

د اریانا افغان هوایي شرکت رسنیز دفتر د سې شنبې په ورځ ویلي چې په دې الوتکې سره به په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې د مسافرو د لېږد رالېږد خدمات نور هم پیاوړي شي.

دغه تړون د اريانا افغان هوايي شرکت د رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د اوا کمپنۍ د رییس سعید دلدار ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د تړون د لاسلیک پر مهال دواړو لورو په تخنیکي، عملیاتي او تجارتي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دا یې د هوايي خدمتونو د پراخېدو لپاره مهم ګام بللی دی.

د یاد دفتر په وینا، ټاکل شوې چې دا نوې همکاري به د دواړو شرکتونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې په کچه به د هوايي ترانسپورټ خدمتونو د پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.

«آوا» هوايي شرکت، چې په ۱۴۰۲ کال کې تاسیس شوی، تر ډېره د ایران پر کورنیو الوتنو تمرکز لري، خو اریانا افغان هوايي شرکت پر کورنیو الوتنو سربېره بهر ته هم الوتنې کوي.

طالبانو ویلي، چې دغه الوتکه به په کوردننه او بهر الوتنو کې کاریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د هند او قزاقستان له سفیرانو سره لیدلي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د هند او قزاقستان له سفیرانو سره لیدلي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر په کابل کې د هند او قزاقستان له سفیرانو سره جلا جلا لیدنې کړې او د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي همکاریو او د افغان سوداګرو د شته ستونزو د حل په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، د هند له سفیر سره په لیدنه کې د افغان صادراتو پر زیاتوالي، د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرو پر وړاندې پرتو خنډونو د حل پر لارو چارو بحث شوی دی.

دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

همداراز، د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ د پراخولو، ګډو پانګونو او د قزاقي سوداګریز پلاوي د راتلونکې سفر لپاره پر چمتووالي خبرې شوې دي.

د یادې خونې په وینا، دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر لا ټینګښت او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د ازبکستان د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د ازبکستان د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر ازبکستان هیواد ته د خپل سفر په لړ کې د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر عزیز تاشپولادویچ سره لیدلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه اعلان وکړ چې د ازبکستان د کورنیو چارو وزیر عزیز تاشپولادویچ ویلي، چې دا هېواد چمتو دی د نشه توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو خواوو د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو خبرو اترو ترڅنګ، په سرحداتو کې د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د یوه تخنیکي ټیم پر جوړولو هم هوکړه وکړه.

دوی زیاتوي، چې دا تخنیکي ټیم به د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښې همغږۍ او اغیزمنتیا لپاره کار ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا سفر او په ترڅ کې یې شوې لیدنې د سیمې په کچه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.

طالبانو د پلچرخي عالي لیسې د اسلامیاتو ښوونکی او څو زده کوونکي نیولي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
 طالبانو د پلچرخي عالي لیسې د اسلامیاتو ښوونکی او څو زده کوونکي نیولي
100%

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن سې شنبه طالبانو د کابل د پلچرخې عالي لیسې د اسلامیاتو ښوونکی مولوي عبدالقدیم له څو زده کوونکو سره یوځای نیولي دي. تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د عبدالقدیم ویډيو خپره کړه، چې له یو زده کوونکي سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

د کابل پلچرخي عالي لیسې ځينو زده کوونکو نن سې شنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه وویل، چې د طالبانو د ۱۹ مې حوزې مسوولانو د اسلامیاتو له ښوونکي سره یوځای څو تنه زده کوونکي له ځان سره وړي دي.

دوی وايي، طالبانو یو شمیر زده کوونکي په دې تور نیولي، چې ویډیو یې ثبت کړې ده او رسنیو ته یې لېږلې ده.

طالبانو د پلچرخي لیسې د ښوونکي او زده کوونکو د نیولو په تړاو لاتر اوسه څه نه دي ویلي.

‏تېره ورځ د وري پر ۳۱مه افغانستان انټرنشنل د کابل د پلچرخي عالي لیسې په یوه ټولګي کې له یوه زده کوونکي سره له تاوتریخوالي د ډک چلند ویډیو خپره کړه.

د افغانستان په ښوونځیو کې له زده کوونکو سره د تاوتریخوالي دغه ویډیو یوازینۍ نه ده. له دې وړاندې هم ورته ګڼې ویډیوګانې خپرې شوې دي.

‏د پوهنې برخې شنونکي په ښوونیز سیستم کې د اصلاحاتو، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او د زده‌کوونکو د خوندیتوب لپاره د رڼو پالیسيو اړتیا په ګوته کوي.