د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې ادارې سره یې د تخنیکي کچې لومړني تماسونه پیل کړي دي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر تنظیم او چټک کړي.
د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامېرت په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اتحادیې اجرایه اداره هڅه کوي د غړو هېوادونو ترمنځ د دې موضوع په اړه همغږي رامنځته کړي.
هغه ویلي: «سږ کال مو د تخنیکي کچې په اساس په افغانستان کې له واکمنې ادارې سره د څېړنیزو تماسونو پیل کړی دی.»
راپور زیاتوي چې دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له بروکسل غوښتي چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د بلجیم د کډوالۍ وزیرې انلېن وان باوت ویلي چې اوسنی وضعیت دا ښيي چې حتی هغه افغانان چې جرم یې ثابت شوی، هم نه شي بېرته ستنول کېدای، چې دا د هغې په وینا د عامه باور او د امنیتي پالیسۍ پر وړاندې ستونزه ده.
د راپور له مخې، جرمني، اتریش، یونان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ او سویډن په ګډون ۲۰ هېوادونو دا لیک لاسلیک کړی او د ګډو اروپايي اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې، ځینې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د زیاتېدو له امله د سختو پالیسیو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د رسمي معلوماتو له مخې له اروپايي ټولنې څخه د ایستل شویو کسانو لږ تر لږه ۲۰ سلنه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.
د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي هېوادونه کولی شي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګډې الوتنې هم تنظیم کړي.
اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې له طالبانو سره دا ډول تماسونه د هغوی د سیاسي مشروعیت په معنا نه دي، بلکې یوازې د بشري او تخنیکي اړتیاوو د تنظیم لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه هم دوام لري.