• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی د زرداري څرګندونو ته: «د ګندهارا تمدن او رباب د افغانستان کلتوري میراثونه دي»

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د «ګندهارا تمدن او ځینو کلتوري میراثونو» په اړه د پاکستان د ولسمشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه میراثونه د افغانستان له تاریخ او کلتور سره تړاو لري.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« د تاریخي روایتونو له مخې د ګندهارا تمدن لرغونې اریانا پورې اړه لري، چې له بامیان څخه تر سند حوزې پورې غځېدلی و». د هغه په وینا؛ هغه څه چې نن د هند په شمال او اوسني پاکستان کې د تمدن په نوم پېژندل کېږي، په حقیقت کې د ننني افغانستان د تمدن دوام دی.

هغه همداراز د «ادم خان او درخانۍ» د کیسې او د رباب ساز په اړه د پاکستان د ولسمشر ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه دواړه د بېلابېلو تاریخي سرچینو له مخې د افغانستان د کلتوري میراث برخه بلل کېږي.

د پخواني ولسمشر په وینا؛ رباب د افغانستان د دودیزې موسیقۍ له مهمو سازونو او نغمو څخه دی، چې د «کابلي رباب» په نوم هم پېژندل کېږي. کرزي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) هم په ۲۰۲۴کال کې د رباب د جوړولو هنر د افغانستان (او ځینو ګاونډیو هېوادونو) د کلتوري میراث په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کلتوري میراث ساتنه او سمه پېژندنه د هېوادونو د ملي هویت یوه مهمه برخه ده.

ترویج لرونکی

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي
۱

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۲

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب کمیټه: په نورستان کې جګړه ځپلو سیمو ته د بشري مرستو لړۍ پیل شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱
د سره صلیب کمیټه: په نورستان کې جګړه ځپلو سیمو ته د بشري مرستو لړۍ پیل شوې
100%

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې خبر ورکړی، د نورستان ولایت یوشمېر لرو پرتو سیمو ته چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله تر دې وړاندې ورته لاسرسی محدود و؛ د بېړنیو مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ دغه عملیات د سره صلیب نړۍوالې کمېټې، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډه همغږۍ ترسره کېږي. د سره صلیب نړۍوالۍ کمیټې ویلي، دغه مرستې هغو سیمو ته رسول کېږي چې خلکو یې له څه باندې شپږو اوونیو راهیسې بنسټیزو خدمتونو او اړتیاوو ته لاسرسی نه‌درلود.

یادې کمیټې همداراز ویلي، شاوخوا ۱۳۶زره وګړي چې نږدې ۱۷زره کورنۍ جوړوي؛ د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. دغه خلک د ناامنۍ او د لارو د بندېدو له امله د خوړو، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو توکو له کمښت سره مخامخ شوي دي.

د دوی په وینا؛ په لومړیو مرستو کې د خوړو، درملو او نورو اړینو توکو وېش ته لومړیتوب ورکړل شوی. بشري بنسټونو ټینګار کړی، چې بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو برخو کې اړتیاوې لاهم ډېرې دي.
تر دې وړاندې د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي او که د هوا له لارې خوراکي توکي ونه رسول شي؛ نو انساني ناروین به رامنځته شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره میاشت یې ۵۸ کوډګر نیولي دي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره میاشت یې ۵۸ کوډګر نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېرې وري میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۸ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره میاشت یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۴۰۱ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرې یوې میاشت کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۸۲۰ اصلاحي ناستې لرلې.

د بې‌ځایه شویو سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دوام په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له اسلام‌اباد یې غوښتي، چې دغه بهیر سملاسي ودروي. یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تراوسه پورې له پاکستان نه تر ۱.۳ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۸۴زره په جبري توګه اېستل شوي دي. همداراز یوازې د ۲۰۲۶کال د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې نږدې ۳۷زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې جبري ستنېدل کولای شي کډوالې کورنۍ او په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، خبریالان، پخواني دولتي کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان چې تر ټولو ډېر زیان‌منونکي دي؛ د ناامنۍ، لوږې، بې‌وزلۍ او د بشري حقونو سرغړونې په څېر له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل سملاسي ودروي، د هغوی نیونې، بنديانول او فشارونه دې پای ته ورسوي او له نړۍوالو بنسټونو سره په همکارۍ په خپله خوښه او خوندي ستنېدو زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید د سیاسي فشار وسیله ونه ګرځول شي. د دوی په وینا؛ د افغان کډوالو جبري ستنول هېڅ حل نه‌دی؛ بلکې یو جدي بشري ناورین دی چې باید ژر تر ژره ودرول شي.

کرزی: خلک نه غواړي د طالبانو پر ضد د مقاومت له لارې افغانستان بیا جګړې ته ولاړ شي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۷ GMT+۱
کرزی: خلک نه غواړي د طالبانو پر ضد د مقاومت له لارې افغانستان بیا جګړې ته ولاړ شي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی ویلي، خلک نه غواړي د طالبانو پر ضد د مقاومت له لارې افغانستان یو ځل بیا جګړې ته ولاړ شي. هغه د جرمني له «شپېګل» مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانان له څه باندې څلوېښتو کلونو جګړو ستړي شوي دي.

کرزي ټینګار کړی، چې خلک نه غواړي هېواد بیا د ګډوډۍ او جګړو ښکار شي؛ خو افغانان د سولې، ټیکاو او د خلکو پر اراده ولاړ نظام غوښتونکي دي. د هغه په وینا، ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د جګړې دوام نه غواړي؛ خو د نجونو زده‌کړې، د ښځو حقونه او د خلکو اراده‌محوره حکومت غواړي.

کرزي د طالبانو ترمنځ د کورني اختلاف په اړه وویل، چې د هر حکومت په څېر د طالبانو په اداره کې هم بېلابېل نظرونه شته؛ خو باید د «وېش او سقوط» هیله ونه شي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امنیت تر یو حده ښه شوی؛ خو افغانستان لاهم اقتصادي ودې، هوساینې او یو باثباته او اغېزمن نظام ته اړتیا لري.

د کرزي په باور؛ افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ښه راتلونکی یوازې د ګډ کار له لارې شونی دی. کرزي د امریکا د اونیزو مرستو په اړه وویل، چې دغه مرستې په مستقیمه توګه طالبانو ته نه ورکول کېږي؛ بلکې د افغانستان د اقتصادي سیستم د نه درېدو لپاره دي.
هغه زیاته کړه، چې امریکا او نور مرسته کوونکي ښایي له دې لارې خپل نفوذ وساتي.

پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې سره مخ دی

کرزي ویلي، چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې له افراطیت ملاتړ کړی او دغه ستونزه یې افغانستان ته صادره کړې ده. د هغه په باور؛ اوس اسلام‌اباد د خپلو ناسمو تګلارو پایلې ګوري.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان حق لري په خپل هېواد کې امنیت ټینګ کړي؛ خو باید افغانستان د خپلو ناامنیو مسوول ونه ګڼي. نوموړي د پاکستان هوايي بریدونه چې ملکي وګړي په‌کې وژل شوي «لویه تېروتنه» بللې او د تګلارې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

کرزي افغانستان کې د ۲۰ وسله‌والو ډلو د حضور په اړه ویلي، چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ له امله سخت زیانمن شوي «که په رښتیا دغه ترهګرې ډلې افغانستان کې حضور ولري؛ نو باید ژر تر ژره له هېواده واېستل شي».
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان باید افغانستان د یوه خپلواک او د ارادې څښتن هېواد په توګه ومني. د هغه په خبره؛ که پاکستان هڅه وکړي افغانستان کوچنی او کمزوری وساتي یوازې به یې ځان ته تاوان رسولی وي.

هغه د چین له منځګړیتوب هم مننه کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي هڅه کوي.

«د طالبانو ځینې غړي د نجونو له زده‌کړو سره مخالفت نه‌لري»

کرزي له شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، داسې شواهد نه‌شته چې عادي طالب جنګیالي دې د نجونو له زده‌کړو سره مخالف وي. هغه زیاته کړې، ان ځینو ځوانو طالب غړو ترې غوښتي چې خپلې لوڼې د زده‌کړو لپاره بهر ته واستوي.

د هغه په وینا؛ د افغانستان دیني عالمانو هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د ښځو د کار د بندیز د ختمېدو غوښتنه کړې ده. کرزي ټینګار کړی، چې د ښځو د کار او زده‌کړې بندیز افغانستان کمزوری کړی.
هغه ویلي، چې د ښځو د کار او زده‌کړې حق یو قانوني حق دی. شپیګل ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې ګڼې ښځې زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره له کرزي د مرستې غوښتنه کوي؛ خو د هغه لوڼې د نورو افغان نجونو په شان له شپږم ټولګي له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.
کرزی وایي، یوه لور یې له شپږم ټولګي فارغه ده او اوس‌مهال انلاین زده‌کړې کوي. کرزي دا هم ویلي، چې بله لور یې اوس شپږم ټولګي کې ده او تر راتلونکو میاشتو به له پاتې زده‌کړو محرومه شي.
حامد کرزي په ټینګار دا ویلي، د ښځو د حقونو د بیا ترلاسه کولو لپاره یې چې څومره وس رسېږي هڅه به وکړي. هغه د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز یوه معما وګڼله او ویې ویل، طالبانو په سر کې دا یوه لنډمهاله ېکړه اعلان کړې وه؛ خو اوس اوږده موده وشوه چې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او په دې چاره «نه جبرانېدونکي» زیانونه یې اړولي دي.
کرزي پرته له دې چې د طالبانو نوم یاد کړي ویلي، چې ځینې خلک افغانستان کې وایي د ښځو زده‌کړه د اسلام خلاف عمل دی. هغه څرګنده کړې، چې د نړۍ علما په ټوله نړۍ کې د ښځو له زده‌کړو او ګډون ملاتړ کړی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه مرکه کې څرګنده کړې، د ښځو له زده‌کړو، کار او ګډون مخنیوی او د دغه محدودیتونو دوام د هغو کسانو په ګټه دی چې غواړي افغانستان کمزوری پاتې شي.

د کابل هوايي ډګر په خونړي برید کې د داعش په همکارۍ د تورن کس محاکمه پیل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱
د کابل هوايي ډګر په خونړي برید کې د داعش په همکارۍ د تورن کس محاکمه پیل شوه
100%

د شریف‌الله په نوم د هغه تورن کس محاکمه چې ویل کېږي د ۱۴۰۰کال په وږي میاشت کې د کابل هوايي ډګر په خونړي برید کې یې له داعش سره مرسته کړې، د دوشنبې په ورځ د امریکا په ویرجېنیا ایالت کې پیل شوه. د هغه مدافع وکیل وایي، چې امریکا «ناسم کس» نیولی دی.

جېرمي کامنز ادعا کړې، چې د کابل هوايي ډګر برید ښایي د طالبانو په همکارۍ ترسره شوی وي. د ۱۴۰۰کال د وږي په میاشت کې له افغانستان نه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې یو خونړی ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

وروسته اېف‌بي‌ای اعلان وکړ، دغه برید د داعش خراسان څانګې ترسره کړی او اصلي بریدګر یو کس و چې عبدالرحمان لوګری نومېده او ویل کېږي د طالبانو له زندانه خوشې شوی و. سره له دې شریف‌الله چې د جعفر په نوم هم پېژندل کېږي، د امریکا له‌خوا د دغه برید د تورنو کسانو څخه ګڼل شوی او د ۱۴۰۳کال په کب میاشت کې د پاکستان په همکارۍ ونیول شو او وروسته امریکا ته ولېږدول شو.

پر هغه تور دی، چې تر برید وړاندې یې د ځانمرګي بریدګر د تګ لاره چاره برابره کړې او هم یې یوه «بهرني ترهګریز سازمان» ته مالي مرسته چمتو کړې ده. سربېره پر دې شریف‌الله د ۱۴۰۲کال په کب میاشت کې د مسکو پر یوه کنسرت د داعش خونړي برید په تړاو هم تورن شوی. د اېف‌بي‌ای په وینا؛ هغه تر برید وړاندې د یادې ډلې غړو ته د وسلو کارولو روزنه ورکړې وه.

د شریف‌الله محاکمه (د وري په ۳۱مه) د ۱۲ کسیزه منصفه پلاوي په حضور کې پیل شوې او تمه ده شاوخوا یوه اوونۍ دوام وکړي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د هغه وکیل د محاکمې په پیل کې ویلي و، چې موکل یې په دغه برید کې هېڅ رول نه‌لري او ښایي «ناسم اعتراف» یې کړی وي. نوموړي زیاته کړې: «امریکا ناسم کس تورن کړی دی».

کامنز ویلي، چې شریف‌الله ښایي تر فشار لاندې و او په پاکستان کې د نیولو پرمهال یې ناسم اعتراف کړی: «پاکستانیانو غوښتل، چې هغه اعتراف وکړي». هغه دا هم ویلي، د کابل هوايي ډګر برید ښایي یو «کورنی کار» وي چې د طالبانو سره د تړلو افراطي عناصرو په همکارۍ ترسره شوی و، هغه کسان چې په هغه ورځ د هوايي ډګر د امنیت مسوولیت یې لاره.

بلخوا د امریکا د عدلیې وزارت څارنوال جان ګیبز ویلي، چې شریف‌الله له یوه خبریال سره د امریکايي ځواکونو د وژلو په اړه خبرې کړې وې. د ګیبز په وینا؛ شریف‌الله ویلي و «موږ غوښتل یوازې صلیبیان (یعنې امریکايي ځواکونه) پیدا کړو او هغوی ووژنو».

هغه زیاته کړه، شریف‌الله د اېف‌بي‌ای مامورانو ته اعتراف کړی چې په ۲۰۱۶کال کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوی و. که څه هم هغه د کابل هوايي ډګر د برید په طرحه کې لاس لرل رد کړي؛ خو ویلي یې دي چې د یادې ډلې لپاره یې «نور ډېر کارونه» کړي دي.