• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اېف‌بي‌ای مشر له اتلانټیک مجلې د ۲۶۰ مېلیون ډالرو تاوان غوښتنه کړې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د امریکا د فدرالي څېړنې ادارې مشر کېش پټېل د یوه راپور د خپرېدو له امله پر امریکايي مجلې «اتلانټیک» دعوه کړې او د ۲۵۰ مېلیون ډالرو تاوان غوښتنه یې کړې ده. هغه د راپور معلومات ناسم بللي او دغه رسنۍ یې د بدنامۍ په خپرولو تورنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې یادې مجلې په خپل راپور کې ادعا کړې چې د پټېل ډېر شراب څښل او غیرحاضرۍ د امریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. اتلانټیک مجلې د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) په یوه راپور کې «د پټېل نامنظم چلند کېدای شي د هغه د دندې له لاسه ورکولو لامل شي» تر سرلیک لاندې خپور کړ. وروسته یې په انلاین بڼه د راپور سرلیک «د اېف‌‌بي‌‌ای مشر ورک دی» ته بدل کړ؛ خو د دغه بدلون لامل یې څرګند نه کړ.

په دغه راپور کې د یادې مجلې د خبریالې سارا فېتزپاټریک له قوله او د ۲۰ بې‌نومه سرچینو په حواله ادعا شوې، چې د کېش پټېل «نشه او بې‌دلیله غیرحاضرۍ» اېف‌بي‌ای او د امریکا د عدلیې وزارت چارواکي اندېښمن کړي دي.

راپور زیاتوي، د پټېل د شپنیو مجلسونو او د الکولو پراخې کارونې له امله د فدرالي‌ څېړنو اداره اړه شوې چې ځینې رسمي سهارنۍ غونډې نورو ساعتونو ته وځنډوي او په دفتر کې د هغه غیرحاضرۍ د مهمو امنیتي پرېکړو په ځنډېدو هم اغېز کړی دی.

د کېش پټېل او اېف‌بي‌‌ای غبرګون

کېش پټېل په یوه مرکه کې له رویټرز خبري اژانس سره دغه راپور «ناسم» بللی او ویلي یې دي: «د راپور له خپرېدو مخکې اصلي معلومات یادې مجلې ته ورکړل شوي وو؛ خو هغوی د دروغو خپرول غوره کړل».

پټېل دارنګه یادې مجلې ته په ځواب کې لیکلي: «دا خپور کړي‌ معلومات ټول دروغ دي؛ په محکمه کې به سره ووینو او خپل بانکي چک هم درسره راوړئ». سپینې ماڼۍ، د امریکا عدلیې وزارت او د اېف‌بي‌ای رسنیز دفتر په رسمي ډول په دغه راپور کې راټولې شوې ادعاوې رد کړې دي.

د حقوقي شکایت جزییات

د اېف‌بي‌ای د مشر په شکایت‌ پاڼه کې ویل شوي، چې «اتلانټیک» مجلې په ښکاره د «بد نیتۍ» عمل کړی او په قصدي ډول یې مستند شوی انکار له پامه غورځولی. د پټېل وکیلان ادعا کوي، دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی و چې د فدرالي څېړنو ادارې د مشر اعتبار خراب کړي او هغه له دندې لرې کړي.

په مقابل کې «اتلانټیک» مجلې په یوه اعلامیه کې د خپل راپور پر کره‌والي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ پر خپل راپور ولاړ یو او په جدي ډول به له خپلې مجلې او خبریال څخه د دغه بې‌بنسټه شکایت پر وړاندې دفاع وکړو».

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکولو لپاره هڅې روانې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکولو لپاره هڅې روانې دي
100%

اروپايي ټولنې تایید کړې، چې د طالبانو له ادارې سره یې د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي، څو هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه د دې بهیر د چټکولو غوښتنه کوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې ادارې سره یې د تخنیکي کچې لومړني تماسونه پیل کړي دي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر تنظیم او چټک کړي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامېرت په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اتحادیې اجرایه اداره هڅه کوي د غړو هېوادونو ترمنځ د دې موضوع په اړه همغږي رامنځته کړي.

هغه ویلي: «سږ کال مو د تخنیکي کچې په اساس په افغانستان کې له واکمنې ادارې سره د څېړنیزو تماسونو پیل کړی دی.»

راپور زیاتوي چې دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له بروکسل غوښتي چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د بلجیم د کډوالۍ وزیرې انلېن وان باوت ویلي چې اوسنی وضعیت دا ښيي چې حتی هغه افغانان چې جرم یې ثابت شوی، هم نه شي بېرته ستنول کېدای، چې دا د هغې په وینا د عامه باور او د امنیتي پالیسۍ پر وړاندې ستونزه ده.

د راپور له مخې، جرمني، اتریش، یونان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ او سویډن په ګډون ۲۰ هېوادونو دا لیک لاسلیک کړی او د ګډو اروپايي اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، ځینې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د زیاتېدو له امله د سختو پالیسیو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د رسمي معلوماتو له مخې له اروپايي ټولنې څخه د ایستل شویو کسانو لږ تر لږه ۲۰ سلنه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي هېوادونه کولی شي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګډې الوتنې هم تنظیم کړي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې له طالبانو سره دا ډول تماسونه د هغوی د سیاسي مشروعیت په معنا نه دي، بلکې یوازې د بشري او تخنیکي اړتیاوو د تنظیم لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه هم دوام لري.

سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي
100%

یوې باخبره سرچینې ویلي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه پاکستان ته له ایران سره د احتمالي دویم پړاو خبرو لپاره نه دی تللی، په داسې حال کې چې د دغو خبرو د ترسره کېدو راتلونکی پړاو لا هم ناڅرګند پاتې دی او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوې سرچینې چې له موضوع سره بلد دی، ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه متحده ایالاتو کې دی او پاکستان ته یې سفر نه دی کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوربند د پای ته رسېدو له ضرب‌الاجل وړاندې به پاکستان ته یو امریکایي پلاوی واستوي څو له ایران سره نورې خبرې ترسره شي.

راپور زیاتوي چې یو لوړپوړی ایراني چارواکی ویلي ایران د سولې خبرو کې د ګډون په اړه غور کوي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

یوه بله سرچینه وايي چې که څه هم امریکایي پلاوي تر اوسه حرکت نه دی کړی، خو تمه کېږي چې ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

بل خوا، نیویارک پوسټ مخکې راپور ورکړی و، چې ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي و چې جي ډي وینس، د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر د خبرو لپاره روان شوي دي. دغه کسان د هغو لومړنیو خبرو برخه هم وو چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره پیل شوې وې.

ډونالډ ټرمپ: هغه وخت پای ته رسېدلی چې کمزورو هېوادونو به موږ ته فشار راکاوه

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: هغه وخت پای ته رسېدلی چې کمزورو هېوادونو به موږ ته فشار راکاوه
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا نور د هغو پالیسیو تر اغېز لاندې نه ده چې د ده په وینا، د کمزورو حکومتونو له امله دغه هېواد د نورو دولتونو له فشار او ګواښونو سره مخ و. نوموړي ټینګار کړی، چې واشنګټن به د خپلو دښمنانو پر وړاندې کلک دریځ خپلوي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې په رسمي ایکس حساب خپرې شوې، چې پکې د امریکا د ولسمشر له خولې سختې او توندې خبرې نقل شوې دي.

په دغه بیان کې ویل شوي، چې امریکا کلونه د داسې حکومتونو تر اغېز لاندې وه چې «کمزورو هېوادونو ته یې اجازه ورکوله چې پر واشنګټن فشار راوړي او دغه هېواد تر اقتصادي او سیاسي زیانونو ورسوي.»

په راپور کې د امریکا د ولسمشر له قوله راغلي: «هغه ورځې پای ته رسېدلې دي. امریکا د کمزورو او بزدلو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې چې د شر په وړاندې شا اړوي یا د خطر پر وړاندې بې‌حرکته پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړې، چې د امریکا بنسټ اېښودونکو نسلونو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې روښانه دریځ درلود او «هغوی ته یې ماتې ورکوله او بشپړ یې له منځه وړل.»

دغه څرګندونې په داسې مهال خپرې شوې چې د امریکا د بهرني سیاست په اړه دننه او بهر بېلابېل بحثونه روان دي، او د واشنګټن د راتلونکو دریځونو په اړه اټکلونه هم زیات شوي دي.

چین د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد خبرداری ورکړی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
چین د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد خبرداری ورکړی
100%

چین د دوشنبې په ورځ د امریکا، فلیپین او جاپان د ګډو پوځي تمرینونو په تړاو خبرداری ورکړ چې سیمه ییز باور ته له زیان رسوونکو پوځي همکاریو باید ډډه وشي. بیجنګ وايي، د هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري باید د سیمې هېوادونو ترمنځ متقابل باور او ټیکاو ونه ګواښي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون په بیجینګ کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د اسیا پسیفیک سیمه تر ټولو ډېر سولې او ارامۍ ته اړتیا لري او دې ته کمه اړتیا ده، چې بهرني ځواکونه راشي او وېش او مقابلې ته لمن ووهي.

هغه زیاته کړه چې د هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري باید داسې نه وي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ متقابل باور وګواښي او یا ټیکاو زیانمن کړي.

دغه کلني پوځي تمرینونه چې د اوږه په اوږه په نوم یادېږي، د اپرېل له شلمې څخه د مې تر اتمې پورې دوام کوي.

په دغو تمرینونو کې د جاپان د ځان ساتنې ځواکونو غړي د لومړي ځل لپاره په ژوندیو ډزو کې برخه اخلي.

د امریکا او ایران مذاکرات؛ په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱
د امریکا او ایران مذاکرات؛ په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
100%

په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران د سولې خبرو اترو دویم پړاو لپاره د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد او راولپنډۍ په ځانګړي ډول د نورخان هوايي اډې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د راپورونو له مخې؛ سړکونه او فرعي لارې تړل شوې، په ګڼو سیمو کې اغزن تار لګول شوی او کانټینرونه ځای پرځای شوي چې له امله یې د دغه سیمو اوسېدونکي په کورونو کې بندپاتې دي.

همدارنګه، د راولپنډۍ او اسلام‌اباد ترمنځ د ټولو مساپر وړونکو بسونو چارې په ټپه درېدلې او ټول عامه، شخصي او بار وړونکی ترانسپورټ په لنډمهالي ډول بند دی. همداراز د پاکستان حکومت د ځینو پوهنتونونو لیلیې تړلې او ازموینې یې ځنډولې دي؛ خو درسونه په انلاین بڼه دوام لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونه په ښار کې د تیار سئ په حال کې دي؛ خو دغه محدودیتونو بیا د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. ځايي اوسېدونکي وایي، چې د لارو ناڅاپي بندېدو له امله د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ شوي او بېړنیو حالاتو کې روغتونونو ته رسېدنه هم ستونزمنه شوې ده.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و، له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره د نوموړي استازي سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر به نن دوشنبه اسلام‌اباد ته ورسېږي. له بل پلوه سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس به په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو مشري وکړي؛ خو تراوسه دا څرګنده نه‌ده، چې ایران به په دغه خبرو کې ګډون وکړي او که نه.