• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیس: د پښتونخوا په مومندو ولسوالې کې مو د کوکنارو کروندې له منځه وړی دی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا، د مومندو ولسوالۍ ځایي پولیسو ويلي، چې د کوکنارو د کښت پر ضد یې پراخه عملیات ترسره کړي او د کوکنارو کروندې یې له منځه وړی دی. د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د مومندو په امبار او پړانګ غار سیمو کې ترسره شوي دي.

د پوليسو په وينا، دوی د امبار سیمې سور تنګي او شاتي مینه سیمو کې د کوکنارو د کښت پر ضد ګډ اقدامات وکړل او د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۵ جریبه ځمکه کرل شوی کوکنار یې بشپړ له منځه وړي دي.
په ورته وخت کې، د پرانګ غار د قلعې او ګورګره سیمو کې هم عملیات ترسره شوي. چارواکو ويلي، پر دغه سیمه کې یې هم په څو جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
پولیسو ویلي، دا عملیات به تر هغې دوام ولري چې د کوکنارو وروستی بوټی هم له منځه ولاړ نه شي.
د یادولو وړ ده، چې په پاکستان کې د نشه‌یي توکو د کر او کاروبار ستونزه لا هم جدي ده. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ادارې د راپورونو له مخې، که څه هم د دودیزو موادو لکه اپیمو تولید کم شوی، خو به دغه هېواد کې مصنوعي نشه‌يي توکي زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

نواز شريف: په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په ۱۵ کلنې واکمنۍ کې هېڅ کار ندی شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
نواز شريف: په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په ۱۵ کلنې واکمنۍ کې هېڅ کار ندی شوی
100%

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ ن ګوند مشر، نواز شريف په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند پر 15 کلنې واکمنۍ نيوکې کړي او ویلي یې دي چې په یاده موده کې دغه ګوند په پښتونخوا کې هيڅ کار نه دی کړی.

نواز شريف نن د سه شنبې په ورځ يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چې ايا خېبرپښتونخوا کې خلک ارامه ساه اخلي؟ ايا هلته بنسټيزې اسانتياوې شته؟ او که هلته د زده کړو، عامې روغتيا، درملو او ترانسپورت په برخه کې تشې ادعاوې کيږي.

هغه زياته کړه، خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په واکمنۍ او ادعاو باندې ټول خلک خبر دي.

هغه ويلي، هلته ځمکنی وضعيت بدل دی ځکه پرې د پوښتنو راولاړولو حق لري.

خېبرپښتونخوا کې ډیری خلک د تحریک انصاف ګوند له حکومت څخه شکايت کوي، چې د مرکز له خوا ورته پوره پيسې نه ورکول کیږي.

په خېبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې څلور وسله‌وال او یو پولیس وژل شوی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱
په خېبر پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې څلور وسله‌وال او یو پولیس وژل شوی
100%

د پاکستان پوځ ويلي، چې په خېبر پښتونخوا کې د دوو جلا نښتو پر مهال د ټي‌ټي‌پي د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون څلور وسله‌وال او يو پوليس وژل شوی دی. د پوځ په وينا، له وسله‌والو څخه د ځانمرګي برید یو واسکټ، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ د معلوماتو له مخې، وحيدالله چې د تحريک طالبان پاکستان له مهمو قوماندانانو څخه و او د «تر ټولو مطلوبو کسانو» په نوملړ کې شامل و، د دوی ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ پرته له دې چې نور جزییات وړاندې کړي، ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو په دغو دواړو عملياتو کې د يوې لويې پېښې مخه نيولې ده. د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د دغو عملياتو د ترسره کولو له امله له پوځ څخه مننه کړې ده.

په يوه بله پېښه کې، د يکشنبې په ورځ، د وري په ۳۰مه نېټه، د پاکستان دوه سرحدي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو په بنو ولسوالۍ کې پرې ډزې وکړې. د پاکستان د پوليسو په وينا، دغه ځواکونه په يو ځايي بازار کې په پېرودلو بوخت وو چې بريدګرو ناڅاپه پرې ډزې وکړې.

بريدګر له ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

خېبر پښتونخوا د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د وسله‌والو بريدونو د پام وړ زياتوالی ليدلی دی. د رسمي شمېرو له مخې، دغه ایالت په تېر کال کې تر ټولو ډېرې امنيتي پېښې ثبت کړې دي او زرګونه وسله‌وال د پوځ د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

سهیل اپریدی: په خېبرپښتونخوا کې ناامني د پاکستان د ناکامو پالیسیو پایله ده

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱
سهیل اپریدی: په خېبرپښتونخوا کې ناامني د پاکستان د ناکامو پالیسیو پایله ده
100%

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر، سهیل اپریدي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان دولت د «ناکامو پالیسیو» پایله ده.

اپریدي د یکشنبې په ورځ د مردان ښار په یوې غونډه کې وویل، په هغه درې کلنه دوره کې چې عمران خان واک کې و، امنیت ټینګ و، خو وروسته یو ځل بیا د دولت د پالیسیو د بدلون له امله ناامني زیاته شوه.

هغه ادعا وکړه چې د همدې ناکامو پالیسیو له امله بیا ترهګري پراخه شوه او هڅه وشوه چې وسله‌وال بیا منظم او بیا پوځي عملیات ترسره شي، خو ده د دې کار مخالفت کړی دی.

اپریدي ټینګار وکړ، چې تل به د عمران خان له دریځونو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د هغه د حکومت له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

نوموړي د اقتصاد په اړه وویل، چې پخوا پورونه ۵۱ټریلیون روپۍ وې، خو اوس ۸۱ټریلیون ته رسېدلي، د سون توکو بیې لوړې شوي، بېکاري زیاته شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې عمران خان له عدلي سیستم څخه هیله له لاسه ورکړې او اوس د خلکو عدالت ته سترګې په لار دی.

اپریدي په پای کې وویل، چې دوی چمتو دي او که عمران خان امر وکړي، نو په لنډ وخت کې به اسلام‌اباد ته ورشي او د هغه لارښوونې به عملي کړي.

ملکي وژنې او له کورونو غلا؛ د باجوړ ولسوالۍ قومي امن جرګې د پراخ لاریون او پرلت اعلان کړی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
ملکي وژنې او له کورونو غلا؛ د باجوړ ولسوالۍ قومي امن جرګې د پراخ لاریون او پرلت اعلان کړی
100%

د خیبر پښتونخوا د باجوړ قومي امن جرګې او سیاسي ګوندونو استازو د امنیتي وضعیت خرابوالي او په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو له امله د لویې قومي جرګې او پراخ احتجاج اعلان کړی. د قبایلي جرګې یو مشر ملک ګل کریم خان تور ولګاوه چې پرون ځینو دولتي او غیر دولتي عناصر کورونه لوټلي دي.

د جرګې یوه مشر او د پاکستان د جماعت اسلامي سیمه ییز مشر صاحبزاده هارون رشید د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له دوو کلونو راهیسې د باجوړ د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې کوي، خو لاهم په سیمه کې امن نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړه چې په باجوړ کې خلکو څو ځله لاریونونه او امن جرګې کړې، خو د عملیاتو او د ملکي وګړو د وژل کېدو مخنیوي ته حل لاره نه ده موندل شوې.

د هارون رشید په وینا، د روانې اونۍ په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د سمسئ په سیمه کې نښته شوې چې یو څلور کلن ماشوم پکې وژل شوی. سیمه ییزو خلکو ادعا کړې چې دغه ماشوم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر دې پېښې وروسته د باجوړ ټولو سیاسي ګوندونو احتجاج وکړ او د باجوړ-پېښور لویه لاره یې تړلې وه. وروسته د ځایي ادارې او جرګې غړو له خبرو اترو وروسته لاره بېرته پرانېستل شوه.

څلور ورځې وړاندې د باجوړ په لغړی سیمه کې پر یوه ملکي کورد هاوانم رمۍ لګېدلې وه چې درې کسان، یوه ښځه او یو ماشوم، پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

د سیمې خلکو ویلي، دغه ګولۍ له افغانستان څخه راغلې وه، خو افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

قومي امن جرګې اعلان کړی چې که دا ځل هم له دولت سره له خبرو وروسته امن ټينګ نه شو، نو پراخ او پرېکنده احتجاج به وکړي چې "ټوله نړۍ به یې وویني".

ددوی په وینا، د احتجاج ځای به وروسته اعلان شي، خو دا احتجاج به تر هغه روان وي چې په باجوړ کې امن نه وي راغلی.

صاحبزاده هارون رشید غوښتنه کړې چې د هغو دولتي کارکوونکو پر ضد دې قانوني اقدام وشي، چې د ملکي تلفاتو سبب شوي دي.

باجوړ له کونړ سره پر کرښه پروت دی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دواړو غاړو ته ملکي وګړي قرباني شوي دي.

د قبایلي جرګې یو بل مشر ملک ګل کریم خان تور ولګاوه چې پرون ځینې دولتي او غیر دولتي عناصر کورونو ته ننوتل او هلته یې غلا وکړه، چې د باجوړ د خلکو بې عزتي یې کړې ده.

هغه وویل، «د دې لپاره چې څومره غندنه وشي، کافي نه ده».

د خیبر ولسوالۍ ښوونځي پر ډیورنډ کرښه د نښتو له کمېدو وروسته بېرته پرانېستل کیږي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱
د خیبر ولسوالۍ ښوونځي پر ډیورنډ کرښه د نښتو له کمېدو وروسته بېرته پرانېستل کیږي
100%

د خیبر ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله تړل شوي ښوونځي به د دوشنبې په ورځ، د اپرېل پر ۲۰مه، بیا پرانیستل شي.

د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۷ دولتي ښوونځي چې په بازار زخه خیل، لوی شلمان، پاسد خیل او باچا مېنه سیمو کې موقعیت لري، له څو اونیو تړل کېدو وروسته به بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.

د خیبر ولسوالۍ د پوهنې مدیریت وايي، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبرتیا لا د پنجشنبې په ورځ خپره شوې وه، خو د جمعې، شنبې او یکشنبې د رخصتیو له امله دا بهیر دوشنبې ته پاتې شو.

سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د میټرک زده کوونکو لپاره د کھرغالي او پاسد خیل سیمو ته یو بدیل امتحاني مرکز جوړ شوی و، چې زده کوونکي خپلې ازموینې پر وخت ور کړای شي.

دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د میټرک ازموینې روانې دي.

د مارچ په پیل کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله دواړو خواوو ته یو شمېر خلک له خپلو سیمو بېخایه شول، چې په سرحدي ولسوالیو کې ښوونځي هم ورسره وتړل شول.

د خیبر اړوند بازار زخه خیل، لوی شلمان، پاسد خیل او باچا مېنه سیمو کې ۲۷ دولتي ښوونځي تړل شوي وو. د خیبر د چارواکو په وینا، د وضعیت خرابوالي له امله خلکو ته د سیمې پرېښودو ویل شوي وو او ډېرې کورنۍ لنډي کوتل او نورو سیمو ته تللې وې.

د خیبر پښتونخوا سیمه ییزې ادارې ټینګار کړی چې د امنیتي وضعیت ښه کېدو سره به ښوونځي بېرته عادي حالت ته راشي. دا ګام د زده کوونکو د زده‌کړو د دوام لپاره اخیستل شوی دی.