• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي څه باندې ۳۷ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته مسترد کړل

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره چې پخوا د ملي ستندرد په نوم یادېده وايي، ۳۷،۱ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي یې په اسلام‌کلا او په شیخ ابونصر فراهي بندرونو څخه بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اسلام‌کلا بندر د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو د ودانیزو توکو د ارزونې پر مهال، یوه محموله بې‌کیفیته نبشي اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۳۳ اعشاریه ۵ کیلوګرامه وو، تر پېژندنېوروسته او بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي.

له دې سره سم، دغه اداره زیاتوي، د معیار او کیفیت ادارې د ودانیزو توکو د کیفیت تضمین په موخه، د شیخ ابونصر فراهي (فراه ۷۸ میل) بندر له لارې د بې‌کیفیته ۳ اعشاریه ۶ ټُنه بې‌کیفیته کاشي هم بېرته ایران ته مسترده شوې ده.

دغه اداره زیاتوي: « د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو د دقیقو ارزونو په لړ کې د ۳.۶ټُنه بې‌کیفیته کاشي یوه محموله وڅېړله او کیفیت یې تثبیت کړ، په پایله کې یې جوته شوه چې یاد توکي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه لري او له اړین کیفیت څخه برخمن نه دي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او د هغو بې‌کیفیته او غیرمعیاري توکو پر وړاندې چې د هېوادوالو سلامتیا ګواښي، هیڅ ډول نرمښت د منلو وړ نه‌دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

برېټانیا د نورستان ۱۳۶ زره اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د بهیر له پیله هرکلی کړی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
برېټانیا د نورستان ۱۳۶ زره اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د بهیر له پیله هرکلی کړی
100%

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړې استازولۍ نورستان ته د ۱۳۶ زره اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د پیل کېدو هرکلی کړی دی. یادې استازولۍ ټینګار کړی چې بشري کارکوونکو ته دوامداره او بې‌خنډه لاسرسی د اړمنو خلکو د ژغورنې لپاره خورا مهم دی.

یادې استازولۍ پر اېکس یوه پوسټ هیله ښودل شوې چې پر ډیورنډ کرښه پرتو نورو اغېزمنو سیمو ته هم باید لارې پرانېستل شي او اړمنو سیمو ته ژر مرستې ورسول شي.

په دې وروستیو کې، د نورستان ولایت ګڼې سیمې د جګړې له امله د خوراکي او روغتیایي توکو له کمښت سره مخ شوې وې. د راپورونو له مخې، د سړکونو بندښت او ناامنۍ د مرستو رسونه ټکنۍ کړې وه، خو اوس دغه مرستې بېرته پیل شوې دي.

برېټانیا ویلي چې بشري مرستې باید له سیاسي شرایطو او شخړو بېلې وي او نړیوالې ټولنې ته یې غږ کړی چې د افغانستان اړمنو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره همغږي او ګډ کار ته دوام ورکړي. د نورستان کامدېش او برګمټال هغه ولسوالۍ وې چې پاکستاني عسکرو یې د ډزو له کبله لارې تړلې وې او هلته د خوراکي توکو لېږد ستونزمن شوی و. د دغه سیمې قومي مشرانو له پآکستاني پوځ سره یو تړون وکړ چې له مخې به یې خپلو سیمو کې د ټي‌ټي‌پي غړي‌ نه پرېږدي او پاکستان به لارې خلاصوي.

د سیمې خلک او مدني فعالان هم د مرستو بیا پیل هرکلی کوي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د بشري اړتیاوو پوره کولو ته لومړیتوب ورکړي. د یادونې وړ ده چې افغانستان دا مهال له جدي بشري بحران سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، میلیونونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړي
100%

د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د رييس فیض‌الله تمیم په مشرۍ له طالب پلاوي سره کتنه کې له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. طالبانو اذربایجان ته د یاد پلاوي د سفر موخه هېواد ته د باکیفیته نفتي او نورو سوداګريزو توکو واردول بللي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې د رييس په مشرۍ طالب پلاوي په باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال انار اخندوف سره په کتنه کې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، د ټرانزیټي اسانتیاوو پر برابرولو، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي او سوکار شرکتونو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د پانګونې د فرصتونو پر ارزونې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا له ټینګار سربېره ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، څو په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې له افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ پراخې کړي.

دغه طالب پلاوي له دې سربېره د اذربایجان د نفتو د استخراج او تصفیې له دولتي شرکت (سوکار) له مسوولینو سره له کتنې سربېره د یاد شرکت د نفتو تصفیه خونې او همداراز د کیمیاوي سرې د تولید له فابریکو څخه هم لیدنه کړې ده.

100%

د سوکار شرکت مسوولینو ژمنه کړې، چې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو نفتي توکو د صادراتو کچه لوړوي او په دې برخه کې به خپله همکاري پراخه کړي.

د یادونې وړ ده، چې له اذربایجان څخه افغانستان ته د نفتي توکو واردات له تېرو دوو کلونو راهیسې پیل شوي او یوازې تېر کال شاوخوا ۸۰ زره ټُنه نفتي مواد وارد شوي دي.

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو اتکل شوی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو اتکل شوی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست اعلان کړی، چې د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا پنج‌شنبه (د غویي۳مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا کې بارانونه وشي.

د هواپوهنې ریاست ویلي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰تر ۳۰میلی‌متره پورې اټکل شوې ده.

یاد ریاست همداراز خبرداری ورکړی، چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د بادونو چټکتیا ښايي په ساعت کې له ۵۰تر ۹۰کیلومتره پورې ورسېږي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او تیزو بادونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

د کینیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
د کینیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري
100%

د کینیا سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه کاروبار په تور د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري. قاضي وویل، چې کینیا د نشه‌يي توکو او وسلو د سوداګرۍ پر ضد نړیوالو تړونونو ته ژمنه ده او د امریکا غوښتنه یې پر همدې بنسټ منلې ده.

قاضي ویلي: «د امریکا غوښتنه چې د کینیا حکومت دې دغه تورن پر امریکا وسپاري، قانوني بنسټ لري».

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې تېر کال د محکمې قاضي د عبدالظاهر قدیر د سپارنې غوښتنه منلې وه. قدیر چې پخوا د افغانستان ولسي جرګې غړی او د لومړي مرستیال په توګه یې کار کړی، په محکمه کې ویلي چې د امریکا لاسوهنې سره یې کلک مخالفت کړی و.

عبدالظاهر قدیر له خپل مدافع وکیل اېډوارډ اونګې سره استدلال کاوه چې د کینیا او امریکا ترمنځ د مجرمینو د تبادلې تړون نشته او باید د هغه سپارنه ونه‌شي. خو د کینیا لوی څارنوال رېنسن انګونګا دا استدلال رد کړ او ویې ویل چې نړیوال تړونونه د کینیا اساسي قانون برخه ده او دا سپارنه قانوني ده.

د محکمې اسناد ښيي چې امریکا د قدیر د نیولو او سپارلو غوښتنه د نیویارک د فدرالي محکمې د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۵مې نېټې د نیولو امر پر اساس کړې وه. د افغانستان د ولسي جرګې دا پخوانی مرستیال د اپریل ۱۴مه نېټه په نایروبي کې ونیول شو، چې ویل کېږي د سوداګرۍ لپاره کینیا ته تللی و.

قدیر ادعا کړې چې د قانون تابع تبعه دی، هېڅ ډول جرمي سابقه نه لري او دا تورونه سیاسي انګېزه لري. نوموړي ویلي چې پلار یې عبدالقدیر هم لوړپوړی چارواکی و چې د سیاسي دلایلو له امله وژل شوی و.

امریکا د هغه پر ضد د نشه‌يي توکو د قاچاق، د وسلو او چاودېدونکو توکو د ناقانونه ساتلو او د توطیې تورونه لګولي دي. د کینیا حکومت د امریکا غوښتنه ومنله او د لوی څارنوال دفتر له خوا دا پرېکړه تایید شوه.

د افغانستان د پخواني پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر اوس امریکا ته استول کېږي، ترڅو د فدرالي محکمې پر وړاندې د تورونو ځواب ووایي. دا قضیه د نړیوالو تړونونو د تطبیق او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخه کې مهمه بلل شوې ده.

ریچارډ لېنډسي: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
ریچارډ لېنډسي: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، ویلي چې هېواد به یې د داسې راتلونکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې پکې ټول افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، په مساوي ډول د زده کړې، ګډون او ونډې اخیستلو فرصتونه ولري.

لېنډسي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو فعالې، شهرزاد اکبر، ناسته درلوده.

نوموړي وویل، چې د اغلې اکبر نظرونه دافغان ښځو د وضعیت په اړه ډېر مهم دي او نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده چې لېنډسي تل د افغان مېرمنو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.