• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: عمران خان باید خوشې شي او د سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ويلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید له زندانه خوشې شي او هغه ته د هېواد په ټولو چارو کې د سیاسي رول لوبولو اجازه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عمران خان له ګوند سره يې په تېر کې د ځینو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې؛ خو کومې پایلې ته نه‌وو رسېدلي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې له بېلابېلو قضیو سره مخ او په زندان کې دی. د حکومت مخالف ګوندونه وایي، چې پر عمران‌خان لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي، چې ټولې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي هم ویلي و، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران‌خان خوشې کول «د هېواد د پراخو ملي‌ګټو لپاره» مهمه اړتیا ده. نوموړي‌ زیاته کړې وه، چې د عمران‌خان د خوشې کولو لپاره به ټول ممکنه اساسي‌ او ولسي هڅې ترسره شي.
د هغه په وینا؛ د عمران‌خان خراب روغتیايي‌ وضعیت یوازې سیاسي‌ موضوع نه؛ بلکې د هغه د ژوند او روغتیا اړوند جدې مسله ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

ډېر لیدل شوي

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟
۱
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۲

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۴
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

۵
ځانګړی

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو