تېره میاشت په ایران کې سیاسي اعدامونه د تېر کال په پرتله څلور برابره زیات شوي

په نږدې يوه مياشت کې ۱۸ تنه معترضان او سياسي بنديان په ايران کې اعدام شوي دي. دا شمېر د تېر کال د ټولو ثبت شويو سياسي اعدامونو له درېيمې برخې زيات دی او د سياسي اعدامونو مياشتنۍ کچه يې د تېر کال د منځني کچې تر څلور برابرو زياته کړې ده.
