• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه د افغان کډوالو لس پنډغالي خالي شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو کمشنر شکیل صافي ویلي چې د افغان کډوالو د ستنېدو له امله لس پنډغالي خالي شوي او له۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا دوه میلیونه«غیرقانوني» میشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه، د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي په مشرۍ د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

کمشنر شکیل صافي ویلي چې پخوا په پېښور، نوښار، دیره اسماعیل خان، کوهاټ، بونیر، مردان، صوابۍ، ملاکنډ، دیر، مانسهرې، بنو، لکي مروت، ټانک، هريپور او چترال کې ۴۳پنډغالي جوړ شوي وو، خو اوس لس میشتغالي له کډوالو خالي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان د احصایې یا نادرا ادارې د لنډي کوتل او تورخم په سیمو کې د بایو میټریک اسانتیاوې برابرې کړې دي او افغان کډوال د بایو میټریک او معلوماتو له ثبت وروسته اسناد ترلاسه کوي چې له امله یې دده په وینا، «سرحدي تګ راتګ اسانه شوی دی».

پاکستاني چارواکو ویلي، هره ورځ له تورخم پولې شاوخوا ۳ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي، خو امنیتي اندېښنو او د دروازو د تړلو له امله د کډوالو ستنېدل ځینې وختونه له ستونزو سره مخ کېږي.

شکیل صافي دا هم ویلي چې د غیرقانوني میشتو کډوالو بانکي حسابونه او موبایل سیم کارتونه بند شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب د خیبرپښتونخوا ایالت له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په دغه ایالت کې د افغان کډوالو او ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په تړاو ټیلفوني خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر د ستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفیر مولوي سردار محمد شکیب د خیبر پښتونخوا له وزیراعلی سره ټیلیفوني تماس نیولی او د افغان کډوالو ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتوالي له امله یې د ایالتي حکومت مننه کړې ده.

د طالبانو سفیر له سهیل اپریدي غوښتي چې هغو کډوالو ته چې نوملیکنه یې بشپړه شوې، افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي همداراز د نوملیکنې مرکزونو کې د پاکستان د حصایې ادارې «نادرا» د څانګو د ډېرولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د ستنېدونکو کډوالو ستونزې کمې کړي.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې افغان کډوال د دوی وروڼه او مېلمانه دي او د دوی ستنېدو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې د نوملیکنې مرکزونو او اسانتیاوو ورځنۍ څارنه پخپله کوي.

اوسمهال د پېښور او خیبر په دوو مرکزونو کې د افغان کډوالو ستنېدو بهیر روان دی، خو د حکومتي سختیو له امله کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغان کډوالو د شکایتونو له امله څو ورځې وړاندې سهیل اپریدی د حمزه بابا د نوملیکنې مرکز ته تللی و او هلته یې د اسانتیاوو برابرولو امر ور کړی و، خو لا هم د پېښور د جمعه خان خوړ مرکز کې کډوال د نوملیکنې په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې دوی لکه مالونه په غوجل کې یوځای سره اچول شوي او ماشومان یې ناروغان شوي دي.

دغه کډوال د خوړو، تشنابونو او څښاک اوبو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ریچارډ بېنېټ په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره پر پلان شوې کتنې اندېښنه ښودلې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره پر پلان شوې کتنې اندېښنه ښودلې
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر رپوټونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د « بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي.

بېنېټ ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت له مخې د پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو او پخوانیو دولتي کارکوونکو جبري ستنول جدي بشري او قانوني ګواښونه لري.

د بېنېټ په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې روانې دي.

په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي اتحادیې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وشي.

فرانس پرېس د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي.

همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.

د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.

اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.

تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې، خو دغو پلان شویو اخراجونو ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دی، چې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپایي اتحادیه د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني.

فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي
100%

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.

نوموړې د سه‌شنبې په ورځ، د غوایي په لومړۍ نېټه، خبرداری ورکړی چې هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په ناامنه ډول افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.

عباسي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې یوازې د کډوالۍ پر کنټرول تمرکز وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي او د افغان پناه‌غوښتونکو جبري ستنول کولی شي هغوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې او د کډوالۍ د پروسو د تعقیب لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تللي، اوس د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې زرګونه هغه افغانان چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي، په پولو کې له ستړیا، زیان‌منېدو او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې به د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي څو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د اروپایي پارلمان غړې: اروپايي چارواکي طالبانو ته په بروکسل کې «سره غالۍ» هواروي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱
د اروپایي پارلمان غړې: اروپايي چارواکي طالبانو ته په بروکسل کې «سره غالۍ» هواروي
100%

د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن، د طالبانو د تخنیکي پلاوي د احتمالي سفر په اړه، چې ټاکل شوې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو د افغان کډوالو د اخراج پر موضوع خبرې وکړي، توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اروپایي چارواکي «په بروکسل کې د طالبانو لپاره سرې غالۍ هواروي».

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «راځئ روښانه ووایو؛ د اخراج سیاست ته رسمیت ورکول د یوې فاجعې نسخه ده. طالبانو ته هېڅ مشروعیت نشته. هېڅ پټه معامله نه شته.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو رسنیو د راپور له مخې، اروپايي ټولنې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوند ادارو د اندېښنو سربېره، د افغان پناه‌غوښتونکو د اخراج په اړه د یوې غونډې د جوړېدو پلان لري، چې په کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.

د راپور پر بنسټ، د دې ناستې تمرکز به په هغو افغانانو وي چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او ټاکل شوې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د طالبانو د دې احتمالي سفر تنظیم د اروپایي کمېسیون او د اروپايي ټولنېد یو شمېر غړو هېوادونو له لوري کېږي، او دا به د اروپايي چارواکو له دوو «اکتشافي» سفرونو وروسته ترسره شي.

یوې سرچینې ویلي چې «موخه دا ده چې د اوړي تر پیل مخکې دغه پلاوی راوبلل شي» او دا پلاوی به تخنیکي بڼه ولري.

یوې بلې باخبره سرچینې ویلي،چې اروپايي چارواکي د عملي ظرفیتونو ارزونه کوي، لکه د الوتنو تنظیم او د کابل هوایي ډګر امکانات، او همداراز د بېرته ستنېدونکو کسانو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي.

خو تر دې دمه، د اروپايي کمیسیون له خوا طالبانو ته رسمي بلنلیک نه دی لېږل شوی.

د راپور له مخې، د طالبانو د پلاوي سفر چې په پیل کې د مارچ میاشتې وروستیو ته پلان شوی و، اوس راتلونکو اونیو ته ځنډول شوی دی. تر دې دمه طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

تازه تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
تازه تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۳۱مه) ۱۰۰۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۳۸۵ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۹کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۵۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې دا څلورمه ورځ ده، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.

که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نه‌ده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.
تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.