د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفیر مولوي سردار محمد شکیب د خیبر پښتونخوا له وزیراعلی سره ټیلیفوني تماس نیولی او د افغان کډوالو ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتوالي له امله یې د ایالتي حکومت مننه کړې ده.
د طالبانو سفیر له سهیل اپریدي غوښتي چې هغو کډوالو ته چې نوملیکنه یې بشپړه شوې، افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.
نوموړي همداراز د نوملیکنې مرکزونو کې د پاکستان د حصایې ادارې «نادرا» د څانګو د ډېرولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د ستنېدونکو کډوالو ستونزې کمې کړي.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې افغان کډوال د دوی وروڼه او مېلمانه دي او د دوی ستنېدو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې د نوملیکنې مرکزونو او اسانتیاوو ورځنۍ څارنه پخپله کوي.
اوسمهال د پېښور او خیبر په دوو مرکزونو کې د افغان کډوالو ستنېدو بهیر روان دی، خو د حکومتي سختیو له امله کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د افغان کډوالو د شکایتونو له امله څو ورځې وړاندې سهیل اپریدی د حمزه بابا د نوملیکنې مرکز ته تللی و او هلته یې د اسانتیاوو برابرولو امر ور کړی و، خو لا هم د پېښور د جمعه خان خوړ مرکز کې کډوال د نوملیکنې په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي.
یو شمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې دوی لکه مالونه په غوجل کې یوځای سره اچول شوي او ماشومان یې ناروغان شوي دي.
دغه کډوال د خوړو، تشنابونو او څښاک اوبو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.