• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په کوټه کې پولیسو د «ترهګرۍ» په تور یوه بلوڅه روغتیاپاله نیولې ده

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د بلوچستان د کوټې په بولان روغتون کې روانه اونۍ له لیلیې نه د خدیجې په نوم یوه بلوڅه روغتیاپاله د ناپېژندانو کسانو له‌خوا وتښتول شوه؛ خو تازه د بلوچستان حکومت ویلي، نوموړې د «ترهګرۍ» په تور نیول شوې ده. د یادې پېښې پرضد د بلوڅانو یووالي کمیټې د بولان روغتون مخته ته احتجاج وکړ.

احتجاح کوونکو په دې اړه ویلي:« که موږ د خدیجې په تېښته غلي پاتې شو؛ نو سبا زموږ د ټولو مېندې او خویندې به د دغه جبر ښکار شي».

د دوی په وینا؛ له تېر یو کال راهیسې بلوڅانې په جبري توګه ورکېږي او هره ورځ ښځې ترۍ تم کېږي. بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بابر یوسفزي په دې اړه وويل، چې د بولان پوهنتون د طب او روغتیايي علومو زده‌کړیاله د «ترهګرو» د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو په تور نیول شوې او له حکومت سره يې د «ترهګرو» د ملاتړ او همکارۍ روښانه شواهد شته.

نوموړي وويل، چې د اسنادو او شواهدو ترلاسه کېدو وروسته یاده روغتیاپاله څارل شوې او د قانون له مخې يې پر ضد ګام اخیستل شوی. نوموړي زیاته کړه، چې یاده روغتیاپاله بندخونې ته لېږدول شوې او تر نيونې ورورسته د هغې کورنۍ ته خبر ورکول شوی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي
100%

په روانه میاشت کې د‌ بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کې د پېښو له امله څلور افغان کان کېندونکي مړه شوي دي. د پاکستان د کارګرو فدراسیون د‌ بلوچستان څانګې سرمنشي پیرمحمد کاکړ په دې اړه وایي، چې د یادو پېښو لوی لامل په کانونو کې د خوندیتوب مناسبو اسانتیاوو نشتوالی دی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانو کهوسټ، شاهرک، هرنايي، دکۍ، چمالنګ، مچ او د کوټې مارواړ کې په ګڼ شمېر افغان کان کېندونکي کار کوي؛ خو یاد کان کېندونکي د پاکستان په کومه اداره کې ثبت نه‌دي، نو له دې امله دوی له هر حق نه بې‌برخې دي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرته په کومه پېښه کې افغان کان کېندونکی مړ یا ژوبل شي؛ نو کورنۍ یې هغه پیسې نه‌شي ترلاسه کولای، کومې چې د حکومت له‌خوا د پېښو تر رامنځته کېدو وروسته د د قربانیانو کورنیو ته ورکړل کېږي.

د هغه په وینا؛ په یادو پېښو کې د قربانیانو کورنیو ته شپږ لکه کلدارې د شرکت له‌خوا ورکول کېږي او د کارګرو دولتي ادارې له‌خوا لس لکه روپۍ ورکول کېږي؛ خو افغان کان کېندونکي بیا له دغه مرستې بې‌برخې دي.

پیر محمد کاکړ وويل، د کارګرو نړۍوالې ادارې په قانون کې ښکاره لیکل شوي چې کارګر که ځايي وي یا کډوال په تنخوا کې به يې توپیر نه‌وي او برابره تنخوا به ورکول کېږي. پیر محمد کاکړ په دې اړه وويل، د کان مالکان د افغان کارګرو له دې مجبوریته ګټه پورته کوي؛ ځکه دوی له حکومته په پټه کار کوي او له ځايي کان کېندونکو کمه تنخوا اخلي.

‌‌د یادونې وړ ده، چې افغان کارګرو لپاره د روغتیا او د هغوی د ماشومانو لپاره د زده‌کړو کومه اسانتیا هم نه‌شته.

د بې‌ځایه شویو سازمان امریکا ته: کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پر پرېکړې له سره غور وکړئ

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان امریکا ته: کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پر پرېکړې له سره غور وکړئ
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له امریکا غوښتي، پر هغه پلان بیا له سره غور وکړي چې په قطر کې بندپاتې افغانان د بیا مېشتېدو له حق څخه بې‌برخې کوي او پر ځای یې کانګو یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د تګ لپاره اړ باسي.

دغه سازمان ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ ته د نړۍ د بې‌ځایه شویو افغانانو په استازیتوب یو پرانیستی لیک لېږلی. دوی زیاته کړې، چې زیانمنونکي افغانان باید د سیاسي غبرګونونو، زور زیاتي یا بې‌‌ځایه کېدو قرباني نه‌شي.
راپورونه ښيي، په قطر کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې له ۴۰۰ څخه ډېر یې ماشومان دي له یاد وضعیت سره مخ کېدای شي. نوموړي سازمان ټینګار کړی: «بې‌ځایه شوي افغانان باید د ټولیزې سزا، سیاسي فشار یا پر نیمایي لار د پرېښودو قرباني نه‌شي».
دوی وایي، هغه افغان متحدین چې د امریکا د ماموریتونو د ملاتړ له امله یې پراخ ګواښونه منلي؛ باید اوس د ناامنه ستنېدو، بل کړکېچ ته د لېږد یا ناروښانه وضعیت سره مخ نه‌شي.

دغه سازمان ویلي، چې کانګو ته لېږد د خوندیتوب بدیل نه‌دی؛ ځکه کانګو په خپله د نړۍ تر ټولو لویو بې‌ځایه کېدو له کړکېچونو سره مخ هېواد دی. د دوی په خبره؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لاهم د ځورونې، ظلم او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله پېژندل کېږي او دغه ستنېدنه به د دوی په خوښه نه‌وي.

د یاد سازمان مشر اشرف حیدري وايي: «له پراخو ګواښونو سره، سره دغه افغانان د امریکا ترڅنګ ودرېدل. امریکا له هغوی سره ژمنه کړې ده. دغه ژمنه باید اوس د خوندي او بېړنۍ بیا مېشتېدو له لارې په امریکا کې پوره شي نه دا چې هغوی طالبان ته پرېښودل شي، یا په زور بېرته ولېږدول شي، یاهم کانګو ته انتقال شي او یا دې په ناروښانه حالت کې پرېښودل شي».

د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي
100%

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي یوې غونډه کې له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر و ارزاوه. ښاغلي بګټي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، باید د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په ډاډمنه توګه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال وايي دوی د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نه‌شي کولای چې خپل ورځني کارونه په بشپړه توګه ترسره کړي او له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

بل لور ته د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات هم دوام لري.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال حمزه شفقات تر دې وړاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې له بلوچستان نه تر دې مهاله ۹ لکه او ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.

د سعودي ولیعهد او د سوریې ولسمشر د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
د سعودي ولیعهد او د سوریې ولسمشر د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
100%

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سې‌شنبې په ورځ په جده کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل. دواړه خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د پانګونې پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو نښلوونکو پروژو او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس لیکلي، چې شرع د محمد بن سلمان له مېلمه‌پالنې مننه وکړه او ویې ویل: «په یاده لیدنه کې مو د همکاریو د پیاوړتیا، د اقتصادي او پانګونې شراکتونو د پراختیا پر لارو چارو بحث وکړ. همدارنګه مو د سیمې او نړۍ تحولاتو او پر سیمه‌ییز امنیت او ثبات یې اغېزې وڅېړلې».

د ۲۰۲۴کال په ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د سعودي او سوریې اړیکې پراخې شوې دي. احمد شرع د ۲۰۲۵کال په پیل کې سعودي عربستان د خپل لومړني بهرني سفر لپاره وټاکه.

محمد بن سلمان پر سوریې د امریکا د بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړه، چې د ډونالډ ټرمپ او الشرع د لیدنې لپاره یې لاره هواره کړه.

ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي
100%

نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.

دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.

د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نه‌و ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له‌خوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.

هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.

وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت له‌خوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».

راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.

تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوس‌مهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».