دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.
د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نهو ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو لهخوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.
هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.
وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت لهخوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».
راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.
تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوسمهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نهلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.
هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».