د چین د فضايي پروګرام لپاره دوه پاکستاني ستورمزلي د نوماندانو په توګه غوره شوي

چین د خپل فضايي پروګرام لپاره دوه پاکستاني ستورمزلي د نوماندانو په توګه غوره کړي دي. د راپور له مخې، دواړه کسان به د روزنې لپاره چین ته ولېږل شي او له هغوی څخه به یو کس د فضايي ماموریت په ترڅ کې د وسایلو «پېلوډ متخصص» په توګه برخه واخلي.
رویټرز د چارشنبې په ورځ د چین د دولتي ټلویزیون (سيسيټيوي) له قوله لیکلي چې دا به د چین په فضايي ستیشن کې لومړنی بهرنی ستورمزلی شي.
