د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير عطاالله عمري د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه د بزګر مېلې او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلوردېرشم نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، چې ۱۴۰۵ کال د افغانستان د ځانبسیاینې کال دی.
په دغه نندارتون مختلفې غرفې پرانېستل شوې، چې بزګرانو او کورنيو توليدوونکو خپلې لاسته راوړنې پکې نندارې ته اېښې دي.
د طالبانو د کرنې وزیر زياته کړه، چې د سيمې شرايطو او سوداګريزو محدوديتونو ته په پام د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره مناسب فرصت برابر شوی.
د عطاالله عمري په وینا، اداره یې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او د بزګرانو او سوداګرو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې ژمنه ده.
په دې غونډه کې د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې د کرنې سکتور د پراختيا لپاره ګډه همکاري او د هېواد د اقتصادي تړاوونو کمول بنسټیزه اړتیا ګڼلې ده.
د بزګرانو په استازيتوب حاجي محمد اسلم د سړو خونو جوړول، د بستهبندۍ بهير ښه کول او د کرنيزو محصولاتو د صادراتو لپاره د زمينې برابرول مهمې اړتياوې په ګوته کړې او د بزګرانو او مالدارانو د کورنيو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې کړې ده.
یاد نندارتون د «عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروونکي» تر شعار لاندې د څلورو ورځو لپاره، د غویي له دویمې تر۵مې نېټې پورې د بادامباغ په څېړنيز فارم کې پرانېستل شوی دی.
د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني خالص زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.