• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره پر پلان شوې کتنې اندېښنه ښودلې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر رپوټونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د « بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي.

بېنېټ ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت له مخې د پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو او پخوانیو دولتي کارکوونکو جبري ستنول جدي بشري او قانوني ګواښونه لري.

د بېنېټ په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې روانې دي.

په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي اتحادیې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وشي.

فرانس پرېس د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي.

همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.

د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.

اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.

تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې، خو دغو پلان شویو اخراجونو ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دی، چې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپایي اتحادیه د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني.

ترویج لرونکی

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي
۱

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۲

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان په هلمند کې ډیورنډ کرښې ته نږدې امنیتي پوستې جوړوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱
طالبان په هلمند کې ډیورنډ کرښې ته نږدې امنیتي پوستې جوړوي
100%

طالبانو د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په رباط، بي بي جانې، چټو، صالحان او ډک سیمو او دغه راز په خانشین، دیشو ولسوالیو او د کندهار په ځینو سرحدي سیمو کې د نویو پوستو د جوړولو کار پیل کړی دی.

د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو اعلان وکړ، چې د یادې قول اردو د اووم نمبر سرحدي لوا قوماندان عبدالشکور بالي په مشرۍ پلاوي له دغو پوستو لیدنه کړې ده.

د یادې اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړي د هلمند ولایت د بهرامچې په رباط، بي بي جانې، چټو، صالحان او ډک سیمو کې د نویو جوړیدونکو پوستو بهیر له نږدې کتلی.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو شخړو وروسته دې ډلې د هلمند د بهرامچي ولسوالۍ ترڅنګ، په خانشین، دیشو او د کندهار په ځینو سرحدي ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو پوستو جوړولو شمېر ډیر کړی دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو شخړو له کونړ نه تر هلمند پورې په سرحدي ولایتونو کې د دواړو غاړو ګڼې امنیتي پوستې په ډزو او جګړه کې هم ورانې شوې دي.

تر اوسه د نویو جوړېدونکو پوستو شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو ډېر ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پوستو پر جوړولو شخړې رامنځته کیږي.

وړاندې هم طالبانو په سرحدي ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لسګونه نوې پوستې جوړې کړې وې.

متقي له عباس عراقچي سره په خبرو کې د امریکا اوایران خبرې اترې رغنده ګام بللی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
متقي له عباس عراقچي سره په خبرو کې د امریکا اوایران خبرې اترې رغنده ګام بللی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د ایران او امریکا د خبرو اترو د روان بهیر په تړاو غږېدلی او د خبرو اترو له لارې د ستونزو اواری یې رغنده ګام بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه وویل، چې مولوي امیرخان متقي د دوه‌اړخیزو همکاریو روان بهیر مثبت او مخ پر وړاندې ارزولی دی.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او په نورو برخو کې د همکاریو له پراخېدو خوښي ښولې ده.

متقي د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتوترمنځ د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام بللی او ټینګار یې کړی چې شته ستونزې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سید عباس عراقچي د دوه‌اړخیزو اړیکو پرمختګونه وستایل او د دغو اړیکو د لا پراختیا په اړه یې خپل نظرونه له افغان لوري سره شریک کړل.

وزرت وايي، په دغه ټلیفوني تماس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر متقي ته د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه معلومات هم ور کړي دي.

طالبانو په کندهار کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوول زندان ته اچولی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱
•
عبدالله همیم
طالبانو په کندهار کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوول زندان ته اچولی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز مسوول او لیکوال جانان مومن د یادې ډلې د پوهنې ریاست د اصولو نه مراعتولو په تور نیولی او بندي کړی دی.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو استخباراتو ریاست د سې‌شنبې په ورځ د ښادمن علي خزانې خصوصي ښوونیز مرکز مدیر جانان مومن او د یاد مرکز دوه نور کارکوونکي ونیول او بندیان یې کړل.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو له څو ساعتونو وروسته د ښادمن علمي خزانې دوه کارکوونکي خوشې کړل، خو د یاد مرکز مدیر لا هم له طالبانو سره بندي دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو ویلي، جانان مومن په ښوونیز مرکز کې د د یادې ډلې د پوهنې ریاست له اصولو سرغړونه کړې ده.

طالبانو له یاد ښوونیز مرکز څخه وړاندې غوښتي وو، چې د ماشومو نجونو او هلکانو ټولګي، د خوارک ځای او تشنابونه سره جلا کړي.

سرچینې وايي:«د نجونو او هلکانو صنفونه او هر څه مو وختي جلا کړي وو، د امربالمعروف ریاست له‌خوا ټولې راکړل شوې لارښوونې مو عملي کړې دي، خو نه پوهیږو دوی ولې داسې دلیل وايي چې په ښوونیز مرکز کې له اصولو څخه سرغړونه شوې ده.»

جانان مومن شاوخوا دوه کلونه وړاندې هم طالبانو نیولی و او د څو ورځو لپاره بندي و، چې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب او ضمانت خوشی شو.

طالبانو تردې وړاندې هم په کندهار کې د یو شمېر نورو ښوونیزو مرکزونو مسوولان بندي کړي او بیا یې له ضمانت اخېستو وروسته خوشې کړي دي.

طالبانو د ازبکستان له چارواکو سره په بلخ کې د صادراتي مرکز جوړولو په اړه خبرې کړې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
طالبانو د ازبکستان له چارواکو سره په بلخ کې د صادراتي مرکز جوړولو په اړه خبرې کړې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خجایف سره په لیدنه کې په بلخ کې د افغان تولیداتو لپاره د صادراتي مرکز د جوړولو په اړه خبرې کړې.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او له افغانستان نه ازبکستان ته د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې افغانستان ته د ازبکستان د والیانو د سفر مهالوېش پر تنظم هم بحث شوی.

یاد وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې عزیزي د ازبکستان له والیانو سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او ازبکستان ته د افغان توکو د صادراتو په اړه یې بحثونه کړي.

ازبکستان ته د طالبانو تللي پلاوي د ټوکرانو فابریکو څخه هم لیدنه کړې.

بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي
100%

په روانه میاشت کې د‌ بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کې د پېښو له امله څلور افغان کان کېندونکي مړه شوي دي. د پاکستان د کارګرو فدراسیون د‌ بلوچستان څانګې سرمنشي پیرمحمد کاکړ په دې اړه وایي، چې د یادو پېښو لوی لامل په کانونو کې د خوندیتوب مناسبو اسانتیاوو نشتوالی دی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانو کهوسټ، شاهرک، هرنايي، دکۍ، چمالنګ، مچ او د کوټې مارواړ کې په ګڼ شمېر افغان کان کېندونکي کار کوي؛ خو یاد کان کېندونکي د پاکستان په کومه اداره کې ثبت نه‌دي، نو له دې امله دوی له هر حق نه بې‌برخې دي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرته په کومه پېښه کې افغان کان کېندونکی مړ یا ژوبل شي؛ نو کورنۍ یې هغه پیسې نه‌شي ترلاسه کولای، کومې چې د حکومت له‌خوا د پېښو تر رامنځته کېدو وروسته د د قربانیانو کورنیو ته ورکړل کېږي.

د هغه په وینا؛ په یادو پېښو کې د قربانیانو کورنیو ته شپږ لکه کلدارې د شرکت له‌خوا ورکول کېږي او د کارګرو دولتي ادارې له‌خوا لس لکه روپۍ ورکول کېږي؛ خو افغان کان کېندونکي بیا له دغه مرستې بې‌برخې دي.

پیر محمد کاکړ وويل، د کارګرو نړۍوالې ادارې په قانون کې ښکاره لیکل شوي چې کارګر که ځايي وي یا کډوال په تنخوا کې به يې توپیر نه‌وي او برابره تنخوا به ورکول کېږي. پیر محمد کاکړ په دې اړه وويل، د کان مالکان د افغان کارګرو له دې مجبوریته ګټه پورته کوي؛ ځکه دوی له حکومته په پټه کار کوي او له ځايي کان کېندونکو کمه تنخوا اخلي.

‌‌د یادونې وړ ده، چې افغان کارګرو لپاره د روغتیا او د هغوی د ماشومانو لپاره د زده‌کړو کومه اسانتیا هم نه‌شته.