• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان پر هندي الوتکو د خپل هوایي حریم بندیز تر یوې بلې میاشتې پورې وغځاوه

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د هوایي‌ ډګرونو ادارې خبر ورکړی، چې د هندي الوتکو پر وړاندې یې د خپل هوایي حریم تړل کېدو موده نوره هم غځولې او (د مئ تر ۲۴مې) به دغه بندیز دوام وکړي.

د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړې، چې دغه بندیز یوازې د هند سوداګریزو الوتکو پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د هند په ملکیت کې اخیستل شوې ټولې پوځي او ملکي الوتکې هم په دغه بندیز کې شاملې دي. دغه بندیز د نوي ډیلي او اسلام‌اباد د کړکېچ پرمهال تېرکال (د اپرېل په ۲۴مه) لګول شوی دی.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي
100%

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي یوې غونډه کې له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر و ارزاوه. ښاغلي بګټي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، باید د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په ډاډمنه توګه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال وايي دوی د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نه‌شي کولای چې خپل ورځني کارونه په بشپړه توګه ترسره کړي او له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

بل لور ته د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات هم دوام لري.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال حمزه شفقات تر دې وړاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې له بلوچستان نه تر دې مهاله ۹ لکه او ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.

د سعودي ولیعهد او د سوریې ولسمشر د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
د سعودي ولیعهد او د سوریې ولسمشر د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
100%

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سې‌شنبې په ورځ په جده کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل. دواړه خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د پانګونې پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو نښلوونکو پروژو او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس لیکلي، چې شرع د محمد بن سلمان له مېلمه‌پالنې مننه وکړه او ویې ویل: «په یاده لیدنه کې مو د همکاریو د پیاوړتیا، د اقتصادي او پانګونې شراکتونو د پراختیا پر لارو چارو بحث وکړ. همدارنګه مو د سیمې او نړۍ تحولاتو او پر سیمه‌ییز امنیت او ثبات یې اغېزې وڅېړلې».

د ۲۰۲۴کال په ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د سعودي او سوریې اړیکې پراخې شوې دي. احمد شرع د ۲۰۲۵کال په پیل کې سعودي عربستان د خپل لومړني بهرني سفر لپاره وټاکه.

محمد بن سلمان پر سوریې د امریکا د بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړه، چې د ډونالډ ټرمپ او الشرع د لیدنې لپاره یې لاره هواره کړه.

ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي
100%

نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.

دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.

د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نه‌و ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له‌خوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.

هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.

وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت له‌خوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».

راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.

تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوس‌مهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».

فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي
100%

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.

نوموړې د سه‌شنبې په ورځ، د غوایي په لومړۍ نېټه، خبرداری ورکړی چې هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په ناامنه ډول افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.

عباسي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې یوازې د کډوالۍ پر کنټرول تمرکز وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي او د افغان پناه‌غوښتونکو جبري ستنول کولی شي هغوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې او د کډوالۍ د پروسو د تعقیب لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تللي، اوس د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې زرګونه هغه افغانان چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي، په پولو کې له ستړیا، زیان‌منېدو او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې به د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي څو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د سمندري کلابندۍ په دوام؛ ټرمپ یو‌ځل بیا د پاکستان په غوښتنه له ایران سره اوربند وغځاوه

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
د سمندري کلابندۍ په دوام؛ ټرمپ یو‌ځل بیا د پاکستان په غوښتنه له ایران سره اوربند وغځاوه
100%

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اوونيو اوربند د پای ته رسېدو په وروستيو ساعتونو کې، په خپلې ټولنيزې شبکې ټروت سوشل کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اوربند به تر هغې وغځوي، څو تهران خپل وړانديز وړاندې کړي او خبرې اترې پايلې ته ورسېږي.

هغه ليکلي: «د دې په پام کې نيولو سره چې د ايران حکومت له جدي داخلي درز سره مخ شوی دی، چې دا څه ناڅاپي هم نه دي او د فيلډ مارشال عاصم منير او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په غوښتنه، له موږ غوښتل شوي چې پر ايران خپل بريد تر هغې وځنډوو، څو د هغوی مشران او استازي پر يو ګډ وړانديز هوکړې ته ورسېږي».

هغه زياته کړه: «له همدې امله، ما خپلو پوځي ځواکونو ته امر کړی چې کلابندي روانه وساتي او په نورو ټولو برخو کې هم بشپړ چمتووالی ولري. نو ځکه، اوربند تر هغې غځوم چې د هغوی وړانديز وړاندې شي او خبرې اترې، په هر ډول چې وي، پايلې ته ورسېږي».

په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ايران د پاکستان په منځګړيتوب خبرو کې ګډون رد کړی دی.

دې اژانس چې سپاه ته نږدې بلل کېږي، راپور کې ويلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې امريکا په وروستيو ورځو کې له خپلو «لوړو غوښتنو» څخه شاته نه شوه.

تسنيم ليکلي: «له همدې امله، ايران بالاخره نن اعلان وکړ چې په دې حالاتو کې په خبرو کې ګډون د وخت ضايع کول دي، ځکه امريکا د هر ډول مناسبې هوکړې مخه نيسي. نو ايران به له امريکايانو سره هېڅ ډول تعامل ونه کړي».

دغه اژانس زياته کړې، چې ايران خپل دريځ پاکستان ته رسولی او منځګړو ته يې خبر ورکړی چې سبا به په پاکستان کې په خبرو کې ګډون ونه کړي. د دې راپور کره والی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تاييد شوی.