• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سعودي ولیعهد او د سوریې ولسمشر د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سې‌شنبې په ورځ په جده کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل. دواړه خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د پانګونې پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو نښلوونکو پروژو او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس لیکلي، چې شرع د محمد بن سلمان له مېلمه‌پالنې مننه وکړه او ویې ویل: «په یاده لیدنه کې مو د همکاریو د پیاوړتیا، د اقتصادي او پانګونې شراکتونو د پراختیا پر لارو چارو بحث وکړ. همدارنګه مو د سیمې او نړۍ تحولاتو او پر سیمه‌ییز امنیت او ثبات یې اغېزې وڅېړلې».

د ۲۰۲۴کال په ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د سعودي او سوریې اړیکې پراخې شوې دي. احمد شرع د ۲۰۲۵کال په پیل کې سعودي عربستان د خپل لومړني بهرني سفر لپاره وټاکه.

محمد بن سلمان پر سوریې د امریکا د بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړه، چې د ډونالډ ټرمپ او الشرع د لیدنې لپاره یې لاره هواره کړه.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي
100%

نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.

دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.

د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نه‌و ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له‌خوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.

هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.

وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت له‌خوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».

راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.

تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوس‌مهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».

فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي
100%

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.

نوموړې د سه‌شنبې په ورځ، د غوایي په لومړۍ نېټه، خبرداری ورکړی چې هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په ناامنه ډول افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.

عباسي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې یوازې د کډوالۍ پر کنټرول تمرکز وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي او د افغان پناه‌غوښتونکو جبري ستنول کولی شي هغوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې او د کډوالۍ د پروسو د تعقیب لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تللي، اوس د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې زرګونه هغه افغانان چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي، په پولو کې له ستړیا، زیان‌منېدو او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې به د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي څو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د سمندري کلابندۍ په دوام؛ ټرمپ یو‌ځل بیا د پاکستان په غوښتنه له ایران سره اوربند وغځاوه

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
د سمندري کلابندۍ په دوام؛ ټرمپ یو‌ځل بیا د پاکستان په غوښتنه له ایران سره اوربند وغځاوه
100%

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اوونيو اوربند د پای ته رسېدو په وروستيو ساعتونو کې، په خپلې ټولنيزې شبکې ټروت سوشل کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اوربند به تر هغې وغځوي، څو تهران خپل وړانديز وړاندې کړي او خبرې اترې پايلې ته ورسېږي.

هغه ليکلي: «د دې په پام کې نيولو سره چې د ايران حکومت له جدي داخلي درز سره مخ شوی دی، چې دا څه ناڅاپي هم نه دي او د فيلډ مارشال عاصم منير او د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په غوښتنه، له موږ غوښتل شوي چې پر ايران خپل بريد تر هغې وځنډوو، څو د هغوی مشران او استازي پر يو ګډ وړانديز هوکړې ته ورسېږي».

هغه زياته کړه: «له همدې امله، ما خپلو پوځي ځواکونو ته امر کړی چې کلابندي روانه وساتي او په نورو ټولو برخو کې هم بشپړ چمتووالی ولري. نو ځکه، اوربند تر هغې غځوم چې د هغوی وړانديز وړاندې شي او خبرې اترې، په هر ډول چې وي، پايلې ته ورسېږي».

په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ايران د پاکستان په منځګړيتوب خبرو کې ګډون رد کړی دی.

دې اژانس چې سپاه ته نږدې بلل کېږي، راپور کې ويلي چې دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې امريکا په وروستيو ورځو کې له خپلو «لوړو غوښتنو» څخه شاته نه شوه.

تسنيم ليکلي: «له همدې امله، ايران بالاخره نن اعلان وکړ چې په دې حالاتو کې په خبرو کې ګډون د وخت ضايع کول دي، ځکه امريکا د هر ډول مناسبې هوکړې مخه نيسي. نو ايران به له امريکايانو سره هېڅ ډول تعامل ونه کړي».

دغه اژانس زياته کړې، چې ايران خپل دريځ پاکستان ته رسولی او منځګړو ته يې خبر ورکړی چې سبا به په پاکستان کې په خبرو کې ګډون ونه کړي. د دې راپور کره والی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تاييد شوی.

امانویل مکرون: فرانسه هڅه کوي چې د لبنان او اسراییل ترمنځ مذاکراتو ته لاره هواره کړي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
امانویل مکرون: فرانسه هڅه کوي چې د لبنان او اسراییل ترمنځ مذاکراتو ته لاره هواره کړي
100%

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، هېواد به یې د لبنان چارواکو سره د اسراییل سره د خبرو چمتووالي لپاره مرسته وکړي، که څه هم پاریس به مستقیم د مذاکراتو برخه نه وي. نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د لبنان له لومړي وزیر نواف سلام سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

مکرون ویلي، د فرانسې لپاره دا ثانوي اهمیت لري چې د مذاکراتو پر مېز ناست وي، ځکه د لبنان ګټه دا ده چې هر هېواد د خبرو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي. نوموړي زیاتوي: «زموږ لپاره مهمه دا ده چې لبنان ته د خبرو چمتووالی برابر کړو، نه دا چې موږ خامخا د مذاکراتو برخه و اوسو».

فرانسه چې له لبنان سره ژور تاریخي اړیکې لري، هڅه کړې چې په دغو خبرو کې رول ولوبوي، خو د اسراییل او امریکا له لوري یې د رول پر وړاندې مقاومت شوی دی. د فرانسې چارواکي وایي، غواړي له لبنان سره د خبرو د چمتووالي لپاره تخنیکي او سیاسي ملاتړ برابر کړي.

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام هم له فرانسې مننه کړې او د دغه هېواد ملاتړ یې مهم بللی دی. نوموړي ویلي، لبنان هڅه کوي چې له اسراییل سره د خبرو له لارې شخړې حل کړي او د سیمې ثبات ته لاره هواره کړي.

د لبنان او اسراییل ترمنځ د خبرو موضوع د سیمې لپاره مهمه ګڼل کېږي، ځکه دواړو هېوادونو تر اوسه د پولو، اوبو او امنیتي مسایلو په اړه اختلافات نه دي حل کړي. د فرانسې هڅې ښيي چې پاریس غواړي د منځګړي رول ولري، خو د امریکا او اسراییل مخالفت دا بهیر ستونزمن کړی دی.

کالاس: اروپايي ټولنه په ایراني چارواکو د بندیزونو پر لګولو هوکړې ته ورسېدل

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
کالاس: اروپايي ټولنه په ایراني چارواکو د بندیزونو پر لګولو هوکړې ته ورسېدل
100%

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، د دې ټولنې ډېپلوماټانو د هغو ایراني چارواکو پر ضد د نويو بندیزونو پر لګولو هوکړه کړې چې د هرمز تنګي کې د کښتيو د تګ راتګ ازادي ګډوډوي.

د هغې په وینا، دا پرېکړه د هغو اقداماتو په غبرګون کې شوې چې د هرمز تنګي کې د کښتيو د ازاد تګ راتګ خنډ ګرځي. کالاس ټینګار کړی چې د نړیوال سمندري تګ راتګ ازادي د خبرو وړ موضوع نه ده او باید په بشپړه توګه خوندي وساتل شي.

هغې خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي وضعیت هره ورځ د بدلون په حال کې دی او دا چاره د سیمې او نړیوالې سوداګرۍ لپاره جدي خطر رامنځته کوي.

هغې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې سمندري امنیت ماموریت کولای شي د سولې له ټینګېدو وروسته په فارس خلیج کې د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره چټکه او اغېزمنه لاره وي.