بلوچستان کې د افغان کانکېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کانکېندونکي مړه شوي

په روانه میاشت کې د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کې د پېښو له امله څلور افغان کان کېندونکي مړه شوي دي. د پاکستان د کارګرو فدراسیون د بلوچستان څانګې سرمنشي پیرمحمد کاکړ په دې اړه وایي، چې د یادو پېښو لوی لامل په کانونو کې د خوندیتوب مناسبو اسانتیاوو نشتوالی دی.
