ایران وايي چې په راسک سرحدي سیمه کې یې د جیش العدل ډلې څو بریدګر وژلي

د ایران نیمه رسمي اژانس تسنیم ویلې چې ددغه هیواد امنیتي ځواکونو په راسک سرحدي سیمه کې د جیـ.ـش الـ.ـعدل یو فعال بریدګر ټیم، چې له پاکستان نه یې د ایران خاورې ته د ننوتلو هڅه کوله، له منځه وړی او په دغو عملیاتو کې یې څو وسلهوال وژلي دي.
د راپور له مخې، دغو وسلهوالو د «جیشالعدل» په نوم ډلې پورې اړه درلوده چې هڅه یې کوله د پاکستان له پولې څخه د ایران راسک سیمې ته ننوځي.
راسک ولسوالۍ د ایران په سوېل ختیز کې د سیستان او بلوچستان ولایت سرحدي ولسوالۍ ده، چې مرکز یې د راسک ښار دی.
د دې سیمې خلک بلوچ او اهل سنت دي او له پاکستان سره پوله لري.
جیش العدل ډلې له دې وړاندې هم په راسک سیمه کې پر ایراني ځواکونو ګڼ بریدونه کړي دي.
